مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دسياسي اوديني رهبري ترمنځ دهمغږي سمینار جوړسو

منصور

(دسياسي او ديني رهبري تر منځ دهم غږي رامنځ ته کول او دسولي او پخلايني په پروسه کي دديني علماو دندي ) دهغه يو ورځني څيړنيز او علمي سمينار سر ليک ؤ چي داسلامي مطالعاتو د پر مختيا مرکز په نوښت دزمري دمياشتي په ٢٢ نيټه دمزار شريف په ښار کي جوړ شوي ؤ

سمينار کي دديني او سياسي اړخونو تر منځ دهمغږي او يووالي د رامنځ ته کولو په لارو چارو هر اړخيزغور او څيړني وشوي او دټاکلو برخوالو لخوا چي پکي سياسي مخور، روڼ اندي او ديني پوهان شامل ؤ تحقيقاتي ليکچرونه وړاندي او ديني سکتور يي دافغانستان دسنتي ټولني دسمون او لارښودني حياتي وګاڼه

غونډه دمرکز دريئس سيد نور الله مراد او دولايت دمقام دمرستيال ظاهر وحدت په پرانستونکي ويناؤ پيل شوه چي دهغي په ترڅ کي دمرکز په دري کلن فعاليت رڼا واچول شوه او دغه راز سمينارونه په هيواد کي دثبات او سولي درامنځ ته کولو او دخلکو دديني پوهاوي او دچارو دسمون لپاره بنسټيز او اړين وبلل شو د ولايت مرستيال د سمينار دکار دستايلو تر څنګ دټولني په فرهنګي ، علمي او سياسي پوهاوي کي دديني علماؤ او روڼ اندو رول رغنده او ضروري وباله او دولايت په نمايندګي يي دخپل هر اړخيز ملاتړ ډاډ ورکړ دغه راز نوموړي د دو لت داداري چارواکو او ديني علماؤ ځيني نيم ګړتياوي هم په ګوته کړي او داساسي قانون په رڼا کي يي دهغوئ مقام او مو قف جوت کړ

دي پسي ديني کارپوه او ټولنيز شخصيت محترم حجة الاسلام والمسلمين محمد حيدر هآشمي د آوسني وضعي دڅيړني دسولي آو ټيکاو په لاره کي دستونزو او دهغي حل ترسر ليک لاندي په خپل لکچر کي دعلماؤ او سياسي مخکښانو په وړاندي ننګوني وڅيړلي او زياته يي کړه چي ديني پوهان او سياسي رهبران بايد دزغملو حوصله پيدا او ددغي زغم په مټ هيوادوال يو موټي کولو او سترو ننګونو دلير يکولو لپاره راوبلل  هغه زياته کړه که ديني پوهان او سياستوال ديو داسي سياسي فورمول په رامنځ ته کولو او دسليقوي اختلاف په لري کولو بريالي نشي هيواد به لاپسي دامنيتي ننګونو او ستونزو سره م خامخ شي

 دغه راز د فجر اونيزي مسؤل مدير محترم مولوي عبدالبصير بهراوي د  په همغږي کي دسياسي پوهانو رول  تر سرليک لاندي لکچر کي دديني علماؤ او سياستوالو په کړنو نيوکي وکړي او هغوئ  يي داختلاف ري کولو ته د قرآن او تاريخ په رڼا کي راوبلل.

هغه زياته کړه چي سياسي نظامونو دعلماؤ څخه هر وخت کي دسپر کار اخستي او ځني يي په ديني او مذهبي حکومتونو کي ريښنينو علماؤ دخپلو کړنو انځور ندي ليدلي .

علم اء بايد دوروسته پاتي والي او کلاسيک سيستم څخه خپل ځان راوباسي او دخپلي ديني پوهي او معنوي موقعيت څخه په استفاده دهيواد په بيا رغونه او دستونزو په حل کي خپل رول ادا کړي  هغه په سياستوالو غږ وکړ  که دعلماو ارښونه تر لاسه نکړي نو ماتي به وخوري .

دريم لکچر ورکونکي دبلخ پوهنتون استان محمد صالح مصلح ؤ چي د همغږي په پيدا کولو کي دعلماؤ رول تر سر ليک لاندي په خپ لکچر کي يي دعلماؤ او سياستوالو د رول په بيلا بيلو اړخړنو رڼا واچوله او زياته يي کړه چي داسلامي هيواد مشرتابه بايد دسياسي پوهاوي تر څنګ په ديني علومو هم ا استه وي تر څو دخلکو د ستو نزو د حل لپاره دهغوئ داعتقادي غو ښتنو پر بنسټ اقدامات تر سره کړي او دهغوئ په نبض پوه شي

هغه دعلماو په کسالت او دکړنو د څرنګوال په ضعف هم نيوکه وکړه او دټولني په بنسټيزه لارښونه کي يي نارسي وبلل .

 په ورکشاپ کي دسوال او ځواب تر څنګ ،ازاد علمي بحثونه او څيړني هم وشوي چي پکي علماؤ ، پوهانو ، روڼ اندو او ټلنيزو مخورو برخه واخسته .

سيمنار د ګروپي کار په سرته رسولو سره د لاندي پ يکړه ليک په صادرولو پاي ته ورسيده

دمزار شريف په ښار کي د ١٣٨٧لمريزکال  اسد په ٢٢ نيټه د اسلامي مطالعاتو دپرمختيا دمرکز(ISDC) لخوا دجوړشوي  سمينار پريکړه ليک

بمنظور اعاده و تقويه ص ح، ثبات، ايجاد روحيه تحمل، يكديگرپزيري وزيست مسالمت آميز دركشور، گردهماييهاي متعددي باشتراك خبرگان ديني، سياسي وعلمي، از طرف  مركز انكشاف مطالعات اسلامي داير وتاكيدشد تا هماهنگيهاي لازم ميان رهبري روح اني وديني و رهبري سياسي در افغانستان ايجاد گردد.

براي بد ست آوردن مامول فوق سيميناري تحت عنوان ( ايجاد راهكارها  بمنظورهماهنگي رهبري ديني وسياسي) بتاريخ 22آسد  تحت اشراف مركز انكشاف مطاللعات اسلام ي در مزار شريف  دايرگرديد ودر آن در حدود يكصد وبيست تن ازعلماء سرشناس ديني ، اكادميك و مطرح ، رهبران ونمايندگان احزاب سياسي مطرح وصاحبنظر دعوت بعمل آمد.  مقالات و بيانيه هاي متعدد ارايه و جروبحثهاي علمي وطولاني صورت گرفته و در نتيجه كارهاي گروپي سفارشات آتي بعنوان راهكارهاي آينده تصويب گرديد:

 

1-     آزآنجاييكه جنگها ،اختلافات ومشكلات ناشي آزان به پيشينه ‍چند دهه اي بعنوان چالش بزرگ در فراراه ثبات قرار دارد ، بناء بمنظور وضع فورمول علمي و قابل تطبيق براي آن سيمينار هاي متعددي شبيه  باشت اك علماء سياسيون ، مشران قومي و نخبه گان افغانستان داير و فورمول معقول به دولت و جامعه بين المللي پيشنهاد نمايد .

2 – قانون اساسي رهگشاي حقيقي تمام مشكلات موجود در كشور بوده و عدم تطبيق متناسب آن پرابلمهاي سياسي ، امنيتي ، اداري و قضاِِ يي را ببار اورده ، بناء تاكيد مي شود تا دولت در تطبيق قانون

اساسي با توظيف چهره هاي خبير ديني و سياسي بيطرف در كميسيون نظارت بر تطبيق آن ، عملي سازي آن قانون را بشكل درست ي يني سازد، همچنان هماهنگي سليقه ها وعملكرد چهره هاي سياسي در مقابله به مشكلات كنوني و تعبير از سياست شان در چوكات قانون اساسي كشور تنظيم شود .

3: دولت مكلفيت دارد تا در همآهنگي ديدگاه هاي مخالف دولت اعم از احزاب سياسي ، پارلمان واپوز.يسيون مسلح با ايجاد راهكردهاي معقول و صائب باستفاده ازوكلاي مردم درپارلمان و نهادهاي سكتوري دولتي      و غير دولتي موافق و مخالف راه مفاهمه و ديالوگ را بعنوان سرخط كلتو وپاليسي سياسي و امنيتي قرارداده و همآهنگي ملت را با دولت يقيني سازد.

4: نقش وتكليف علماء ديني در ساختار سياسي و اداري كشورتشخيص و آنچنان نهادينه شود كه آنها تصوير خويش رادرآن مشاهده كنند ونهاد بيطرف ديني بعنوان پل ارتباط دهنده ميان علماء ديني ورهبري اداري وسياسي كشور ايجاد وتقويه شود تا ثبات دركشور ي يني ورشد كند.

5: دولت بمنظور ايجاد ثبات و هماهنگي در كشور ، از نهاد هاي غير دولتي ايكه براي حصول مآ م ول فوق فعاليت مي كنند مورد حمايت و پشتيباني قرار داده و جامعه جهاني را نيز بهمكاري معنوي آن فرا خواند .

   والسلام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery