مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-11-04   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

افغانان بارک اوباما تر مکين غوره ګني( رپوټ)

ځېنې خبریالان وايي د امریکا د انتخاباتو په اړه د مرکو په لړ کې ورته په ډاګه شوې چې ګڼ افغانان د ‌‌ډېموکرات ګوند کاندید بارک اوباما تر جان مکین غوره بولي.  د امریکا د متحدو ایالاتو د نومبر په ټاکنو کې د ډېموکرات ګوند کاندید بارک اوباما او جم هوري غوښتونکی نوماند جان مکین، د افغاني رسنیو لپاره هم خبر جوړونکي دي.  په افغانستان کې په ورځپاڼو او سنیو کې هره ورځ خبرونه او مطالب د اوباما او مکین په اړه خپریږي.  ځېنې خبریالان بیا وايي د امریکا د انتخاباتو په اړه د مرکو په لړ کې ورته په ډاګه شوې چې ګڼ افغانان د ‌‌ډېموکرات ګوند کاندید بارک اوباما تر جان مکین غوره بولي. عبدالروف لېوال چې په پژواک خبري اژانس کې خبریال او اېډېټر دی وايي ډېری افغانان له اوسنۍ روانې وضعې چې ناامنۍ پری سېوری غوړوی نا راضه دي؛ همدا له امل دی چې افغانان یو بدلون غواړي او د اوباما د انتخاباتي کمپاین شعار هم بدلون دی. په افغانستان کې ډېری سیاسي فعالین او د اوضاع څارونکي د امریکا د متحدو ایالاتو د نومبر انتخابات له نېږدی څاري، دوی پدی باور دي هر څه چې په امریکا کې په ټاکنو کې پېښیږي، پر افغانستان خپل اغېز غورځوي.  د پوهنتونونو استادان او محصلین بیا د نړیوال تلویزیونونو او انټرنېټ له لاری د امریکا انتخابات تعقیبوي.  په افغانستان کې په دی امریکايي پوهنتون کې ګڼ محصلین وايي دوی په دی تمه دي یو داسې څوک د امریکا نوې جمهور ریس شي چې افغانستان ته یې زیاته پاملرنه وي. په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون محصلین چې د نورو زده کړو ترڅنګ د امریکا سیاسي سیستم په اړه هم معلومات تر لاسه کوي. مونږ تری په امریکا کې د انتخاباتي مبارزی او دا چې څوک د امریکا د نوې اداری مشرۍ ته راشي، پوښتلي. دا ډول ځېنې محصلین بیا وايي د افغانستان موضوع د امریکا د انتخاباتو دواړو کاندیدانو لپاره مهمه ده.  دوی وايي د اوباما وروستی سفر چې افغانستان ته یې درلود وښوده که هر څوک د انتخاباتو ګټونکی شی تر کورني اقتصاد وروسته افغانستان به یې په لومړيتوبونو کې وي. د کابل ځېنې ښاریان وايي دا چې امریکا په افغانستان کې نظامي حضور لري. نو ددغه هېواد ټاکنې هم اغېز لرلای شي. خو ددی ښار ځېنې اوسېدونکي د افغانستان په اړه د اوباما د پالیسو نه خوښ ښکاري. د کابل ښار اوسېدونکی یوه ښاري وویل دی د امریکا له نوي ولسمشر نه غواړي چې په افغانستان کې دی جګړه نور ودریږي او سراسري سولې ته دی کار وکړي.

        

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery