خوست مېشتو د چين په المپيك لوبوكې د
افغان لوبغاړي په برياليتوب خوشالۍ څرګندې كړې.
كله چې د خوست اوسيدونكي او په ځانګړي ډول ځوانان پدې خبر
ول چې يوتن افغان لوبغاړي په چين كې د المپيك د لوبوپه لړكې د تكوندو په برخه كې د برونزو مډال وګاټو
نو په دغه ولايت كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې غړو په بيړني ډول د خوست ځوانان د ښار په يوه لوى پا
ك كې راټول كړل او په همدې وياړ يې د خوښى څرګندولو لپاره اتڼونه پيل كړل.
د خوست ولايت د المپيك امريت اړوند
د واليبال فدراسيون مشر زمرى سيلاني وايي دوى په همدې وياړ د اتڼو نو كولو ترڅنګ د خوست ښار د ببرك خان
پارك ته څېرمه د وليبال سيالۍ هم جوړې كړې چې د مركز اړوند د خوست ټولو ولسواليو د واليبال لوبډلو پكې برخه
واخسيته.
په خوست كې د اسدالله نصرت په نوم يوتن ديني عالم چې واليبال ته د تماشې په موخه راغلى و،
وويل چې افغانان ډېره باشجاعته ميړني او سرشيندونكى ولس دي.
ده له نړيوالو وغوښتل چې د افغانانو د ارم او
هوسه ژوند لپاره هڅې وكړې ، د ده په خبره كه څوك افغانان په قرار پرېږدي او له زور ولو او كړولوڅه يې لاس
واخيستل شي او د دې ترڅنك د غربت څخه خلاص شي نو لېرې نه ده چې ډېر ځوانان به د المپيك اوپه نورو لوبوكې ګران
هيواد افغانستان ته وياړونه وګټي.
د خوست د پوهنې رياست يوتن مدير قمرخان كامران وايي داچې افغاني ځوان
وح الله د افغانستان لپاره وياړ ګټلى او د دې هيواد بيرغ يې په برياليتوب سره رپولى دى ، د خوست ځوانان پرې ډېر
افتخاركوي او له دولت او نړيوالو غواړي چې د المپيك كميټې ته پاملرنه وكړي چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې بااستعداده
ځوانان پيداكړي او بيا يې وروزي.
محمدكريم آمين چې تازه له عربي اماراتو څخه خوست ته راستون شوى وايي چې زموږ
د هيواد په ډېرو برخوكې داسې ځوانان شته كه د ده په خبره سم وروزل شي هريو به يې المپيك ته لار بيا مومي.
دى
وايي چې كله زموږ ځوانان د لوبو په يوه برخه كې لږ پرمختګ وكړي نو د غربۍ له لاسه ياعربي هيوادونو ته په مزدورۍ
پسې ځي او ياهم په هيواد كې دننه د روزۍ پيداكولو په لټه كې شي ځكه خو يې استعداد ترخارو لاندې شي.