هرات ولایت د ولسمشر سفر ( بشپړ رپوټ)
افغان ولسمشر حامد کرزی، د ملي امنیت ستر سلاکار، د ملي امنیت ادارې ریس، د ملي شورا ځیني غړي او لوی د
ستیز بسم الله خان محمدي د پنجشنبې په ورځ له غرمې دمخه د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته په یوه ناڅاپي سفر و
سیدل. دې چارواکو په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د عزیز آباد د کلي د شهیدانو روح ته د دوعا په مناسبت جوړ شوي ول.
ولسمشر کزي په غونډه والو غږ وکړ چې د خپلو سیمو د ساتلو لپاره له حکومت سره خپلي همکاري زیاتي کړي تر څو په دې
کار سره د اګست د میاشتي د خونړږۍ پیښې په څير د نورو پیښو مخه ونیول شي. په دې غونډه کې د عزیز آباد د کلي یو شم
یر سپینږیرو هم خبري وکړي. هغوي له دولت څخه غوښتنه کوله چې ورته څړکونه، پلونه، ښونځي او روغتونونه فعال کړي.
جمهور ریس کرزي د هغو ۹۰ تنو شهیدانو کورنیو سره ژمنه وکړه چې هره غوښتنه چې لري دی به یې ومني. ولسمشر وویل: زه
غواړم د شهیدانو د هرې کورنۍ غړي حج ته ولیږم، یو ښارګوټی په همدې سیمه کې د شهیدانو کورنیو ته جوړ کړم، ماشوم
ان یې ښونځیو ته واستوم، خرڅ یې ورکړ او په پاې کې ټول هغه څه ورکړم چې هغوي یې غوښتنه لري. ولسمشر کرزي په خپلو
خبرو کې د شهیدانو کورنیو ته دا هم وویل چې د افغانستان په هره برخه کې چې د کور لپاره د مځکي غوښتنه کوي دی به یې
ومني.په دې غونډه کې چې سخت امنیت یې ساتل کیده او له پاسه څرخکو سیمه څارله د هرات والي سید حسین انوري هم وینا
وکړه. ښاغلي انوري د سیمي له خلکو غوښتنه وکړه چې له حکومت سره لاس په لاس کار وکړي. شینډنډ ولسوالۍ ته د ولسم
ر کرزي دا سفر په داسي حال کې صورت مومي چې د پنجشنبې په شپه نوموړي له خپل امریکایي سیال سره دهمدې پیښې په اړه
د ټلیفون په مټ خبري وکړي. کرزي وویل چې جورج ډبلیو بوش ته خپله شدیده غصه او خفګان څرګند کړ او له هغه ېې غوښتنه
وکړه چې باید د داسي ناوړه پیښو د تکرار مخه ډب کړي که نه نو دا کارونه د زغملو وړ نه دي. ولسمشر وویل: د عزیز
باد په مسلې زمونږ او د نړیوالو مناسبات خراب شوي دي او افغانان د داسي پیښو د تکرار زغم نه لري. د عزیز آبادد
کلي په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۹۰ تنه غیر مسلح افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. ولسمشر کرزی او ورسره پلاوی یې
له غرمې وروسته بیرته د کابل په لور را وخوځيدل.