دخپریدو نیټه : 2008-09-21 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
د میدان وردگو اوسنی امنیتي حالت ( رپوت)
ذهين
د روان کال له پيل راهيسې د ميدان وردګو و
ايت زياتره سيمې له امنيتي پېښو سره لاس او ګريوان وې ، خو دکابل _ کندهار لويه لاره ، چې له دې ولايت څخه تېريږي
زياته د پېښو او بريدونو شاهده وه . د دولت مخالفو وسلوالو طالبانو دغه لاره او ولايت ځکه تر فشار لاندې
نيولي وو، چې يو خو کابل ته نږدې او بله دا چې د زياترو لويو ولايتونو اکمالاتي لار هم ده . هغه مهال دغه و
ايت زيات ناامنه شو، چې ددې ولايت مخکني والي عبدالجبار نعيمي استعفى وکړه او نږدې تر ددو مياشتو پورې بل والي
ددولت له لوري ورته نه وو معرفي شوى . پر دې مهال دغه ولايت هغه د خلکو خبره ، چې بې څښتنه وو ، نو له همدې امله
وسلوالو له دغې موقعې ګټه واخيسته او په دې ولايت کې يې په خوندي توګه خپل فعاليتونه ګړندي کړل او دا ولايت د
هېواد په ولايتونو کې د ناامنه ولايت په نوم مشهور شو، خو کله چې له يو څه ځنډ ورورسته محمد حليم فدايي دې ولايت
د والي په توګه معرفي شو، نو ناامني په رښتيا چې په ټول ولايت کې خوره وه ، چې يو لامل يې د وسلوالو زيات ف
ار او بل په ولايت کې د رسيمي والي نه شتون وو .
نوي والي ته په لومړي سرکې ستونزمنه وه ، چې په
نډ وخت کې دې له دا ډول ستونزو څخه په منډه ځان وباسي او دا وخت او کار ته اړتيا لري ، چې ترڅو شپه او ورځ خولې
تويې شي او وضعه بېرته عادي حالت ته راوګرځي .
که څه هم چې اوس لا هم کله ناکله امنيتي پېښې رامنځته کيږي ، خو
د مخکې په پرتله پکې د پام وړ لږوالى راغلى او فدايي په دې توانېدلى ، چې د زياترو امنيتي پېښو مخه د امنيتي
ځواک په پياوړتيااو د ولس په همکارۍ ونيسي . فدايي ، چې په اداره او منجمنټ او اسلامي علومو کې يې د م
اسټرۍ ترکچې زده کړې، کړي او ډيروخت يې په مدني ټولنو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له خلکو سره نږدې
کار کړى ، نو په نه سټړې کېدونکيو هڅو سره په دې وتوانېد، چې لومړ په اداروکې هغه ګډوډي ، چې د والي په نه شتون
کې رامنځته شوې وه ، له منځه يوسي او بله دا چې د ناامنۍ په کمولو او له منځه وړلو کې يې له ولس سره په ګډه شپه او
ورځ کار وکړي ، ترڅو وتوانيږي، چې ولس له ځان سره همکار او د ناامنۍ زور اوبه کړي . فدايي لومړى هغه يو شمېر
امنيتي ځواکونه او چارواکي ، چې دسيمې له عامو وګړيو سره يې زور زياتى کاوه، ګوښه کړل او پر ځاى يې نور روزل
وي کسان په دندو وګمارل ، چې دغه چاره په نرخ ،دايميرداد، جغتو ، جلريز او د سيداباد په ځينو سيمو کې د خلکو په
خوښه ترسره شوه . دغه والي د ولايت په ټولو ادارو کې د ښې کاري وړتيا په رامنځته کولو لاس پورې کړى او ترډيره ب
يده چارو د پام وړ بدلون موندلى دى . فدايي په دې لږ وخت کې وکولاى شول ، چې د ميدان وردګو ولايت په
ټولو ولسواليو قومي شوراګانې جوړې کړي ، دغه اته جوړې شوې شوراګانې لومړى په هره ولسوالۍ کې د ٢٠٠ قومي مش
انو په ګډون او بيا د ٢٥استازيو په مشرۍ جوړې شوي ، چې دنده يې د سيمې د خلکو د ستونزو په ګوته کول او د حل لارې و
ته لټول ، د امنيت ټينګښت ، ددولت او د ولس ترمنځ د واټن لږکول او له منځه وړل ، د بيارغونې د پروژو د لوم
ړيتوبونو په ګوته کول ، له نشه يي توکيو سره مبارزه او... نور دي . نوموړي دغه راز د علماوو او جهادي قوم
اندانانو په شورا جوړولو هم پيل کړى او ددوي په مټ به وتوانيږي ، چې ددې ولايت علم پروره ولس ته د پام وړ
خدمتونه وکړي . که هم چې ددې والي لاتراوسه په دې ولايت د کار دوه مياشتې نه کيږي ، خو له ولس سره د ښو
اړيکو او شفاف کار په ترسره کولو سره په دې توانېدلى ، چې په دې ولايت کې امنيتي ، ټولنيزې او اداري ستونزې راکمې
کړي او د بيارغونې چارو ته لاس کړي . که والي او ددې ولايت ولس په ګډه همداسې خپلو نه ستړي کېدونکيو هڅو
ته دوام ورکړي ، نو لرې نه ده ، چې دغه ولايت به د امنيت او بيارغونې له پلوه د يوه آباد ولايت بڼه غوره
کړي چې بيا به ددې ولايت وګړي د ټوپک پرځاى قلم او کتاب کاروي او انسان وژونکي باروت به د قلم په رنګ بد
وي .