مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-11-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د گلبهار نساجۍ فابریکه ( رپوټ)

عبدالله میاخیل

د گلبهار نساجۍ فابریکه ( رپوټ)

دگلبهار نساجۍفابريكه دعبدالمجيد زابلي په وړاندېز په ديارلس سوه دوه  ديرشم هجري شمسي كال كې د شاه محمود خان په وخت تاسيس شوه. هغه مهال دفابريكې ټولو انجينرانو دالمان په هيواد كې خپلې لوړې زده كړې ترسره كړي وي.
دگلبهار نساجې فابريكه د ديارلس سوه اوپنځوسم هجري لمريز كال پورې په ميليونو متره رخت توليداوه.
 په ياده شوي فاب يكه كې شپږ سوه كارګرانو ته دشپي لخوا دليلي اسانتياوې برابرې شوي وي. او همدار راز په فابريكه كې يوه د كنف انسونو تالار، ګلخانه،او جومات دالمان هيواد په مرسته جوړه شوي وه چې اوس مهال دغه خبره ديوې كيسې په ډول خ كو ته ښكاري.
دګلبهار نساجي فابريكي ته دسروبي دبريښنا بند څخه برق راته. او په ديارلسوه دوه څلويښتم هجري لمريز كال دوخت لومړي وزير لخوا افتتاح او گټې اخيستنې ته وسپارل شوه. چې ټول كارګران يې شاوخوا دولس زره تنوته رسيده اوپه  درېو شفتونو كې يې كار كاوه.چې لدې جملي څخه اتلس تنه بهرني انجينيران هم په دنده بوخت وو.
دنساجى فابريكي دكمپل جوړولو كارخانه په ټوله نړۍ كې پيژندل شوي وه اوددې  فابريكې څخه دململ تان او يوشم ير نورقيمتي  رختونه دهيواد څخه دباندې ان داروپايې هيوادونو په بازارو كې په لوړ قيمت پلورل كيدل.
يوشم ير اقتصادي كارپوهان د ګلبهار نساجي فابريكې په اړه وايې كه چيرې ياده شوي فابريكه له سره ورغول شي نو دهيواد په اقتصاد كې به خورا مهم رول ولوبوي.

خوكله چې په هيواد كې جګره پيل شوه نو دګلبهارنساجي فابريكه هم په جګرو كې يوڅه زيانمنه شوه خو په بشپړه توګه له منځه نده تلې په داسې حال كې چې يوشمير ماشينونه يې هم شته چې په ناچيزه پيسو له سره رغول كيداي شي پرته دګنډولو ماشين څخه چې د وخت په تيريدو او دعصري ټكنالوژۍ په راتګ سره د استفادي وړ ندي مګر نور ټول ماشين الات چې د المان هيواد توليد دي په خپل حال پاتې دي اوكه چيرې له سره ورغول شې نو  هماغه خپل پخوانې توليد كولاې شي.
دنساجي فابريكي كاركونكي وايې كه چيري دولت ياده شوي فابريكه له سره ورغوي نو دوې ددې وړتيا لري چې پرته له بهرنيو انجينيرانو دفابريكي چارې  پيل كړي.
خوبل لورې دكاپيسا والي غلام غوث ابوبكر دګلبهارنساجي فابريكي په اړه وايې كه دوې ياده شوي فابريكه دوې  له سره وغوي  نوبياهم  دبريښنا دنه شتون له امله فابريكې خپل چارې نه شي ترسره كولاي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery