مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پېښوردافغانستان روان کړکيچ :ستونزې اودحل سيمينار

داودجبارخيل

پېښوردافغانستان روان کړکيچ :ستونزې او دحل لارې دسيمينار سيمينار پاى ته ورسېده

دغه سيمينار ، چې نن سهار نهه نيمې بجې دافغانستان داسلامي فرهنگي مرکز دمشر حسبنا الله متوکل لخوا دقران عظيم الشان دمبارکو ايتونو په تلاوت پيل شو،لومړى و ته محمد زمان مزمل دپرانستې وينا وکړه او وى ويل ، چې دافغانستان  اوسني حالات دزغملو نه دي ،بهرنيو ځواکونو زمونږ ستونزه اوږده کړى  ، د دې په ځاې ، چې دافغانستان حالات سم کړي ، ملي وحدت ته يې گواښ پېښ کړى ،دافغانستان ستونزه کورني حل ته اړتيا لري ،هېڅ بهرنى حل دافغانستان ستونزه نه شي هوارولې . داوسنيو حالاتو پر وړاندې چوپتيا گناه ده.دبهرنيو ځواکونو په عملياتو کښې يواځې عام ولس وژل کيږي . که دا وژنې دانسانانو په ځاى دپسونو واى نو هم درحم وړ و . محمد زمان مزمل دروان سيمينار داهدافو په اړه وويل ، چې دايو پيل دى په اروپا ، ام ريکا او په نورو هېوادونو کښې به هم افغانانو سره په دې اړه خبرې کوو،چې دافغانستان اوسنۍ ستونزې ته دحل يوه لاره پېداکړو ،سيمينار ته محمد اسماعيل لبيب بلخي دبهرنيو ځواکونو لخوا دافغانستان اشغال دشريعت له مخې په موضوع مقاله ولوستله ،جنرال يحيي خان عبدالرحيم زى د ملي وحدت دټينگښت تر عنوان لاندې ليکنه ولوسته او ورپسې ډاکټر عبدالصمد حامد له جرمني څخه دتليفون له لارې خپل پېغام ولوست او په روانه وضع يې خواشيني ښکاره کړهډاکټر استاد ترکي له کابل څخه په خپل تليفوني پېغام کښې وويل ، چې دافغانستان داوسنۍ وضعې دحل لپاره دې نړيوال کانفرانس را وغوښتل شي او له افغانستان څخه دې دبهرنيو ځواکونو دويستلو لپاره مهال ويش وټاکل شي ،افغانان سوله غواړي ،ناټو او نور هېوادونه دې دکرزي دسياسي ملاتړ څخه لاس واخلي.حامد کرزى دې استعفى ورکړي . غونډې ته فضل الهي ،قا ي محمودشاه او نورو ليکوالو او سياست والو خبرې وکړى . دسيمينار په پاى کښې دارسلان خان لخوا دغونډې پرېکړه يک ولوستل شو او وروسته محمد زمان مزمل پريس کانفرانس ته وينا وکړه او دخبريالانو پوښتنې ورځواب کړى

دسيمينار دگډون کوونکو پرېکړه ليک

1.  دافغانستان روان کړکيچ :ستونزې او دحل لارې دسيمينار گډون کوونکې دهېواد په روان حالت ( چې له يو پلوه بهرنيو ځواکونو له ترهگرۍ سره دمبارزې په نامه زمونږ هېواد اشغال کړى او له بله پلوه دهېواد ملي يووالي له شديد گواښ سره مخامخ دى ) خپل شديد تشويش څرگندوو او غوښتنه کوو،چې په عاجله توگه دې حالت ته دپاى ټکى کيښودل شي.
2.  په داسې حال کښې ، چې امريکا او ورسره دناټو غړي هېوادونه په افغانستان کښې دخپلو نظامي قوتونو د ډېرولو خبرې زمزمې کوي،زمونږ په اند په افغانستان کښې پرتې بهرنۍ قواووې په خپلو اعلان شوو موخو کښې ،چې دامنيت راوستل او دافغانستان بيارغاونه وه ناکام دي . بلکې د دوى  وجود دنا ا اميو او دجگړې د دوام اصلي عامل دى ، نو په همدې دليل په افغانستان کښې پراته بهرني قوتونه د دې پر ځاى  چې دخپلو قوتونو دزياتولو هڅې وکړي بايد په افغانستان کښې دخپلو موجودو قواوو دايستلو تکل وکړي ، تر څو زمونږ هېوادوال دنړۍ دنورو ازادو ملتونو په څېر په خپله خوښه او دهېواد دميشتو ټولو مليتونو په گډون په خپل هېواد کښې سوله او امنيت ټينگ او جگړو او گډوډيو ته خاتمه ورکړي .
3.  مونږ دبهرنيو قواوو غيرې انساني او داسلامي ا زښتونو او افغاني کلتور او عنعنو مخالفې ټولې کړنې لکه دکورونو دتلاشۍ په پلمه دښځو او ماشومانو زورول ، په م ختلفو پلمو دځوانانو او سپين ږيرو زنداني کول او وژل اوياهم دهوايي بمباريو له لارې دکليو ورانول او دبې گناه افغانانو وژل په کلکه سره غندو او د داسې کړونو دعاجلو بندېدو غوښتنه کوو.
4.  ددې سيمينار گډون کوونکي په دې باورلري ، چې په هېواد کښې دجگړو دوام او ستونزې دهېواد داړوندو سياسي خواوو دنه خبرو کولو اوپر يو بل دبې اعتمادى نتيجه ده ، نو زمونږ غوښتنه له ټولو افغاني ډلوڅخه دا ده ، چې دهېواد دازادۍ ، ملي يووالي ، سولې او ابادۍ په موخه دمذاکراتو او په خپلو کښې دتفاهم دروازې يو بل ته پرانيزي او پرېنږدي ، چې له دې نه زيات هېواد اوهېوادوال دخپل منځي جگړو په اور کښې وسوځي.يوازې دخبرو اترو له لارې کولاى شو ، چې دهېواد لپاره ديو قدرتمن يادت ، چې په خپلو پښو ولاړ وي دراوستلو لاره هواره کړو . هغه مشر تابه ، چې دقومي ، سمتې ، ژبنيو او حزبي کړيو نه ازاد دټول هېواد لپاره فکر وکړي . ديادونې وړ گڼو ، چې ددې پروسې دکاميابي لپاره داضروري ده ، چې دبين الافغاني پروسې ټول گډون کوونکي له هر راز قضايي او استخباراتي گواښ نه په مصونيت کښې وي .
5.  داسلامي هېوادونو کنف انس بايد افغانانو په خوا کښې داسلامي امت دلويې کورنۍ دمسول په توگه ودريږي  او پرينږدي ترڅو افغانان نور هم دخپل منځي جگړو په اور کښې ستي شي ،داسازمان کولاى شي ، چې له يوې خوا دافغانانو ترمينځ دخبرو اترو دپروسې دکاميابي لپاره محوري رول ادا کړي او له بله پلوه دخپلو غړيو هېوادونو په مرسته په افغانستان کښې ديوې پياوړې اردو ترجوړېدو پورې دغربي قوتونو پرځاى (چې دافغانستان مسلمان ولس دهغوي په مقابل کښې سخته کرکه لري)دسولې د واوو پرځاې دنده تر سره کړي .
6.  همدارنگه دملگرو ملتونو سازمان ، داروپايي اتحاديې غړي هېوادونه او ټول هغه نړيوال سازمانونه ، چې دافغانستان په چارو کښې دخيل دي په خپلو روانو پاليسيو او سياستونو کښې تجديد نظر وکړي او پرينږدي ، چې د دوى کړنې دامريکا دنظامي او استعماري پاليسيو تر سيوري لاندې افغانانو ته دگټې پر ځاى تاوان ور واړوي ، چې په داسې حال کښې به افغان ولس او تاريخ دوى هيڅ کله هم ونه بښي.
7.  له ځينو درواغجنو دعوو نه په صرف نظر سره ټولې داخلي او بهرني خواوې پر دې واقعيت اعتراف کوي ، چې دافغانستان دبيارغاونې پروسه له څو محدودو کارونو پرته په هراړخيزه توگه ناکامه ده ، دعامو هېوادوالو دژوند په اقتصادي اړخ کښې هيڅ بدلون نه دې رامينځ ته شوى بلکې دفقر ، لوږې ، بيکارۍ او اداري فساد کچه په وحشتناکه توگه لوړه شوې ده ، دبيلونونو ډالرو دکمک او مصرف له دعوو سره سره په تېرو شپږو کلونو کښې اوس هم زمونږ ولس ديخنۍ او نورو طبيعي حوادثو په نتيجه کښې خپل ژوند له لاسه ورکوي ،په سل گونو زره  ځوانانو بې دندو دي او ديو شان زده کړي زمينه دهېوادټولو بچيانو ته په لاس نه ورځي . دهېواد په اقتصادي وضعې کښې هيڅ بدلون نه دى رامنيځ ته شوى او په مقابل کښې دموجودې فاسدې ادارې غړي او خارجي انجيوگانې له نړيوالو شرکتونو سره په جوړ جاړې کښې زمونږ دملي شتمنيو او بهرنيو مرستو په اختلاس مصروف دي .
8.  مونږ ددې سمينار گډون کوونکي له ټولو هغو خواوو څخه ،چې په افغانستان کښې دامريکايي قواو له تون سره مخالفې دي دهمغږۍ او يو موقف غوښتنه کوو.
9.  دسيمينار گډون کوونکي داجوړشوي سيمينار دافغانستان دروانې ستونزې او مشکلاتو دعلمي څېړنې په لور يو مثبت گام بولي او درايو په اتفاق سره دسيمينار له گډون کوونکو غړو يو کميسون انتخابوي ترڅو په راتلونکي کښې دنورو غونډو لړۍ دهېواد دټولو مسلمانانو او هېواد پالو قوتونو په مرسته پرمخ بوزي او له روان بحران څخه دهېواد په ژغورلو کښې خپله ايماني او ملي دنده ترسره کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery