حسن دى بس حسن چې هم خداى
اوهم جانان دى
دې فنامكان كې بل مكان دلامكان دى
يودګلاب مخ كې چې پراته كوم جوابونه دي
نشته يوهم نشته
دمنطق په كتابونوكې
(غني خان بابا)
ديدار:ښكلاته ولې داسې تعريف نه پېداكيږي چې هرچاته
دمنلووړوي؟
غضنفر:ځينې شيان كېفي وي دانسان له ذوق سره تعلق لري دانسان له باطني قواووسره تعلق لري انسان يې په عقلاني قوت باندې په فكرباندې نه شي اندازه كولى انسان داسې وساېل نه شي ورته جوړولى چې هغه اندازه كړي نودداسې څيزونوتعريف ډېرمشكل وي نه يوازې دښكلابلكې دهنرتعريف تريوه ځايه ډېرګران دى دهغه څه چې مونږيې دخپل وجدان او ذوق په مرسته احساسوودهغودقيق بيانول ډېر مشكل وي ښكلاهم په همدې لړكې ده .
ديدار:اپلاتون وايي چې ښكلاپه هرځاي كې شته خودهغې دادراك لپاره خپل خپل معيار پكار وي څه خيال مودى هغه څوك چې مونږته دلته ښكلى دى دافريقاتورپوستوته به هم وي يانې ماحول په معياركې څومره توپيرراوستى شي؟
غضنفر:ماحول به ښكلاباندې ډېر اغېزكولى شي مختلف كولتورونه اومندني درجه ديوقام دښكلاپه برخه كې دهغوپه تعبير اوتفسيرډې اغېزكوي تامخكې افريقاياده كړه په يوه ټاپوكې ځينې تورپوستي چې عيسويان دي هغوۍ چې دمريم مجسمه جوړوله نوپه توروتيږوپسې ګر ځېدل دوۍ ته تورې تيږې ښكلې ښكارېدې داځكه چې تورې تيږې ددوۍ دښكلادمعيارسره برابرې وې، خوا وپايان معمولادمريم بي بي دمجسمو دجوړولولپاره په سپينوتيږوپسې ګرځي تاسودپښتوشاعري وګورۍ هرچرته وايي چې تور ې سترګې ،تورې زلفې ځكه چې دلته دزياتوخلكوسترګې تورې دي دوۍ ډېر ښاېست په توروسترګوكې ويني اوپه نګونوكې بيادغنمورنګ يادوي حميدبابا دغنمرنګونه په اغېزسره وايي:
پلارمې دغنمودانې ويوستله جنته
زه لاتمه داردغنمرنګودوفايم
كله چې په دې سيمه مغول راغلل دمغولوپوزې ټيټې وې سترګې يې نرۍ اووړې وې
نووروسته چې بياكومه انځورګري دلته راغله نوكه تاسودڅوپېړيوپخواميناتورونه وګورئ نوپه هغوكې معمولامغو
ي حسنونه دي ځكه چې غالب قام مغول وه اومغلوب قومونه معمولاداعادت لري چې دغالبوقامونوتراغيزلاندې راځي
دذوق په لحاظ هم دهغوپېروي خوښوي نونتيجه داده چې دماحول شراېط د ښكلادمعيارپه ټاكلوكې لوي لاس لري .
ديدار:وايي چې لېلادومره ښكلې نه وه لكه قېس يې چې څومره مجنون كړي وه كه راته ووايۍ چې ښكلادعاشق په سترګوكې ده دماشوق په مخ كې ده ؟
غضنفر:كېداى شي چې دواړه ځايه وي په دې اړه دښكلاپېژندنې دوه لويې نظر يې دي يوي ته دښكلاانفسي یا نظريه(subjective)وايي اوبلي ته دښكلاافاقي يا(objective)نظريه وايي ډيرخلك په دي ګروهه دي چي ښكلاهم په بهركي ده اوهم دانسان په زړه اوسترګوكي په دي اړه دشلمي پيړۍ دلوي ارواه پوه (كرل ګوستويونګ)خب ه داوريدووړده هغه وايي چي انسان نه يوازي فردي لاشعورلري نه يوازي هغه لاشعورلري چي له ماسره ديوفردپه توګه تعلق لري زماهيري خاطري پكي پرتي دي بلكي هرانسان يوجمعي لاشعورهم لري چي دټول انسانيت تجربي پكي شته هغه وايي كه څوك په چامين شي نوكيداى شي چي داهغه څوك وي چي دده په ټوليزلاشعوراومشترك انساني لاشعور كي له پيړيوپيړيوراهيسي دحسن په باره كي همدغسې يومعيارموجودوي نودي بي له دي چي په ځان پوه شي اودښكلاپه باره كي په خپله كوم تصورولري دلاشعوري قوتونوپه ذريعه چي هغه نه يوازي دده په خپل ژوندكي بلكي دده دنيكونوپه ژونداوتجربوكي ريښه لري نودي نظريي ته په پام سره سړي همداخبره كولي شي چي ښكلاهم دعاشق په سترګواوهم دمع وق په حسن كي ده دغي رواني نظريي همغي زړي خبري ته يونوي منطق جوړكړي .
ديدار:كه خبره دلاشعوراوم عياروي اوداهرڅه انسان له ځان سره راوړي وي نودښكلاپالني ذوق اوتنده له ماشومتوب نه ولي په زلميتوب كي ډيره وي ؟
غضنفر:په ماشومتوب كي دانسان مختلف قوتونه هم ماشومان وي ديوماشوم عقلاني اوجسمي قوت اوتجربي هم هغومره نه وي لكه ديوه لوي البته دمخالف جنس په اړ ه چي انسان كوم تصورات پيداكوي هغه دجنسي بلوغ له وخت سره تعلق لري ډير خلك ښكلااوجنسي غريزه بي ارتباطه نه بولي كه څه هم (زيګموين فرويډ)چي دجنسي قوي په اړه يي ډير تحقيقات كړي دي اودي غريزي ته دانسان په جوړولوكي ډيرزيات اهميت وركړي دي هغه په دي فكروه چي دښكلااحساس له جنسي غريزي سره ډيرتعلق نه لري.
ديدار:غضنفرصيب :ډاكټرسټيفين هاكنګ (dr stefen hauking)په خپل يوه كتاب (a breaf history of time)كي ليكي چي دنړۍ دبدلون په چكر كي به يوازي څوكسان ژوندي پاتي شي دابه هغه خلك وي څوك چي دښكلااوفطرت سره نزدي تعلق لري دچاپه ليكنوكي چي دفطرت عكس وي همداراز دپښتوژبي عظيم شاعر غني خان بابا هم استادبي نواته په يوه ليك كي ليكي چي هرشاعردي تل ځان دحسن غلام ګڼي هم په دي اساس انسان ځان دډيران نه باغ عدن ته اودفرش نه عرش ته رسولي دنړۍ نورولويوپوهانوهم داخبري كړي كه راته ووايي چي ښك ادهنرپه ښه والي اوبدوالي كي ولي دومره لوي رول لري ؟
غضنفر:په دي كي شك نشته چي هر په تول پوره هنر ، شعراوهرهغه ادب چي پاتي كيدونكي دي هغه بايد دانسان دفطرت ترجمان وي خودانسان فطر ت يوازي له حسن سره تعلق نه لري دانسان فطرت نوروډيروانساني تجربوسره تعلق لري حسن ډيراهم څيزدي خوحسن ټول ژوندنه دي ژوندله حسن نه ډير وسيع دي
ديدار:ژوندپخپله حسن نه دي؟يوه حسينه ډالۍ نه ده ؟تادژونددهرې بايللي شېبې ارمان نه دى كړ ؟
غضنفر:موږددې لپاره چې دحسن اهميت وښايويوداخبره كووكنه نوداخبره يوه تشبې ده دايوه استعاري جمله ده چې كله وايوچې ژوندحسن دى داډېره دقيقه خبره خونه ده په ژوندكې لوږه شته ،سيالي شته په ژوند كې لږې نه بلكې ېرې بدرنګۍ هم شته د ژوندپه اړه په دې وروستيوپېړيوكې داريون ډېرتحقيقات كړي دي داريون دژوند دچينوپه باره كې دژونددسرچينوپه باره كې دژوندداصل په باره كې ځان ډېرستړى كړى وه هغه خووايي چې دژونددارتقارازپه جګړه كې دي په تنازع كې دى يانې بقااوتكامل هغه مهال رامنځ ته كيږي چې انسان كله دطبيعت سره ،كله له بل همنوعه سره اوكله له نوروانواعوسره په جګړه كې وي حال داچې موږچې دحسن كوم تعبيركووپه هغه كې داجنګونه ن ته حسن په نهايت كې له سولې سره ډېر تعلق لري نه له جنګ اوله كينې سره خوداهله چې موږ دحسن مانوي اړخونه هم په نظر كې ونيسوزماپه خيال دوۍ چې داخبره كړې ده دوۍ حسن شا ېدپه لويه مانااستعمال كړى وي حسن يې شايددټولوم ثبتواړخونواستازى بللى وي كه هغسې يې وبولونوحسن همداسې دى خودابه بيايوڅه شاعرانه خبره وي .
ديدا :وايي چې دنړۍ ټول هنري تخليقونه ياپنځونې دحسن تراغېزلاندې شوي تاسوورسره اتفاق كوۍ ؟
غضنفر:زه به خپ
ه يوه شخصي تجربه درته ووايم ماكيسې ليكلي چې كيسه ليكل هم دهنر اوادب يوه برخه ده حسن پكې كله برخه لر
ې ده اوكله يې نه ده لرلې ماچې كله كيسې ليكلي دي يووخت مې يوژونددرلودبيامې غوښتي دي چې هغه ژوندبياراپه
يادكړم اكثره وخت انسان هنر ددې لپاره لولي يايې ويني يايې رامنځ ته كوي دى غواړي چې يوتېر شوى ژوندبيا
اژوندى كړي ياپه هغه ژوندكې دګډون زمينه مساعده كړي چې مادانسان په صفت نه دى كړى زه يوازې يوژوندكولى شم اوح
ېوان هم يوژوندكولى شي خوزه دانسان په حېث دنورودژوندپه اړه هم يوتصورلرلى شم خوحېوان يې نه شي لرلى چون ح
ېوان دبل چادژوندپه اړه تصورنه شي لرلى نودى هنرته اړتيانه لري خوزه دپخوانيوخلكواودراتلونكوخ
كوژوند,په دې اوسنۍ زمانه كې چې خلك ژوندكوي دهغوۍ په اړه يوتصورلرمه خوهغه ژوندكولى نه شم خوارزومې داوي چې
دهغوژوندهم احساس كړم يانې خپل ژوندلاډېرشتمن كړم نوددې لپاره ياهنررامنځ ته كوم ياهنراورم وينم اولولم
دغه ذريعې دي چې زه په حقيقت كې خپل ژوند پرې غني كوم يانې غواړم چې په لاډېرژوندكې تخيلي ګډون وكړم دخپل ژوندتج
به له هنرسره غني كړم داتجربه ډېره وسيع ده اړينه نه ده چې له حسن سره دې خامخاتل تعلق ولري دژوندډېرې تجربې
دي چې هغه له حسن سره ډېرتعلق نه لري يوخړدېوال چې چپه شوى دى كېداى شي ښاېست ونه لري خوانسان ته يوڅه وېل غواړي
هغه په هنري موضوع بدلېدى شي هنرزموږله ټولوجذبوسره تعلق لري په هغه كې قهر،مينه ،خواخوږي اونورډېرڅ
يزونه شامل دي
دهنريوه لويه موضوع له مرګ سره مقابله ده داله حسن سره چندان تعلق نه لري موږ غواړوچې وواسو
.يووخت ماته يوچاووېل چې زه له ژوندڅخه يوازې يوشى غواړم، هغه داچې كه زه مړهم يم خوچې ددې دنياله حاله خبر
م زه ددې مالوماتوتږى ىم .
په هنركې مونږ دمالوماتوتنده هم لروزه چې كله ماښام په ښاركې ګرځم نودكورونوڅ
اغونه بل وي اودشيشوترشادې رڼاته وګورم نوډېرعجيب هوس وكړم چې كاشكې ددې شيشوله ورهاخواژونده خبرواى يوه مو
څه كوي ،يوماشوم څه كوي،يوه نجلۍ څه كوي يوهلك څه كوي دوۍ څه خبرې كوي
داپه حقيقت كې له حسن سره هېڅ تعلق نه
ري دادمالوماتوتنده ده انسان ډېروسيع وجوددى چې حسن دده د ژونديوازې يوه تجربه ده البته مهمه تجربه خوټوله
تجربه يې نه ده .
ديدار:دسكروټې رنګ هم سوردى اودګل رنګ هم دسكروټې هرڅوك مينه وال دى
خودګل يوهم نه ستاسوپه يوه كيسه كې يوهلك په يوې نجلى مينيږي هغه بداخلاقه وي په بلې مينيږي هغه په ښوونځي
كې تمبله وي بيايوه شپه داهلك خوب ويني چې دااوهغه ټولې جينكۍ په يوې نجلۍ بدلې شوې وي په دې وخت كې هلك راوښيږي
اوشكرباسي چې دريښتياووپه جهان كې داسې يوڅوك نشته كنه نودى به ټول عمر دچاغلام وه كه راته ووايي
چې اخلاق په
حسن څومره اغېزلرلى شي.
غضنفر :انسان اقدارلري چې په دغواقداروكې يې درې ډېر زيات مهم دي يوښېګڼه بل حسن
اوبل حقيقت داديوه انسان عالي اقدار دي دغه اقداركله كله يوله بله بېلولى هم نه شو ديوه انګرېزپوه يوه م
هوره جمله ده وايي چې حقيقت حسن اوحسن حقيقت دى ددې ماناداده چې داسره نژدې دي كه يوڅوك ډېر ښكلى وي اواخلاق
ونه لري نودده ښكلاراته ښه نه ښكاري زماپلاريوه خبره كوي وايي چې په دې حشراتوكې يوه ډېر ه ښكلې حشره لړم دى
خودهرچابدايسي ځكه چې
نورضررونه پېښوي دغه رازله حقيقت سره هم تعلق لري زه به په شعركې بېګه دركړم يوشعركه
هرڅومره هم ته ښكلى وګڼې خوچې له حقيقت سره يونرى تارونه لري زړه ته دې نه لويږي هنركه هرڅومره خيالي وي په
يوشكل داشكالوبه يې منې چې هوداسې كيږي دغه منل په حقيقت كې ريښه لرل دي دغه رازله وجدان سره له ښېګڼې سره كوم
پخواني بادشاهان چې وه نوهغوۍ به دربارونه لرل دوۍ به شاعرانوته ډېرې پېسې وركولې چې ددوۍ مدحې وكړي زركاله
پخوادسلطان محمودغزنوي په وخت كې يوشاعروه چې انزوري نومېده وېل كېږي چې ده دسروزروانغري لر ل ده به داټولې پېسې
په مدحوكې ګټلې نودغوشاعرانوټول زور په دې لګولى وه چې ښه شاعري په مدحه كې ده خودغه مدحه يې دوجدان په حكم
نه كوله دغه مدحې په ډېرولحاظونوشهكارونه وې خوكامل شهكارونه اوښه ادب ځكه ورته نه شوويلى ځكه چې له دې
دريواقداروڅخه پكې سرغړونه شوې وه نوهغه كه به هرڅومره ښه شعروه خودظالم مدحې به پكې يوعېب پېداكړاوددې عېب په
وجه به دايوناقص اثربلل كېده،نوفكركوم چې دادرې سره تړلې خبرې دي دادرې عالي اقدار له يوبل سره نژدې تعلق لري
.
ديدار:ډاكټر رودوال وايي چې:
دڅېرې خبره مه كوه جانانه
هسې روح مې ستاپه روح باندې مين دى
هېڅ معيا
توپيردمينې دودكې نشته
هرمين دچاپه روح باندې مين دى
په دې اړه موڅه خيال دى كه داسې نه وى نوانسان به هره ګړۍ نه مينېده ؟كله چې سترګې دروح ترجمانې شي اودمخامخ روح په معياربرابرشي نومينه رامنځ ته شي مينه له روح سره منىۍ كه له روح سره ؟
غضنفر:داخوشعردى په دې باندې شاعرانه بحث كېداى شي، خونوربحث ورباندې ګ
ان دى دروح په حصه كې خوهغه خلك چې مومن دي اوپه دې باورلري چې روح شته نوهغوۍ به دمسلمان په صفت قران هم مني
په قران مجيدكې راځي چې :(ويسألونك عن الروح فل الروح من امرربي ومااوتيتم من العلم الاقليلا)نوموږاوتاسي لو
وچې روح دالله له امره دى اودهغه په حصه كې موږمالومات نه شولرلى.
ډاكټرصېب رودوال خوشاعرانه خبره كړې ده كه
له شعرنه رااوړواودښكلاپېژندنې په فلسفه كې خبرې كوونوبياداسې شعردښكلاپېژندنې په بحثونوكې نه شوتشرېح كول
.نواسلام هم وايي چې دروح په باره كې انسان مالومات نه شي لرلاي نوپه داسې يومجهول څيز به سړى څنګه بحث
وكړي.
ديدار:ځينې شاعران حسن ته لمبه اوراو....وايي اوځينې يې بياارتقاته درسېدوپوړۍ ګڼي ستاسوپه خيال په دوۍ كې بريالي هنرمندان څوك دي ؟
غضنفر:زه به بياهم فرويډته لاړشم فرويډپه خپله ارواپوهنه كې يوه اصط اح لري چې (Sublimation)ورته وايي موږ هغه تصعيدبولويعنې له ارتقاسره اړيكه لري هغه وايي چې انسان خپله جنسي غريزه ياليبيدو ډېروخت داسې كاروي چې دده دارتقاسبب شي دبيلګې په توګه كه يوڅوك شعر ليكي نودى مادي اورواني انر ژي په يوه عالي شي بدلوي ياكه يوڅوك ساېنس پوه دى هغه همدغه حېواني رواني انرژي ،ليبيدوياجنسي غ يزې نه په حقيقت كې سره زرجوړوي ځكه دانسانيت دخېرلپاره، دحقيقت دکشف لپاره اودانسان دبقا اوترقۍ لپاره نوښه خبره خوداده چې حسن له ارتقاسره تړلى وبولودابه په خېروي اودابه دفرويډله خبرې سره هم اړخ ولګوي اوداچې څوك يې سوراوربولي يايې سكروټه بولي نوداشاعرانه خبرې دي دحسن په باره كې له ځينوتجربوسره تعلق لري نوسړى يې ډېرې هوايي نه شي ګڼلى .
ديدار:غضنفرصېب هرڅوك له نورونه په ځان كې ډېره ښكلاويني تاسوليبيدو ياده كړه نوماته دنارسيسيزم موضوع راياده شوه ځكه چې فرويډپه دې دواړوباندې يوځاى بحث كړى دى كه راته ووايۍ چې په نارسيسيزم اخته كسان دټولنې په ګټه دي كه په زيان؟
غضنفر:دناسيسيزم په برخه كې هم ډېرتحقيقات شوي دي نتيجه يې تقريباداد ه ،چې كه انسان بيخي نارسيسيزم ونه لري نوبيادځان لپاره هم څه نه شي كولى انسان باېديوڅه په ځان مين وي چې لوى كارونه وكړي خودابياتوپيرلري يوسړى په ځان مين دى خوله دې لارې مين دى چې نوروځپي ,دى ډېرقد ت ولري اونور تحقيركړي دنوروپه وړولوكې خپله لويي ويني داهم ناسيسيزم دى يوڅوك لګيادى شپه اوورځ خولې تويوي شپه اوورځ فكركوي غواړي چې انسانيت ته خېرورسوي دى داخېر ددې لپاره هم رسوي چې دى په مهم انسان بدل شي چې نو ووايي چې داعالي انسان دى نوداهم نارسيسيزم دى نونارسيسيزم هغسې هم تعبيرېدى شي هغه شكل هم نيوى شي اوداهم اوكه انسان هېڅ نارسيسيزم ونه لري داپه حقيقت په رواني لحاظ پخپله يوعېب دى خوكه دانارسيسيزم له مع ول حده تېرشي لكه دهټلر نارسيسيزم شودسټالېن شودنوروظالمانوډېرنور خلك دي چې هغومره زورنه لري خوډېرسخت نارسيست دي نوناسيسيزم په خپله نه ګټه رسوی نه تاوان خبره داده چې نارسيسيزم داانسان كومې خواته هدايت كوي كه ځان داسې غواړي چې خدمت وكړي اوله دې لارې ځان لوى كړي نوداخويې ټولنې ته ګټه ورسوله اوكه ځان داسې لويوي چې نورترپښولاندې كړې نودايې ټولنې ته زيان ورساوه نارسيسيز م في النفسيهي نه ټولنې ته ګټه رسوي نه زيان داپه هغه انسان پورې تړلې ده چې دى څنګه كار ترې اخلي.
ديدار:خداى دې ښه لره چې دومره ډېروخت راسره
كښېناستۍ
غضنفر:خداى دې راوله