دمحرم لسمې ویر،که دجنګي جنایت
کارانوزورښودنه؟( رپوټ)
د م.شمشاد لیکنه
سره له دې چې داسلام سپیڅلي دین په حکمونوکې یوازې
ددواړواخترونو، دعرفات ، دروژې میاشت اوهم دجمعې ورځې دیني حکم لري.
دانورې ورځې تاریخي ورځې دي لکه : دربیع
اولاول دولسمه چې داسلام سترپیغمبرحضرت محمد(ص) دنیکمرغه میلاد اودغه راز، له دې نړۍڅخه دهغه مبارک رحلت ورځ
ده خوپه دې اړه هم دځینومورخینوترمنځ اختلاف شته په هرصورت اوس داورځ منل شوې ده.
په همدې ډول، دمحرم لسمه
نیټه چې دتاریخي لاسوندونوپه رڼاکې دهجرت په ۶۲ کال په همدې ورځ دحضرت رسول اکرم (ص) دلمسي اودحضرت علي کرم ال
ه وجههُ زوی امام حُسین (رض) له خپلو۷۲ یارانوسره دوخت واکمن یزیدبن معاویه لښکروپه لاس شهېدان شول. په
ښتیاچې دایوه غملړۍپېښه وه. ددې پېښې یواړخ داهم دی چې دواک اوځواک لیونتوب ترهغې کچې رسېدلی ؤچې داسلام ددین پی
وانوپه لاس دهمدې دین لاښود دسترګوتوراودهغه دکورنۍنورغړي په ډېره بې رحمۍسره وژل کېږي.
خوکه راشودېته چې
داداسلام په تاریخ کې لومړنۍمسلمان وژنه هم وه. تردې مخکې هم دواک اوځینونوروموضوع ګانو پرسرآن نورې ستر کسان
هم وژل شوي آن داسلام لښکرودجګړې په ډګرکې دیوبل وینې تویه کړې وې
لکه دجمل په جګړه کې اودغه راز، دحضرت ع
ي (رض) اوحضرت معاویه (رض) لښکروترمنځ خونړۍجګړې .
همداډول، په خپله دحضرت عثمان( رض) شهادت دمسلمانانو په
لاس پرته له دې چې دکومې موخې له پاره اوولې ترسره شو؟
په همدې ډول، په خپله دحضرت علي (رض) شهادت دعبدالرح
من بن ملجلم په لاس چې هغه هم دیوې اسلامې فرقې یانې خوارج لاروی ؤ. حضرت علي(ک) دروژې مبارکې میاشتې په ۱۷ نیټه
دملجم نومي دټپونوله امله شهید شو.
حضرت عمر(رض) چې دده حکومت دنړۍپه ټول تاریخ کې دعدالت ستره بیلګه ده.
تاریخ شاهددی چې دحضرت عمر(رض)په شانې حکومت بیا هیڅکله هم په ټول تاریخ کې داسلام سپیڅلي دین په شمول د
هیڅ یوې دینې، ایدیولوژي اوسیاسي عقیدې لاریویانونه دی جوړکړی اونه به یې له دې وروسته هم جوړکړای شي .
ددې ټولوپه اړه څوک ځان هم نه خوځوي خودمحرم لسمې پېښې په اړه بیادادومره های اوهوی دڅه له پاره ؟
ددغې
پېښې په اړه هغه څه کېږي چې کله هم ښايي ځینې ناپوهه کسان بې لارې کړي.
په دې اړه دومره دروغ اورښتیاویل شوي
چې نږدې دی له خلکولاره ورکه شي.
داځکه چې نه دپیغمبر، نه هم دپیغمبرنږدې خپلوانواویارانواو نوروسترو
خصیتونوپه اړه دومره لوړمراسم نیول کېږي خو دځینوډلویاهم کسانوله خوادحضرت امام حُسین (رض)شهادت په ړه دوره
ساټ وباټ نیول کېږي چې سترګې برېښوي.
رښتیادمحرم لسمې پېښه څه ډول اوولې رامنځ ته شوه ؟ په دې اړه ډېرلیکلي،
نالیکلي، تاریخي اوآن له ځانه جوړشوي روایتونه شته چې درښتیااودروغو بیلول یې ستونزمن دي.
خوهغه څه چې
عرب لیکوال حسن ابراهیم حسن داسلام په سیاسي تاریخ کې چې ایراني ابوالقاسم پاینده ژباړلی په دې اړه لیکلي
اوښايي حقیقت ته ورنږدې هم وي سره له دې چې له تردیدپرته به ژباړن خپله سلیقه هم ورګډه کړې وي.
ښاغلی حسن
کاږي(دکوفې ځینومخوروحضرت امام حُسین (رض) ته یولیک ولېږه اوله ده څخه یې وغوښتل چې له مدینې منورې څخه کوفې ته ور
ي اوهورې به دوی بیعت ورسره وکړي. دغه وخت دیزیدله خواپه کوفه کې یوکمزوری سړی چې نعمان بن بشیرنومیده حاکم
ؤنوځکه خوځینوکوفیانوداجرآت وکړچې امام حُسین وروبلي.
حُسین ددې لیک په ترلاسه کولوسره خپل داکازوی م
سلم بن عقیل دوضعیت مالومولوپه موخه کوفې ته ولیږه.کله چې مسلم کوفې ته ورسېده یوشمېرخلک پرې راټول شول، مسلم
ددغه حالت په لیدلوسره امام حُسین ته لیک واستاوه اوهغه یې کوفې ته وروباله .
همداوخت یزید نعمان بن بشی
لرې اوپرځای عبیدالله بن زیاد دکوفې حاکم مقررکړ. عبیدالله بن زیاددهغوکسانوغوږونه ښه کلک تاوکړل چې دمسلم په
خواوشاراټول شوي وو، اوهغوی هم وویرېدل اوله مسلم څخه لرې شول.
مسلم هم دهاني بن عمرومرادي په کورکې
پناه واخیسته. عبدیدالله بن زیادمیلمه اوکوربه دواړه ووژل.
دغه وخت امام حُسین هم دکوفې پرلورخوځېدلی ؤ،
پرلاره له فرزق نومي شاعرسره مخامخ شو،شاعرمشوره ورکړه چې کوفې ته لاړ نه شي خوده هغه دچاخبره کمه واورېده او
ه اتیاکسانوسره یې حرکت ته یې دوام ورکړ، کله چې کوفې ته نږدې شودمسلم له حاله هم خبرشو، همدلته حربن یزیدتمیمي
مشوره ورکړه چې بیرته شاته لاړ شي . دی زړه نازړه شوخو دمسلم ورونوپریکړه کړې وه چې دخپل وروکسات به اخلي ، ح
ُسین هم اړشوچې ددوی ومني اودکوفې پرلور وخوځېده. په کربلادښته کې دیزیدله زورورلښکرسرمخ شو.
په رښتیاچې
دایوه نابرابره جګړه وه ، له امام حُسین سره دهغه ۷۲ پلویان ملګري اوپه مقابل کې یې وايي چې تردیرشوزرو پورې
دیزیدلښکرولاړ ؤ. ښايي داشمېره به سمه نه وي خوبیاهم دجګړنولوروانډول برابرنه ؤ.
په پایله کې دامام ح
ُسین ټول پلویانوشهیدان شول .)
دپېښې دغه انځورښايي رښتیاته ورنږدې وي.
خوراغلودې ته چې ولې داپېښه
دومره لویه ښودل کېږي یالویه شوې ده؟
په ټوله کې دایوازې دسیاسي موخوله پاره ده نه دعقېدې له مخې .
خبرې به نورې نه اوږدوو، په افغانستان کې سږ کال دې ورځې ته دځینوهغوجنګي جنایت کارانولکه کریم خلیلي، محمدم
حقق، جادوګرمحسي اوددوی جنایتاره بانډونوله خوا آن له لسوورځوراهېسې چمتووالی نیول شوی دښارپه بیلابیلو
واټونوکې پربیرغونولویې لویې دروازې جوړې چې ترافیک یې له ستونزوسره مخ کړی دی.هرځای شعارونه دي چې له دې څخه اټکل
کېږي میلیونونه پرې افغان مصرف شوي دي. سره له دې چې همدغه ډلې نارې سورې وهي چې ددوی په سیمولکه بامیانواودایکنډي
کې خلک دلوږې له ګواښ سره مخی دي.
له تردیدپرته چې داټول دعقېدې له مخې نه بلکې په حقیقت کې دکرزي حکومت
اوامریکې ته دجنګسالارانوزورښودنه ده.
که دادعقېدې له مخې وای نوهغه چاباید دظلم اونارواغندنه کړې وای
چې په خپله له ظلم اوتېري بیزاره وي، نوتاسې فکرو کړئ هغه ظلمونه اونارواوې چې دمزاري ، خلیلي ، انوري
مح
ق اوددوی نورجنایتکارانوپه افغانستان کې ترسره کړي نوپه ایمان چې که یزیدراژوند ی کېدی نو نوموړو جنایتکا
انوته به یې پرخپلولاسونودجنایت مډالونه ، نه وای ورکړی؟