مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-01   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د سرحداتو وزیر د رحمن بابا لیسې له زدکونکو سره وکتل(رپوت)

 

د سرحدونو، ومونو او قبایلو چارو نوي وزیر اسدالله خالد  تیره شپه په  غیرمنتظره توګه د رحمان بابا د لیسې له شپې غالی څخه لیدنه وکړه.

په دغه شپې غالې یا لیلیه کې شاوخوا ۶۰۳ تنه د مختلفو ټولګیو زدکونکي دمګړۍ میشت دي. ښاغلي اسد چې دغه شپې غالی یې د لوم ړي ځل لپاره دژمي د رخصیتو پر  مهال  فعال کړ شاګردانو ته ډاډ ورکړ  چې  دی به د دوي د ژوندانه او زدکړي لپاره هره ممکنله  لاره چاره ولټوي. دد سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر همدا راز د رحمان بابا د لیسې مدیر ته  دنده وسپارله تر څو زیات شمیر شاګردان چې نه شي کولای د وطن د دښمنانو له ویرې خپلو ولایتونو ته ولاړ شي په دغه لیلیه کې ورته هر راز امکانات برابر کړي.

 ښاغلي اسد د لیلې ګنو اطاقونو ته ورغی او د  بي وزلو پښتنو شاګردانو د ستونزو جاج یې واخیست او چارواکو ته یې لازم هدایتونه وکړل.  د  رحمان بابا لیسې زدکړیالان چې د ښاغلي اسد له ورتګ  څخه خورا خوشهاله ښکاریدل د هغه ګرد چاپیر را ټول شول او په ډیره صم یمانه فضا کې یې خپلي ستونزي ورسره شریکي کړي.

اسدالله  خالد د  ارزګان،زابل،غزني،کندهار،  خوست او یو شمیر نورو ولایتونو دم ختلفو ټولګیو زدکونکو سره په خپلو خبرو کې هغوي ته دنده وسپارله چې له کم عمرو او د ټيټي کچې له زدکونکو سره د خپلو کشرانو  وروڼو په څیر په درسونو کې مرسته وکړي. په ورته وخت کې  ښاغلي اسد ژمنه وکړه چې دغو شاګردانو ته به د انګریزۍ ژبي، کمیا، فزیک ،  کمپيوټر او نورو څانګو په برخه کې  ژمني کورسونه هم په همدې ښونځي کې  جوړ کړي.د یادولو وړ ده چې د دغسې شبې غالي څخه تر دې  مخکي کوم وزیر د ورځي هم لیدنه نه وکړې .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery