كه پدرام محاكمه نشي، په ټولټاكنو
كې به په خپل ګډون غور وكړو
احساس-بلخ
د بلخ ولايت په مركز( مزارشريف) كې په سلګونو قومي مشرانو او
ځينو ګوندونو د غازي امان الله خان په ننګه د لطيف پدرام د وروستيو څرګندونو پر ضد غونډه او احتجاجي لا
يون وكړ چې كه چېرې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورنكړل شي نو د ولشمشرۍ په راتلونكو ټولټاكنو كې به په خپل ګډون
غور وكړي.
د ملي كنګرې ګوند مشر پدارم په دې وروستيو كې په يوه تلويزوني مركه كې غازي امان الله خان ته ((
پدرلعنت)) ويلي و او پر هغه يې بېلا بېل تورونه لګولي وو.
په دغه غونډه كې د بېلا بْېلو قومونو د مشرانو
او مخورو سپين ږيرو سربېره د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، د تحريك ملي افغانستان، افغان ملت، د افغانستان د
يووالي ګوند غړو هم برخه اخيستې وه.
د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې منشي شاه محمود كاكړ غونډې ته د
وينا پر مهال غازي امان الله د هېواد يو ستر او د احترام وړ شخصيت وباله. نوموړي د پدرام د خبرو د غندلو څخه و
وسته وويل چې دولت بايد زرتر زره پدرام ونيسي او محكمې ته يې وړاندې كړي.
همدا ډول د غونډې يو بل تن
ويناوال پوهندوى سيد يوسف رحماني د ازادو خلكو په استازيتوب وويل چې پدرام ملي خيانت كړى دى. هغه زياته كړه چې
نوموړى بايد سزا وويني.
د دغې غونډې وياند مجيب الرحمان لحاظ خبريالانو ته ويلي چې د غونډې ګډونوالو د
غونډې د پاى ته رسېدو څخه وروسته د زوړ محبس څخه تر فردوسي پارك پورې لاريون هم وكړ.
نوموړي زياته كړه چې د
لاريون په پاى كې پر فردوسي پارك د غازي امان الله خان يو ستر تصوير وځړول شو او پرېكړه وشوه چې هر كال به دغه
مهال د ستر غازي تصوير دلته نوى كېږي.
لحاظ وايي چې د تصوير كېښودو څخه وروسته د غونډې او لاريون پنځه م
اديز پرېكړليك ولوستل شو، چې پكې د ملي كنګرې ګوند لغوه كېدو او د پدرام د محكمې غوښتنه شوې وه.
په پرېكړليك
كې له رسنيو غوښتل شوي و چې سربېره پر غازي امان الله خان د هېواد دنورو سترو شخصيتونو د پېژندنې په اړه بايد خپ
ه مسووليت پر ځاى كړي.
همدا ډول په پرېكړليك له دولت څخه غوښتل شوي و چې كه چېرې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب
ورنكړل شي نو د ولسمشري په راتلونكو ټولټاكنو كې به په خپل ګډون غور وكړي.
له دې مخكې هم د هېواد په ځينو
نورو ولايتونو هرات، ننګرهار، كابل، كندوز او... كې د پدرام د وروستيو څرګندونو د غندلو په موخه غونډې او لا
يونونه شوي دي.