مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

په المان کې د افغانستان د حالاتو پر سر غونډه(رپوټ)

محبت خان

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  او PKTله خوا په کولن  کی علمی سمینار جوړ شو.

 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند    Pashtoons Social Democratic Partyاو د پښتنو کولتوری ټولنی (PKT)،له خواد 2008 ع  کال دجولای دمیاشتی په نولسمه  نېټه  د خالی ( نبی) په ورځ د جرمنی د کلن په ښار کې د « افغانستان او سنی او راتلونکی سیاسی حالات»،« لر او بر پښتانه او  یوویشتمه پیړئ» تر سرلیکونو لاندی یو علمی سمینار  جوړ شو.

په سمینار کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ) PSDP   (د مشر انود جرګی د ځنی غړو سربیره د هيواد یو شمیر سیاسی کارپوهانو  او ټولنیزو ، سړیتوبونو (شخصیتونو) ګډون کړی ؤ.

 سمینار د مازیګر په څلور  نیمو بجو د PSDP  د کورنیو چارو مش ښاغلی مبارز څاپی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، اود PSDP  د مشر انود جرګی غړی ښاغلی نصیر خان  پلار روح ته چی څو ورځی وړاندی وفات شوی ؤ  دعا وشوه.

ورپسی د پښتنو ټولنیز و سولیز ګوند PSDP  دوهم مرستیال او د  پښتنو کولتوری ټولنی مشر ښاغلی محمد شیرین  ګردیوال لخوا  راغ و میلمنو ته هرکلی وویل شو او خپله مقاله یی د «د افغانستان روانو حالاتو ته یو ځغلنده نظر» تر سر لیک لاندی ولوستله، بیا دPSDP  لومړی مرستیال او دګوند سرپرست تاریخپوه علی خان محسود «منظم اقلیت څرنګه په غیرمنظم اکثریت واکمنی کوی» تر سرلیک لاندی خپله مقاله ولوستله

ورپسی د«ننی افغانستان په نړیوالو لوبو کی »تر سلیک لاندی د ښاغلی محمد عثمان عمر  مقاله، ښاغلی نصیر ستوری ولوستله  ښاغلی مبارز څاپـی، دښاغلی  عبدالمحمد درمنګر مقاله د«بری خوا پښتانه او د حالاتو کږی سترګی!» اوخپله مقاله د« باچا خان او عدم تشدد»  تر سرلیکونو لاندی ولوستلی.

لدی وروسته   د PSDP  دمالی او پوځی چارو مشر ښاغلی ډګروال حضرت رسو   خپله لنډه وینا واوروله اوښاغلی انجنیر فریدالله ساپـی د برلین د ملګرو رالیږل شوی پیغام ولوست، همدا ان د لندن ، هیډرزفیلډ او مانچستر  څخه دملګرو رالیږل شوی پیغامونه هم ولوستل شول.

د سمینار په دوهمه برخه کی د ښاغلی ګردیوال له  خوا   دا لاندی وړاندیزونه او پوښتنی   دنظر او څیړلو په خاطر ګ ونوالو ته وړاندی شول

۱. لدی لپاره چی د افغانستان مسًلی راکابو کړی شو څه پکار دی ،او کوم لومړی قدم ونه اوچتول اړین بریښی چی په ریښتینی توګه د مسًلو حل رامنځ ته شی، څنګه او له کومه ځایه لومړی پیل وشی؟.

دلته ستاسو د ناستو پښتنو نظرونه او وړاندیزونه څه دی؟.

۲. ایا د پښتون د ستر هویت او قامی وحدت غوښتنه او هیله د پښتنو اصلی غوښتنه او موخه ده او که نــه؟.

۳.د پښتنو کومی مسًلی دملی ګټو او قامی وحدت د خوندی کیدو په لحاظ د لومړیتوب حق لری؟.

۴.که هر پښتون خپل ځان د خپلو ملی ګټو او د ولس د ساتنی او پالنی لپاره په تله کی واچوی او ځان  زمه وار  وګڼی او وغواړی چی په ملی کچه د خدمت مصدر وګرځی، نو ددغه کار دپیل لومړی قدمونه به څه وی؟.

پدی برخه کی انجنیر فریدالله ساپـی، انجنیر سید رحمان رحمانی، انجنیر مطیع ال ه روفی، ډګروال حضرت رسول،ښاغلی لالا اقبال، انجنیر شازلمی او انجنیر حبیب ا لرسول  دخپلو خپلو نظرنو څ ګندونې وکړی، دلر او بر پښتنو او افغانستان او سنی او راتلونکی سیاسی حالاتویی هر اړخیزه رڼا واچوله او ،پښتانه /افغانان يي قامی یووالی ته راوبللل .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  (PSDP)  د فرانکفورت د څ انګی مشر ښاغلی لالااقبال ،او ډګروال احمد جان دګوندی چارو د لا ښه سمبالښت په موخه خپل نظرونه  وړاندی کړل او د غټو غونډو په جوړیدو يی ټینګار وکړ.

دسمینار په پای کی د ګوند مشر سلاکار ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر وینا وکړه اودداسی سمینارونو په ضرورت او جوړیدو یی زور واچاوه.

 همداشان  ښاغلی محمد شی ین  ګردیوال وویل چی   په راتلونکی 2009 ع کال د جنوری په میاشت  کی به ددی  سمینار په   دوام   یو بل سمینارهم جوړ کړو.سمینار د شپی په نهه بجو پای ته ورسید.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery