مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-11-07   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

دکوچيانو او ځايي خلکو د ستونزو د حل لارو څيړل ( رپوټ)

تدبير

دکوچيانو او ځايي خلکو د ستونزو د حل لارو ورکشاپ

پورتنى سرليك د هغه درې ورځني کار ځای ( ورکشاپ) دى چې د ۱۳۸۷لمريز كال د لړم په يوولسمه نيټه په خوست ولايت كې د قومونو د اړيكو دفتر له خو جوړ شوى ؤ.

په دغه وركشاپ چې تر درې سوو زيات قومي مشران، علماء او د خوست ولايت دولتي چارواكو په كې ګډون درلود، په ولسي جرګه كې د خوست ولايت استازي هم له كابله ورغلي وو.

دا درې ورځنى وركشاپ چې هدف يې په جنوب ختيز كې د كوچيانو او ځايي خلكو د ستونزو د سو ه ايز اوږدمهالي حل د ستراتيژۍ لومړى ګام ؤ او مقاصد يې په لاندې توګه وو: 

د كوچيانو او ځايي خلكوتر م نځ د سوله ايزې يو ځاى اوسيدنې ميكانيزم رامنځته كول څو دولت ته  د شتو  ستونزې حل لارې ورپه ګوته شي او د خوست حكومت ته يو ډراپ ميكانيزم وړاندې كړي.

د خوست له حكومت سره په دې باره كې مرسته چې د ځايي او كوچيانو د حل لپاره په سوله ايزه توګه د ډيالوګ يا خبرو اترو زمينه برابره شي.

د كوچيانو او ځايي خلكو تر منځ غټې ستونزې په ګوته كول او ځان پرې ښه پوهول.

كليدي خلك په ګوته كول چې د پورته ستونزو حل لارې ولټولى شي.

د كوچيانو او ځايي خلكو يو پر بل باور رامنځته كول او د ستونزو حل لپاره نورې لارې چارې هوارول يا په ګوته كول .

د يوې بلې داسې جرګې يا وركشاپ ميكانيزم جوړول چې په دوديزو بنسټونو ولاړه وي او د حكومت سره د ستونزې په حل كې مرسته وكړي.

د ستونزې د حل لپاره او د يو داسې ميكانيزم جوړولو وړانديزونه راټولو چې په خوست كې له حكومت سره د كوچيانو او ځايي خلكو تر منځ د شخړو په حل كولو كې مرسته وكړي او په نړيوال معيار او اوسني حكومت كولو برابر وي.

د يادولو وړ ده چې په خوست كې اوو داسې ولسوالۍ دي چې تر ۵۰۰۰۰۰ كوچيان او ځايي خلك په كې ګډ ژوند كوي او د ځمكو، څړځيونو، دښتو اوغرو رغونو باندې سره دعوې او شخړې لري. دغه اووه ولسوالي لكه:

متون

شمل

لكڼ

تريزي

بك

يعقوبي

ګربز

د وركشاپ په لومړۍ ورځ د موضوع سره سمې ويناوې وشوې. په دويمه ورځ درې كاري ډلې جوړې شوې چې په يوه كې كوچيان وو، په بله كې د اوو يادو شويو ولسواليو ځايي خلك وو چې له كوچيانو سره ستونزې لري او په درېمه كاري ډله كې د خوست د هغو سيمو قومي مشران وو چې له كوچيانو سره كومه ستونزه او دعوه نه لري.


ټولو د سوله ايز ژوند له پاره خپل نظرونه وركړل او ټول په دې سره سلا وو چې د جګړې پر ځاى په جرګه خپلې ستونزې حل كړي.


د خوست والي ارسلا جمال د غونډې لومړى ويناوال ؤ ده لومړى د جرګې په اهميت خبرې وکړې. او ورپسې داوسني ورکشاپ په اړه وويل چې دا وركشاپ يا غونډه د فيصلې نه بلکې دنظر څرګندو و ده. 


د قومونو د اړيکو دفتر به اساسي نظرونه راټولوي او د دولتي چارواکو سره به يې شريکوي. دورک اپ هدف د حل لارووړانديزونه دي او راغلي چارواکي او د ملي شورا راغلي غړي به يې په مرکزي دولت کې مطرح کوي.


مونږ نورې سترې ستونزې لرو چې هره لحظه راته ګواښ دى، خپل منځي قومي ستونزې بايد له منځه يوسو څو د نورو هيوادنيو ستونزو حل ته وخت ومومو.


په قومي چارو کې د ولسمشر مرستيال سلاکار وزير انجنير وحيدالله سباوون:


ولسمشر ستاسو د ښو نظرونو ته سترګې په لار دى . سوله ترقي اوپرمختګ راوړي او جګړه ورانۍ او ب بادۍ راوړي. جرګه د هيچا په ګټه نه ده. سباوون په خوست كې د قومونو د اړيكو دفتر جوړ شوي د شخړو د حل كمسيون ستاينه وكړه  اودا غونډه يې د هغوى دزيار پايله وبلله. ده دا هم وويل: د دولت هدف د ستونزې حل دى هغه که په څا نوالۍ او محکمه کې وشي او که د جرګې له لارې . د دولت له خوا دا غونډه تاييد ده. تاسو هم بايد په تدريجي توګه د ستونزو په حل کولو کې مخکې لاړ شئ.


سباوون درې څيزونه اړين وبلل:


ډيالوګ يا مذاکره.


دويم پرمختګ

درېم مخنيوى.

هر هغه څه چې د افغانستان د ملي حاکميت خپلواکۍ او نظام خلاف وي د هغه مخه نيسو .

که د هيواد امنيت خرابېږي بايد له قومي او ګوندي اوهر ډول اختلافه تېر شو.

د افغانستان د سلامتياپلويان يو هغه که دملي حاکميت،اسلاميت، امنيت، ترقي اوهر شي سلامتياوي. دخوست په سلامتياکې ستاسو س امتياده بايد زيار په کې وباسئ. او د هغه چا تر منځ چې ستونزه وي ذهنونه يې پاک کړئ او حل لارې منلو ته يې چمتو کړئ.

قومي مشر او د  قومونو د اړيكو د شخړو د حل د كمسيون غړي حاجي اسماعيل خان وويل:

خوشال يو چې د دوو داسې ډلو يا پريکو ترمنځ په ستونزه غږېږو چې د پلرونواو نيکونو له وخته راروانه ده. زه د دې پلوى يم چې ج ګه د حل لاره ده. نه جګړه. په خوست ولايت کې له ډېرې پخوا راهيسې يو ځاى اوسيدل دود وو چې کله کله به يې وړې وړې ستونزې هم تر منځ پېښېدې. دغوايي دکودتا په راتګ سره له هر چاکور کلى پاتې شو او د جهاد په بري سره بېرته خوست ته اغلو اودهر کور نفوس او اړتياوې زياتې شوې وې نو کور څړځى اوځمکې ته يې اړتيا پېښه شوې وه همداراز کوچيانو هم پخواپه يوه خيمه کې ژوند کولو اوس يې اړتياوې زياتې شوي چې بايد کور کلى ولري نوستونزې راپيداشوي اودحل لپاره د والي صيب په نوښت او د قومونو د اړيكو په مرسته د شخړو د حل کمسيون جوړ شو چې د جګړې پر ځاى په جرګه ستونزې حل شي . والي صيب په دې اړه زمونږ سره پوره همکار ؤ چې د ښاغلي سباوون سره يې هم زمونږ ليدنې کتنې ته لاره هواره کړه او همداراز مو په ملي شورا کې د کوچيانو دوکيلانو سره هم وکتل. همداراز د خوست له وکيلانو سره هم خبرې وشوې . د ټو و ليدلوپايله داشوه چې بايد ورکشاپ جوړ شي  اوهغه ورکشاپ همدانننۍ دى.


د كوچيانو قومي مشر نعيم کوچى:


دا غونډه تاييدوو. پخوا وختونو كې  د ځدراڼو او کوچيانو تر منځ ډېره ستره ستونزه وه او په س ګونو مړي يې تر منځ شوي وو چې د جهاد په وخت کې په ميرانشان کې جرګه وشوه او روغه يې وشوه.


همداراز مو له طوريوسره شخړه وه چې مړي مو يوله بله سره تښتول اوبونګې مو پرې اخيستې چې دا کار يعنې بونګې له هر ډول اصولو خلاف وو .داجرګه هم وشوه او اوس روغه شوې او ستونزه نشته.


کوچي وويل د جرګې رهبري مهمه ده . که رهبري خرابه وي نوجرګه بيافتنه ده. پخوا به که ستونزه پېښه شوه او په محکمه کې به هم نه حل کېده نو جرګې ته به يې سپارله اوس هم بايد د جرګې ارزښت په خپل ځاى خوندي کړو او کار ترې واخلو. نن سبا په هزاره جات کې د کوچيانو مړې خښولو ته هم اجازه نشته محقق او مدبير يې ملاتړ کوي کوچيانو د دې هيواد لپاره قربانۍ ورکړې اوس دا يو ښه پيل دې  غوټه چې په لاس خلاصيږي خولې ته يې اړتيا نشته ، وينه په وينه نه منيځل کيږي خو خبره دجرګې په رهبريت کې ده بايد سم او يښتونى وي


ميربت خان منګل چې په ملي شورا كې د خوست استازى دى د جرګو په ډولونو خبرې وكړې او دا وركشاپ يې اغېزمن وباله.


په ولسي جرګه كې د خوست د خلكو استازي سيد ګلاب زوى وويل:


 مونږ بايد له ځانه  پيل وکړو سوله په هيواد او خپله سيمه کې راولو دپخوانيو مشرانو په څير بايد ښو ته ښه او بدو ته بد ووايو زما يوه غوښته داده چې د خپلو قومونو ترمنځ اتفاق وغواړئ


دخوست پوهنتون رييس :


دخوست ومې مشران بايد د جرګې کار واخلې او د کوچيانو سره دي خپلې ستونزې حل کړي او په هغو ځايو کې دې ميشت کړې چې خوستيان ورته اړتيا نه لري  دا غونډه پيل دي په ايماندارۍ پرې فکر وکړو او نظر ور کړو 


د خوست قومي مشر ح اجې ناظم


فکر کوم چې قومې جرګه مړه هم نه ده  خو چاپه کار هم نه ده اچولې د کوچيانو سره ستونزې وخت په وخت رامنځته شوي او قومي  مشرانو يې تر منځ خبرې کړي دي قومې مشران جرګه کوي خو كه حکومت يې ملاتړ ونه کړي او جرګه يي عملي نه کړي نو قومي مشر له پښو غورځيږي   کوچيانو ته مونږ نشو ويلى چې د افغانستان نه يئ او نه هم خپله برخه ور کولى شو مونږ د حکومت پوره ملاتړ کوو  خو حکومت بايد زمونږ پريکړې عملي کړي


د ملې اردو قومندان جنرال اسرار


په جرات سره دا وايم  چې دملې  اوردو ځواکونه په قومې شخړو او ستونزو کې د يو قوم او يا ډلې پلوي نه کړې او نه به يې وکړي

د خوست قومي مشر او د شخړو د حل د كمسيون غړى رسول محمد تڼى

کله نه چې کميسون جوړ شوى مونږ د ستونزو د حل په اړه خپلې هڅې  کړي او يو شمير ستونزې مو حل کړي دي چې د كوچيانو او ځايي خلكو د ستونزو په حل كې به هم خپلې هڅې ونه سپموو.

د غونډې درېمه ورځ نتيجه اخيستنه وه چې ټول سره په دې سلا شول چې په راتلونكې كې د شخړو د څېړلو او حل لارو لټولو يوه جرګه يا كمسيون جوړ شي او په دې اړه دوامدار كار وكړي.

تدبير -داړيكو د دفتر د رسنيو مسؤول

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery