مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-17   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د ترهګرۍ خلاف جګړې په اړه د خلیلزاد اندیښنه(رپوټ)


 په ملګرو ملتونو  کې د امریکا سفیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پرمختگ او د تیروریزم خلاف گډې جگړې کې د هڅو په هکله خو بینې څرگنده کړې ده.د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کې د نوي امریکا د بنیاد په مرکز کې د خبرو پر وخت سفیر زلمي خ یل زاد وویل چې سخت دریځه طالبان نه یوازې افغانستان ته گواښ دی بلکه د پاکستان ملکي حکومت ته هم یو تهدید دی.خلیل زاد وویل چې پاکستاني جمهور رئیس اصف علي زرداري په دی وروستیو کې کابل د سفر په وخت جمهور رئیس حامد ک زي سره ژمنه وکړه چې غواړي د کابل د حکومت سره په گډه کار وکړي.  هغه وویل چې وخت بدل شوی د دواړو هیوادونو اړیکې ټینگې شوي او حامد کرزی اوس د پاکستان د موقف نه دفاع کوي.د پاکستان د استخباراتي ادارې په هکله د یوی پوښتنې په ځواب کې خلیل زاد وویل چې د ای اس ای اداره باید د ملکي حکومت تر کنترول لاندې راشي او نړیواله ټولنه باید پدی اړوند مرسته وکړي

او په کابل کی، د افغانستان جمهور رئیس حامد کزري نن د ارگ په ماڼۍ کې د سعودی عربستان د استخباراتو له ملي ادارې د رئیس او د پاچا ملک عبدالله له ځانگړي استازي مقرین، بن عبدالعزیر سره ولیدل.

د غرمې ډوډئ ترخوړو وروسته یې د افغان جهادی مشرانو سیاسي شخصیتونو او د کابینې له یو شمیر غړو سره ولیدل او د افغانستان لپاره یې د سعودي عربستان د نیکو هیلو پیغام وړاندې کړ.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery