مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

الوتکې درېيم بم پرناوې وغورځاوه ( ګزارش)

اليسټر ليتهيډ ژباړن: نذيراحمد سهار

د افغانستان د ختيز پر لوړو غرونو، په هغه سيمه کې د دريو ويجاړو شويو موټرو کباړ پروت و، چې هلته امريکايي بمونه پرېوتي وو. دغلته بېلابېل توکي، د وينو څاڅکي او په افغانستان کې د ناويو لپاره د ځانګړو شوخو رنګينو جامو وړې وړې ټوټې پرتې وې. د ننګرهار په غرونو کې دغه لرې پراته کلي ته موږ په خپل څو ساعته سفر کې د دې غمناکې پېښې په اړه له بېلابېلو خلکو واورېدل. د واده دغه محف ، چې د خوښيو نمانځنې لپاره پيل شوى و، د ٢٢ تنو په مړينې سره پاى ته ورسېد.
امريکايي ځواکونه وايي، دوى پر جنګياليو بمباري کړې وه، خو ما، چې په خپلو سترګو څه وليدل او د مړو له وارثانو مې څه واورېدل، په وژل شويو کسانو کې يو هم جنګيالى نه و.
د جولاى پر شپاړسمه نېټه د بدل پر بنسټ، دوه سترې وراوې کېدې، چې هر کور خپله يوه ناوې رخصتوله او د بلې هغې هرکلى يې کاوه. په همدې توګه د لال زرين د يوه زوى او يوې لور واده پر يوه ورځ کېده.
په غم او اندېښنو کې ډوب لال زرين د خپل زوم کېدونکي ١٣ کلن زوى پر لور ګوته ونيوله او ويې ويل: (( له ما سره د کورنۍ د ميراث په توګه همدا يو زوى پاتې دى)).
د پېښې په اړه د لال زرين او نورو خلکو د سپړنو او څرګندونو پر بنسټ، و اييځ د يوه داسې غره پر سړک تېرېدل، چې د دواړو کورنيو کلي يې سره بېلول. په وراييځ کې شامل ماشومان،چې د خپلې بې صبرۍ له امله له ميندو ډېر مخکې تللي وو، د ښځو په انتظار په يوه ځاى کې ناست وو، چې يوې جيټ الوتکې په خپل ټيټ الوت سره بمونه پرې وغورځول او تېره شوه. لال زرين، چې په خپل کور کې د وراييځ په انتظار و، د چاودنې غږ واورېد، له کوره راووت او د هغې غونډۍ پر لور يې منډه کړل، چې وراييځ پرې راتېرېده. wada pa weno
شاه زرين له لومړنيو وراييځو سره و او په لومړۍ چاودنه کې تر ژغورل کېدا وروسته هغه ښځې سيمې ته له تګه منع کړې او پخپله يې د ټپيانو مرستې ته ودانګل. شاه زرين يو ټپي راواخيست او د کور پر لور يې را وځغستل، پر لاره يې د ولسي جرګې يوه غړي ته په خپل ګرځند ټليفون د شوي بريد خبر ورکړ. دغه مهال هغه د يوه بل بم غږ واورېد، چې پر ښځو را وغورځول شو او نږدې ټولې ښځې پکې ووژل شوې.
د ناوې په ګډون يوازې درې نجونې ژوندۍ پاتې شوې، هغوى منډه کړل، خو همدا، چې له غونډۍ نه يې د کوزېدا هڅه کوله درېيم بم يې پر سرونو را وغورځول شو او بيا يوې هم ځان ژوندى ونه ايست.
شاه زرين ماته نوي کيندل شوي قبرونه راوښودل، چې يوازې د دوو يا دريو کسانو د وجود ټوټې پکې ښخې شوې دي. نور قبرونه کيندل شوي، خو د مړو د ټوټو نه موندېدو له امله لا همغسې وازه خوله پراته دي.
د بي بي سي ډله، چې زه هم پکې يم، يوازيني کسان دي، چې د پېښې د ځاى دوره يې کړې او دلته له راتګ وروسته دا جوته شوه، چې ډېر داسې شواهد شته، چې د دغو کسانو د بې ګناهۍ ثبوت ورکوي. خو تراوسه افغان پلټونکي پر دې سخت مزلې غونډۍ نه دي راکوز شوي.
تر کلي پورې په عامو موټرو کې زموږ سفر ددې خبرې ښکاره ثبوت دى، چې په دغو کليو کې نه طا بان شته ، نه القاعده او نه هم نور بهرني جنګيالي. سيمه ييز خلک وايي، دوى دلته کله هم جنګيالي نه دي ليدلي، خو هغوى دا مني، چې جنګيالي تورې بوړې ته له همدې لارې ځي.
دامريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو وياند وايي، چې دوى هم د دې پېښې پلټنه کوي، خو په دې کې هيڅ شک هم نشته، چې د جولاى پر شپږمه نېټه له امريکايي ځواکونو يوه ستره تېروتنه شوې ده.
پر دغو وژنو يوه امريکايي په خپله وينا کې وويل: (( د بې ګناه کسانو وژنه د خواشينۍ وړ ده. )). د ايتلافي ځواکونو تورن(( ناتن پيري)) وويل: (( موږ ملکي وګړي نه په نښه کوو. موږ پوره کوښښ کوو، چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ونه رسيږي!)).
امريکايي چارواکي اوس د پخوا په څېر پر دې ټينګار نه کوي، چې وژل شوي کسان جنګيالي وو. اوس هم پلټنه لا بشپړه شوې نه ده.
په ننګرهار کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نوې خبره نه ده. تېر کال په يوه بمي چاودنه کې  د امريکايي ځواکونو پر کاروان تر بريد وروسته هغوى پر بې ګناه ملکي وګړو زې وکړې او ١٩ تنه يې ووژل.
هغه(قاتل) پوځيان کورونو ته استول شوي وو او پر منصبوالو يې ناغه اېښې وه، خو وروسته سپين بازان وګڼل شول. په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازى ميرويس ياسيني وايي، د ملکي وګړو وژنه د افغان ولس، ح کومت او نړيوالو ځواکونو ترمنځ فاصله ډېروي.
لال زرين ويل: (( زه غواړم ولسمشر حامد کرزى ددغو وژنو عاملان په خپله سزا ورسوي)).
خو دا موضوع د امريکا پر څيړنو او ددغو څيړنو په اړه د حامد کرزي حکومت پر غبرګون راڅرخي.
د ستنېدا پرمهال مې له ځان سره دا انګيرله، چې په ننګرهار کې به ددې خونړيو پېښو له امله امريکا ځان ته څومره نوي دښمنان کتلي وي؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery