مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

پکتیکا کې ماشومان پلورل کیږي (رپوټ)

اسیر-شرنه

د پكتيكا خلك د لوږي په وجه خپلو اولادونو پلو لو ته مجبور شوي .
ددې ولايت په بېلابېلو ولسواليو كې څايې خلك د سختې بې وېلۍ او لوږي په خاطر د سختو ستونېزوسره مخ شوي دي خصوصا په سرحدي ولسواليو كې د لوږي اوخوراكې موادو د نه شتون په وجه يوشمېر مېرمنو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى اوځينوخلكو يې د اولادونود پرېښودلو او پلورلو وروسته له سيمې څخه كډه كړې ده
پدې سيمو كې په لومړي سر كې د تروو ،وازه خوا ،ډيله خوشامند ،اومنې ،ګومل ،ووړممۍ ولسوالى راځي
د تروو ولسوالۍ يو تن امير محمد پژواك ته وويل چې په سيمه كې ډېرى خلكو د لوږي او كاختي په وجه خپله سيمه پرې ايښې ده او د هيواد نورو ولايتونو يا ګاونډي هيواد ته كډه كړې د دنوموړي په خبره چې په سيمه كې يې داسي كسان هم ليدلي دي چې خپل اولادونه يي د ولسوالى په بازار كې
بې سرنوشته پرې ايښې ياهم پلورلي دي ګومل چي د پكتيكا ولايت يوه بله سرحدي ولسوالى ده ددې ولسوالي يو تن اوسيدونكي محمد ايوب پژواك ته وويل چې د سختې لوږې په وجه ددې سيمې ځينو د هر څه پلورلو ته تيار شوي دي تر څو له سيمې څخه پرې كډه وكړي د خوشامندولسوالۍ شېر محمد بيا وايې چې څلور اولادونه او يوه ميرمن ري له څو ورځوراپدې خوايې ده او ټولې كورنۍ په ډوډۍ څكه هم نده كړې د وريجو ،ريشقې او شوتلې يا ځينو نورووښو پر پختن ګوزاره كوي ده داهم وويل چې له يوې خوا يې د وچكالۍ له امله خپله ټوله مالداري له لاسه وركړې له بله پلوه د خواراكې توكو د نه شتون او د بيو دلوړوالي په وجه پدې مجبور كړې چې خپل اولادونه چاته په ساتنه وركړې او دى چي ته كډه وكړي د پكتيكا ولايت د عامي روغتيا رياست مسؤلينو ددې خبري تائيد كړى چې په ځينو سيمو كې پدې وروستيو كې يو شمېر ميندو او ماشومانو د لوږي له امله خپل ژوند له لاسه وركړى دى
د پكتيكا والي ډاكتر محمد اكرم خپلواك ددې ټولو خبرو دتائيد پرمهال پژواك ته وويل چې كه د پكتيكا ولايت له خلكو سره بېړنۍ مرستې ونه شي كيداي شي چې په سيمه كې يو لوي بشري ناورين رامنځته شي .خپلواك زياته كړه چې د سيمې خلك ډير غريب دي او په سيمه كې د خوراكې توكو د نه شتون او د خيريه موسسو د نه پاملرنې او مرستو نه شتون خلك له سختو ستونزو سره مخ كړي دي د خپلواك په خبره چې له بل خوا دسيمي طالبان د سيمي خلك د بيارغوني كارونو ته نه پريږدي چي داهم د سيمي د خلكو لپاره يوه لويه ستونزه ده .داپه داسي حال كې ده چې د سيمي خلكو پخوا هم د مرستي غوښتنه كړې وه خو د مركزي دولت او خيريه موسسو خوا ورسره د پام وړ مرسته نده شوې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery