مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-27   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

سميع يوسف د تصوفي سندرو نوی ستوری(جلالزی)

 ((سمیع یوسف د تصوفي سندرو د آسمان ځوان ستوری))

لیکوال: ميرويس جلالزی

ترک تبار بریټانوی  سمیع یوسف د تصوف د نړۍ هغه وتلی سندرغاړی دی چې په ډیره کمه موده کې یې په اسلامي نړۍ کې ځان ته خاص ځای وموند.

د حقیقي میني انځورونه، خوږه موسیقي او زړه ښکونکی او جذاب غږ بل هغه څه دي چې د یوسف او نورو سندرغاړو د فن تر منځ ستر توپیر بلل کیږي.

سمیع یوسف ه نن څخه ۲۶ کاله دمخه په کال ۱۹۸0 کې د ترکیې هیواد  په یوه اذرې تباره  کورنۍ کې نړۍ ته سترګي پرانیستي او له تیرو پینځو کلنو را پدې خوا یې د له موسیقۍ او د موسیقۍ له ځينو الاتو سره تر ډیري میني وروسته د سندرو ویلو ته مخه کړه.

د سمیع یوسف لومړنۍ البوم په کابل ۲۰۰۴ کې بازار ته وړاندي شو.

سمیع یوسف

دا البوم   د لوی خالق او د کایناتو د ښایست په هکله جوړ شوی وو. د دې البوم په ټولو سندرو کې د کایناتو د خالق او د هغه دکمال ستاینه شوي او پکې ټول م سلمانان د خدای عبادت ته را بلل شوي دي.

دبینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو د سمیع یوسف د سندرو لومړۍ انځوریز البوم د نړۍ په کچه له تاوده هرکلي سره مخ شو او د خپریدو په هغه لومړۍ اونۍ یې شاوخوا دوه نیم ملیونه سیډي ګاني و پلورل شوي.

سمیع یوسف د دې البوم له خپریدو وروسته د تصوفي سندرغاړو په ډګر کې د یو ځلانده او نوي ستوري په توګه را څرګند شو او سندرو یې د ډیرو مسلمانو پیغلو او ځوانانو په زړونو کې ځای وموند.

د دې ا بوم له خپریدو وروسته سمیع یوسف چې اوس په لندن کې ژوند کوي د نړۍ ډيرو اسلامي هیوادونو ته سفرونه وکړل او هلته یې سندریزې نندارې جوړي کړي.

سمیع یوسف په خپلو کنسرټونو او ویډیو ګانو کې یوازي په خپله انګریزۍ ژبه نه ب که په ، فارسي، عربي او اردو ژبو هم سندري ویلي دي.

سمیع یوسف وایې : (( زه غواړم په خپلو سندرو کې د اسلامي نړۍ پر وړاندي د نورو ادیانو د پلویانو اوسنۍ خیال او فکر بدل کړم او د اسلام په اړه د هغوي په فکرونو کې هغه منفي انځور لري کړم کوم چې د اسلام او مسلمان تر نامه لاندي د دهشت ګردو د کړنو به پایله کې را توکیدلی او هڅه مي دا ده چې ټول مسلمانان یو والي ته را وبولم).

د سمیع یوسف لومړۍ سندره  د هغې افغاني سندري د کمپوز په اساس جوړه شوي کومه چې څه باندي دوه لسیزې دمخه سلما جهاني ویلي وه.

دا سندره په دري ژبه داسی ویل شوي وه :

(( بیا کې بریم به مزار ملا محمد جان— سیل ګل لاله زار ملا محمدجان))

خو سمیع یوسف بیا په همدې کمپوز په انګریزۍ ژپه خپله لومړنۍ سندره داسي ویلي:

 (( او الله د المایتی الله هو الله – پروتیکت می انډ ګایډ م ي الله هو الله ))
((وو تنها کان هي الله هو الله -  پادشاه هو کان هي الله هو الله))


د سمیع یوسف سند ي د نوري نړۍ تر څنګ په افغانستان کې هم ډير مینه وال لري او  وخت نا وخت یې ځیني سندري له راډیو ګانو او ټ ویزیونونو څخه خپریږي.
د هغه دوهم سندریز البوم ( زما مور) نومیږي چې د مور د مقام او منزلت په اړه یې پکې یو میر سندري ویلي.
په دې البوم کې د مور په اړه هغه څه ذکر شوي کوم چې په اسلام کې ورته ورکړل شوي.

سمیع یوسف د یوه ښه  کمپوز جوړونکي په توګه هم پیژندل کیږي. هغه د انګلستان د شاهي کورنۍ د کمپوز په ښونځي کې د کم پوزینګ په برخه کې زدکړي کړي.

سمیع یوسف اوس مهال د انګلستان په لندن ښار کې ژوند کوي او هڅه یې دا ده چې تصوفي سندري د پاپ  په قالب کې هم خپلو مینه والو ته وړاندي کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery