مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-12-06   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

"کیت ونسلیت" هغه فلمي څیره چې طالبانو هم پیژندله

"کیت ونسلیت" هغه فلمي څیره چې طا بانو هم پیژندله

لیکونکی: میرویس جلالزی


کیت وینسلیت د امریکې د هالیوډ سینما هغه ستورې وه چې د تیتانیک په نامه فلم کې له را څرګندیدو وروسته یې په نړیواله کچه شهرت وموند .
که څه هم دغه فلم هغه وخت خپور و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وو خو تیتانیک په پراخه کچه  د افغانانو له خوا هم وستایل شو.
 د دغه فلم له راتګ سره سم ډیرو افغان هلکانو او  پیغلو په داسي حال کې چې د غربي موډ او فیشن د غوره کولو حق یې نه لرل، له ویرې سره سره  خپلې جامې او ویښتان د ټیټانیک د فلم د لوبغاړو په څیر ډیزاین کړل.
کیت ونسلیت په دې فلم کې ډیره ښه وځلیده.
د تیتانیک د فلم ستورې کیت وینسلیت د ۱۹۷۵ کال د اکتوبر په میاشت کې په انګلستان کې زیږ یدلي او د تیاتر په برخه کې یې زدکړي  کړي دي.
د هغې مور او پلار په ستیژ د تیاتر نندارې وړاندي کولي او نیکه یې هم د تیاتر یوه کمپنۍ لرله.
ونسلیت په ۱۱ کلنۍ کې د تیاتر ډګر ته مخه کړه او په ۱۹۹۱ کال کې یې د لومړي ځل لپا ه د ( ده سکریټ ډایری او ادین مول) او ( پیتر پن) په تیاتري نندارو کې  ګډون وکړ چې وروسته بیا هغې په کال ۱۹۹۵ کې د ( هیفنلی کریچر) په نامه یوه سینمايي فلم کې د شهزادګۍ رول ولوباوه چې همدا فلمي نړۍ ته د هغې لومړی ګام شمیرل کیږي.
 میرمن کیت ونسلیت په ۱۹۹۷ کال کې د تیتانیک  په نامه فلم کې برخه واخیسته چې ورسره لیوناردو دی کپیرو د فلم د هلک په توګه برخه درلوده.
تیتانیک فلم د هالیوډ سینما یو له هغو فلمونو څخه راځي چې پرې زیات ګښت شوی او د جیمز کامیرون له جوړونو څخه دی .
کیت وینسلیت په ۱۹۹۸ کال کې له جیمز تریپالیتون سره واده وکړ چې اوس د دې واده ثمره دوه ماشومان دي.
کیټ ونسلیټ په ۲۰۰۱ کال کې له خپل خاوند څخه جلا شوه او د سم مینداس سره یې تر مینې وروسته واده وکړ.
کیت ونسلیت له خپل لومړي خاوند څخه د میا په نامه یوه لور او د جوی الفي په نامه یو زوی لري. کیت  ونسلیت وایې  چې د نورو  امریکایانو پر خلاف غواړي چې د افغانانو په څير زیات ماشومان ولري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery