دننګرهار ادبي بهيرراپور
١٣٨٧لمرېز کال دلړم په
١٣نېټه ، ننګرهار ادبي بهير د تير په څير بيا هم خپله اونيزه ادبي ناسته د اطلاعاتو او کلتور رياست په تالار
کې د دود په خلاف؛بې دکلامې پاک له تلاوته او دتيرې غونډې دګزارش په نه درلو دلو سره پيل کړه چې د درېځ چارې يې فرهاد
پيلوځي پرمخ وړلې. دغونډې لومړۍ برخه کره کتنه وه چې موضوع يې ارشاد رغان ته په تيربنډار کې سپارل شوې وه چې پرځاى
يې د رغان دنه شتون له امله د مبارز فيروز غزل کره کتنې ته وړاندې شواو دبهير والو لخوا پرې خبرې وشوې چې دغزل مط
ع يې وه.
ته وايه، څنګه به زما ترېنه ګيله نه راځي
زما پوښتنې ته ټول راغلل خو هغه نه راځي
استاد محمد ابراهيم همکار يې اوسني عصر او معشرې ته په کتو سره ملاتړ وکړاو همدارنګه عبدالقهار ډاډ هم
داستاد همکار نظر تايد کړاو ويې ويل خوکه لږ مخکې لاړ شو دپښتنو په کلتور کې مينه ښکاره نه وي پټه وي او که ښکا
ه شي بيا يې هر چاته انجام معلو م دى، او بله دا چې پښتنې پېغلې چې تل دحيا ډکې وي نو دا کله کېداى شي چې دخپل محبوب
پوښتنې ته دې راشي، خو فريد احمد هلال وويل چې مينه په پښتنو کې نغښتې ده پښتانه مينه کوي پدې غزل کې خو هم نه
ده معلومه چې شاعر کومه مينه ښايې .
فريد همکار وويل که په مطلع کې د ته وايه ، څنګه به زما ترېنه ګيله نه
اځي پر ځاى که ملګروڅنګه به زماترېنه ګيله نه راځي راشي نو څنګه به وي .
زما سلګۍ وې هغې سرې سترګې راونه کت
زه يې ونه سومه هغه دچا په ښه نه را ځي
د غزل په دې بيت استاد محمد ابراهيم همکار وويل چې دواړه نيم
بيتي يې سره په خپل منځ کې يو نا زک تړاو لري چې دى تر اخر وخته پورې دخپل محبوب په انتظار وي او دعمر تر
پاى ځان خپل مخبو ب ته سپيلنى کوي خو محبوب ورته موقعه نه ورکوي .
فريد احمد هلال وويل چې زما په
اند دغه بيت کې شاعر دهندوانو د سوځونې دود ته اشاره کړې .
موسکۍ شي غلي شي چې غيږه ورته پرانيزمه
نه
اته ښه کوي او نه وايي چې نه، نه راځي
ددې بيت په اړه فريد احمد هلال وويل چې زما په اند د يو کليوالې م
ينې انځور يې پکې راخيستى او محمدخالد مسکۍ شي، غلي شي کليمې درضايت نښه وبلله
پښتون خو يمه ، خو چې څ
نګه يې غوسه ووينم
غلى ولاړيمه څه نه وايم ، غوسه نـــــــــه راځي
شېر عالم امله وال دغه بيت ډېر
وستايه او وې ويل چې په دغه بيت کې يې د پښتون ولس د صبر او زغم انځور ګري کړې او بله دا چې نړېوال پښتانه يو
جنګيا لى قوم بولي خو ددې بيت څخه ځرګنديږي چې پښتون جنګيالى قوم نه دى بلکې يو سو
ه خوښوونکى قوم دى
د چېنې غاړه کې فيروز دچا په تمه ناست دى
څوک ورته ووايې چې شپه ده نورراځه
نه راځي
دغزل دغه مقطع همکار استاد وستا يله اووې ويل چې دقافې له لحاظه ستونزه نه لري رديف دقافې س
ه پخلاکېدونکى دى دفورم له لحاظه غزل دى چې هر بيت يې بيله موضوغ او مفکوره لري دغوڼدې دوهمه برخه
ازاده مشاعره وه چې پکې امان الله اميري ، رحمت الله زيار مل ، ولي والله منصور، ميوند شينواري ، انورالحق
يرغل ، واحدالله داد رس او په لسګونو نورو شاعرانو او د ادب مينوالو بر خه اخېستې وه .
د مشا عرې
په پاى کې داطلاعاتو او کلتور ريس اورنګ صميم دهېواد دپياوړې حماسي شاعر ملنګ جان د تلين لمانځنې په اړه
مشورې شرېکې کړې او زيا ته يې کړه چې پدې نږدې څو ورځو کې به يې تر سر ه کړو. ديا دونې وړده چې دغونډې دکره کتنې
برخه د بي بي سي راډيو خبريال ببرک ميا خيل
لخوا (ستا سو نړۍ ) خپرونې لپاره ثبت شوه .
ګـــــــ
ــــــــــــــــــزا شګر: عــــــــــبــدا لــقــــــــــــــــهار ډاډ ( خاورې )
بــــــ
ــــــــر ېــښـــــــــــــنا لـــــــيـک:abdulqahardad@yahoo.com
گرځـــــــــــــــنده شمېره : 0774166590