په نوي ډيلي کې د افغانستان د لوى سفارت
د فرهنګي چارو له مسؤل او په همدې ښار کې د جواهرلال نهرو پوهنتون د پښتو څانګې له پخواني مشر پروفيسور عبدا
خالق رشيدسره په هندوستان کې د افغاني واکمنانو د تاريخي ميراثونو په اړوند د کندهارملي راډيو ټ
وېزيون ځانګړې مرکه.
دغه مرکه سید معروف همدرد په نوي ډيلي کې له پروفیسور عبدالخالق
شید سره کړېده.
پوښتنه: د اطلاعاتو او کولتور وزارت غواړي په هند کې د افغاني واکمنانو
تاريخي ميراثونه په يو څېړنيز راپور کې راغونډ او د ټلوېزيون له لارې تر خلکو ورورسوي. د دې موضوع د اهميت په
اړوند ستاسو نظر څه دى؟
ځواب: د يو ملت د ژوندي ساتلو، د يو ملت د بيدارولو او د يو ملت د
بقا لپاره د هغه ملت تاريخ ډېر مهم دى. د هغه تاريخي ارزښتونه د راتلونکي ژوند د لرليد په لوري له يوه ملت سره
لويه مرسته کوي. د افغانانو د تاريخ يوه مهمه برخه د هندوستان په خاوره کې تېره شوېده. د دغه لړۍ څخه په تېرو څلو
و لسيزو کې زموږ ځوان نسل ډېر بې خبره پاتې شوى دى. که څه هم ډېرو ليکوالو د پښتنو د تاريخ پر دغه څپرکي ليکنې
کړي، کتابونه يې پرې ليکلي چې اوسني نسل ته په ميراث پاتې شوي دي. په اوسنيو شرايطو کې يوازې ليکنې د پښتنو د تا
يخ دغه برخه په هند کې ژوندۍ نه شي ساتلى. ځينې تاريخونه او کيسې بايد په حقيقي بڼه عامو وګړو ته په واک کې ورکړل
شي. د اطلاعاتو او کولتور وزارت پتېيلې ده تر څو په هندوستان کې د پښتو د تاريخ هغه مهمه برخه، د دوى پرتم، ف
هنګ او تمدن چې په هند کې تېر شوى دى د پښتني او افغاني واکمنانو تاريخي ميراثونه د يو مستند فلم په بڼه د ټ
وېزيون له لارې خلکو او نړيوالو ته وړاندې کړي، په دې سره به نه يوازې ځوان نسل د خپل پخواني ځلاند تاريخ يوه په
زړه پورې پاڼه په انځوريز شکل ليدلي وي بلکې د خپل ځان څخه به هم په ښه ډول خبر شوي وي، دا د هر افغان، هر پښتون
او ملت دنده ده چې خپل ځان خلکو ته وروپېژني او خپل تاريخ خلکو ته معرفي کړي. زه دا ډېر پر ځاى او د ښو کارونو څخه
ګڼم او په دې هيله يم چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت هر څه ژر په دغه کار لار پورې کړي.
دا تا
يخي افغاني ميراثونه چې ډېره برخه يې اوس د منځه تللو په حال کې ده د هندوستان په کومو ځانګړو برخو کې موجود
دي؟
ځواب: په هندوستان کې د پښتنو ډېرې بېلابېلو کورنۍ تېرې شوي او پدې خاوره د فرهنګي تمدن په
نظر کې نيولو سره د پاملرنې وړ حکومتونه کړي. د ډيلي د سلطنت څخه نيولي د سوري کورنۍ، د درانيانو لويه امپ
اتوي، په دې ټولو دورو کې پښتني شاهانو د هندوستان د فرهنګ د غوړولو لپاره نه هېرېدونکي کارونه ترسره کړي دي.
که چېرې موږ د دې وطن هر هنر مطالعه کوو، د دې خاورې معماري مطالعه کوو.
په هغو کې د پټان سټايل معماري ده د
دې مانا دا ده چې دلته د پښتنو ځلانده تاريخ پرېښى دى. ښه بېلګه يې په نوي ډيلي د لودي باغ يا لودي ګارډن دى، ز
غون يا ګرين پارک، د قطب منار په شاوخوا کې په لس هاوو ماڼۍ همدا اوس شته دى چې د لوديانو، سوريانو او درانيانو
د وخت يادګارونه دي. په بهار کې، په شمالي هندوستان، روهيلکن کې پنځه ميليونه پښتانه په داسې حال کې ژوند کوي چې
خپل فرهنګ او ژبه يې له لاسه ورکړې ده، ولې بيا هم پښتانه دي، قوم او نژادي اصل خو يې لا ژوندى دى. دغه کورنۍ اوس
هم په دې خبره وياړي چې د خپل نوم سره د پټان کلمه استعمالوي. په مراد اباد کې د رامپور، فرخ آباد په دغو ټولو
سيمو پښتني ميراثونه موجود دي.
۱- په نوي ډیلی کې داعلحضرت سلطان بهلول رح مقبره ، دهغې ترمیم او فلم
اخیستنه ،
۲-په نوي ډیلی کې داعلحضرت سلطان سکندرلودی مقبره ، لودی ګارډن (باغ) فلم اخیستنه ،
۳- په نوي
یلی کې دسلطان رضیی دمقبری لپاره ډبرلیک او فلم اخیستنه ،
۴- په نوي ډیلی کې دسلطان علاوالدین خلجی دمقب
ه ډیرلیک او فلم اخیستنه ،
۵-دنومیالی عارف بختیارکاکي دمقبرې فلم اخیستنه په مهرولی ، نوي ډیلی کې
۶- دست
ټولوال اعلحضرت شیرشاه سورې مقبرې ته ډبرلیک او فلم اخیستنه ، دامقبره دبیهارایالت په سهسرام کې ده چې له
یلی ځخه (۱۸۰۰) کیلومیره لرې ده ،
۷- په همدغه ښارکې دشیرشاه دپلار مقبره (فلم اخیستنه ) ،
۸-دپښتوژبې دنوم
یالی عارف اوشاعر ارزانی خویشکی دمزارفلم اخیستنه دغه مزار دبیهاردپټنې په ښارکې دي ، چې دشاجهان په زمانه کې
جوړشوی ،
۹- داعلحضرت شازمان دمقبرې لپاره ډیرلیک او فلم اخیستنه دغه مقبره په پنجاب کې ده ،
۱۰- دامیرم
حمد یعقوب خان دمزار فلم اخیستنه داهم په پنجاب کې ده ،
۱۱-دبهوپال دنوابې دتاریخی میراثونو خوندی کول ،
دلته دآسیاترټولو سترجومات هم دبهوپال پښتنې نوابې جوړکړی چې دمعاصرې معمارۍ شهکاریادیږي ،
۱۲- دملیرکوټله
دنوابې دمیراثونو خوندی کول او فلم اخیستل ، په پنجاب کې ،
۱۳- دټونک دنوابې دتاریخی میراثونو خوندی کول
اوفلم اخیستل ، په راجستان کې
۱۴- په پانی پت کې دسلطان ابراهیم لودی دمقبرې لپاره ډیرلیک او فلم اخیستنه
۵- په نوي ډیلی کې دبلخی امیرخسرو دمقبرې لپاره ډبرلیک او فلم اخستنه
۱۶ - دنومیالی عارف میرزا عبدالقادر
بیدل دمقبری فلم اخیستنه ،
۱۷- په سلګونو نورتاریخی او مذهبی ویاړونه لکه د نظام الدین اولیا مزار، سرهند
ریف ، اجمیرشریف اوقطب منارشته چې زموږ اوهند په ګډومیراثوکې ستراهمیت لری ، چې کیدای شی داټول فلم برداری
اودخپلوخلکواونویونسلونو له پاره راخوندی کړو.
د رامپور په ښکلي ښار کې چې کلونه کلونه د پښتنو نوابۍ
تېرې شوي دي، همدارنګه د روهيلکند تاريخي وياړونه چې اوس هم د هند او چيتا څرګندويي کوي، په دغو سيمو کې د
پښتنو د تاريخ په اړه رڼا واچوئ؟
ځواب: رامپور يو وخت پښتنو د مصطفى اباد په نامه هم يادوو، د روهيلکند ډېر
وى مرکز دى، پدغه سيمه کې د پښتنو ډېرې نوابۍ تېرې شوي دي، هغه وخت چې احمد شاه بابا د هند د خلکو د مرستې لپاره
اودانګل، چې تر دا وخت هغه په هندي تاريخونو کې د پښتنو لپاره د يو لوى وياړ په توګه باندې پاتې دى. همداسې نجيب
الله خان يوسفزى د نواب احمد خان کورنۍ، د حافظ رحمت الله خان کورنۍ، دا ټولې په روهيلکند کې تېرې شوي دي چې د رام
پور په ښار کې د پښتنو د تاريخ يو ځلاند څپرکى دى.
رامپور په بل لحاظ چې ډېر اهميت لري، هلته د رامپور رضا
کتابتون موجود دى چې د نن څخه دوه سوه پنځلس کاله پخوا پرانيستل شوى دى، د دوراني امپراتورۍ له لويو ميراثونو
څخه دى، دغه ښکلى کتابتون ته پښتني نوابانو پراخوالى ورکړى دى، همدا لامل شو چې نن دا کتابتون په هندوستان کې
د کتابونو د تاج محل په نوم يادېږي. د تاج محل د ډبرو رنګ ورځ تر بلې ژېړېږي، د طبيعي او جغرافياوي حوادثو تر فشار
لاندې راځي، ليکن د رامپور رضا کتابتون په هند کې د کتابونو تاج محل شان او شوکت ورځ په ورځ د جهان د علم او فرهنګ
په تاريخ کې مخ پر وړاندې ځي.
د تاريخي او ژبنيو اسنادو له مخې د اوسنيو څېړنيزو واقعيتونو له
مخې دا ټکى منل شوى چې پښتو د اسيا له هغو مهمو ژبو څخه ده چې د شته والي تاريخ کې د اسيا په يوه ډېر مهم او لرغوني
قوم پښتنو، پټانانو او افغانانو پورې اړوند دى، د دې قوم او ژبې پس منظر په اوسني هند کې څه ډول ارزوئ؟
ځواب: تر هغه وخته پورې چې موږ د هند د خلکو تاريخ، فرهنګ او ژبې تل ته نننوځو، پښتو نه تشريح کېږي، د
مهابهارت يا د ماين په ټولو حماسو کې د پښتنو څېره معلومه ده، له دې وروسته پښتون نامتو ژبپوه Panini په اړه د
هندي فرهنګ څېړونکي پوهان خو په ډاګه د هند د کولتوري جوړښت تر څنګ ليکي چې پاني ني يوسفزى پښتون پټان دى، د
اوسني مردان په سيمه کې اوسېدلى او هلته يې ژوند کړى دى. Panini د لومړي ځل لپاره د بشريت په تاريخ کې ګرامر وليکه،
هغه د هندوستان نور قومونه چې په ويدوي سندرو باندې معتقد وو، هغوى ته يې ګرامر وښود چې په دغه ګرامر کې پښتو په
روښانه ډول شته دى، د دې ژبې لغات پکې ځاى شوي دي. همدارنګه که د هند سانسګريت ژبه ګورو، د هغې په جوړښت کې په سل
هاوو داسې لغات موجود دي چې د پښتو ژبې سره ګډ دي، په ځينو مواردو کې سړى نه شي ويلى چې پښتو ژبې دا کليمې ورکړي او
که پښتو ترې اخيستي دي، خو په پښتو په تاريخي لحاظ د دغو ژبو په وسيله ډېره ښه تشرېح کېدى شي. ډېر پوهان په دې اند
دي چې دا د هندي کورنيو ژبه نه ده ولې په ځينو ځايونو کې د هندي ژبې سره يې رابطه دومره مهمه ده چې د هندوانو په
اصطلاح (ميل جون) يې ورسره کړى يا ګډه شوېده. ښه بېلګه يې دوى اوس زموږ کليمې استعمالوي لکه د ليکل کليمه.. په
هندي ژبه کې (ليکنا) په بڼه استعمالېږي. دا يو پښتو لغات دى، د سانسکريت د ژبې پوهان وايي، موږ نه پوهېږو چې دا د
ليکنا کليمه د کومې دروازې څخه دې ژبې ته راننوتې ده، د دې خبرې څخه په څرګنده ويلى شو چې دلته د دغې ژبې په څنګ کې
پښتو ژبه شته چې د پښتنو څخه ورغلې ده که چېرې دا کليمه د دوى خپله واى نو دوى به ورته نورې ورته کليمې هم درلودى
لکه په پښتو کې چې د ليکل تر څنګ ليکوال، ليکړى، ليکنه او نور يانې په لرغوني ويديک سانسکريت کې غه کلمه نشته د
، په دويمه کلاسيک سانسکريت ژبه کې دا موضوع راغلې ده. له دې څخه دا څرګنده شوه چې پانيني او نورو پوهانو په دې
برخه کې کار کړى دى، اکثريت پوهان د هندي ژبې پوهنې په برخه کې پدې وياړي که پښتو نه واى يا پښتانه نه واى،
سانسکريت به نه واى. که پښتانه پټانان په هغه وخت کې نه واى تېر شوي د ګرامر اوسنى وياړ به زموږ په برخه شوى نه
واى.