کابل پولیسو ته امر شوی چې سړي تښتونکي
ووژني
د کابل د پولیسو د قوماندانۍ یوې سرچینې د خپل نوم د نه څرګندولو په شرط بینواویب پاڼي ته وویل
چې دکورنیو چارو وزارت له خوا دوي ته امر شوی چې له سړي تښتونکو بانډونو سره د مخامخ کیدو په صورت کې د هغوي
د نیولو هڅه نه بلکه هغوي ووژني. که څه هم پولیس د قانون له مخي له تورنو او یا هم مجرمینو سره د ورته
کړني حق نه لري خو سرچینې وویل چې دغه امر ورته د کورنیو چارو وزارت له خوا شوی دی. دغه پریکړه و
وسته تر هغه وشوه چی د ولسمشرۍ پخوانی کاندید همایون شاه آصفي، د عزیزي بانک د مرستیال زوی او یو شمیر
نور ملي سوداګر د سړي تښتونکو له خوا په کابل کې وتښتول شول چې ځیني یې د پیسو په بدل کې آزاد او یو شمیر یې
لا هم د سړي تښتونکو په منګولو کې دي. سرچیني ویلي چې په تیرو دوومیاشتو کې شاوخوا ۴۳ تنه سړي تښتونکي او یا
هم د دې ډلو مشران د پولیسو په هغو عملیاتو کې چې په اړه یې مطبوعاتو ته څه نه دي ویل شوي له مینځه تللي
او دا ځپونکي عملیات لا هم روان دي. چارواکي وایې چې په کابل کې د ریس خدایدا په نامه د سړي تښتونکو د ډلي د مشر
نیول کیدو ته هم د هغو اطلاعاتو په مرسته نژدې شوي چې د هغه د نیول شویو ملګرو له خوا افغان څارګري ادارې
ته سپارل شوي دي. ریس خدایدا چې په خټه د خوست ولایت اوسیدونکی دی د طالبانو پر وړاندي د مقاومت پر
مهال د شمالي ټلوالي او په خاصه توګه د نظار د شورا جګړیز قوماندان وو. ریس خدایداد چې د افغان دولت له
خوا په سړي وژنه، کړونه او تښتونو تورن دی، په ګنو جرمي قضیو کې ښکیل ګڼل کیږي. سرچیني وویل چې
خدایداد دمګړۍ دکابل په مربوطاتو کې پټ دی او له هیواد څخه بهر ته د هغه په تګ هم بندیز لګول
وی. د سرچیني د معلوماتو له مخې افغان ملي امنیت ادارې د ریس خدایداد انځورونه د دوبۍ دهوايي ډګر
په ګډون د یو شمیرملکونو هوايي ډګرونو ته سپاري تر څو هلته د ورتګ پر مهال د پولیسو له خوا تر
پیژندګلوۍ وروسته ونیول شي. خدایدا چې په نیولو او وژلو یې افغان دولت په سلګونو زره افغانۍ انعام هم
ایښی په دوبۍ کې د ګڼو جایدادونو مالک شمیرل کیږي. سرچینه وایې چې انټرپول پولیس هم د ریس خدایدا د نیولو لپاره
په دنده ګمارل شوي تر څو هغه جایدادونه هم تثبیت کړي چې د ریس خدایداد له خوا په دوبۍ کې اخیستل شوي او د
سړي تښتونو معاملې هم په همدغو مراکزو کې چې یو شمیر یې په دوبۍ کې دي تر سره کیږي.