د اوباما د وینا مهم ټکي
جمهور رئیس براک
اوباما
زما گرانو وطنوالو!
زه نن له یوه درانه مسئولیت سره ستاسو په مخ کې و
اړ یم. ستاسو له اعتماد نه مننه کوم چې پر ما مو کړی دی. زه هغه قربانئ په یاد ساتم چې زموږ پلرونو او نیکونو و
کړي دي. له جمهور رئیس بوش د هغه خدمت له آمله مننه کوم زموږ ملت ته یې کړی دی او له ده څخه مننه کوم چې د قدرت د
انتقال پر وخت یې له سخاوت نه کار اخیستی او ډیره همکاري یې کړې ده.
دا دی د امریکا ۴۴م جمهور رئیس لوړه
وکړه.
دا خبره واضح ده چې دا وخت موږ د یوه بحران په منځ کې واقع یو. زموږ ملک په جگړې کې ښکېل دی د تشدد له
داسې یوې شبکې سره چې زموږ نه ډیره فاصله لري. زموږ اقتصاد سخت کمزوری شوی دی.
نن زه تاسو ته وایم، دغه م
کلات جدي دي او ډیر دي. دا په آسانه او په کم وخت کې نه حل کیږي. خو په دې پوهیږم چې دغه مشکلات به حل کیږي.
نن موږ ځکه دلته راټول شوي یو چې د ویرې پر ځای مو تمه غوره کړې، د بحران او نفاق پر ځای مو د اهدافو اتحاد غوره
کړی دی.
اوس ځینې کسان زموږ د اهدافو او خواهشاتو په اړه پوښتنه کوي- دوی فکر کوي چې زموږ سیستم د داسې ډیرو
پلانونو زغم او حوصله نلري. خو د دوی ذهنونه کمزوري دي. ځکه دوی دا خبره هېره کړې ده چې دا ملک تر اوسه څه کړي
دي.
موږ پوهیږو، هغه لاره چې په میراث راپاتې ده، هغه د قوت لاره ده، نه د ضعف او کمزورئ لاره. موږ د
عیسویانو، مسلمانانو، یهودانو او هندوانو او بې دینو خلکو یو ملک یو .
د هرې ژبې او کلتور خلک لرو چې د
نړۍ له لر او بر څخه راغلي. ځکه چې موږ د خپل منځي جنگونو مزه څکلې ده او د تورتم له هغو شپو راوتلي یو، محکم او یو
موټی یو. موږ په دې باور لرو چې زړې کینې به یوه ورځ له منځه ولاړې شي. هر څومره چې دا نړۍ سره رانږدې کیږي، زموږ
انساني مشترکات هم ورسره برالا کیږي. او امریکا باید په نړۍ کې د سولې د یوه دور رهنما وي.
د اسلامي نړۍ
پاره، موږ د یوې نوې لارې په لټه کې یو. د دوه اړخیزه گټې او دوه اخیزه احترام پر بنا. د نړۍ هغو مشرانو ته چې د بح
ان زیاتول غواړي یا خو د خپلې ټولنې د مشکلاتو پړه پر لویدیځ ور اچوي، باید په دې وپوهیږي چې ستاسو خلک ستاسو
بادونکو کارونو حساب کوي نه ستاسو پر ورانوونکو چارو.
زمو له بې وزلو ملتونو سره دا ژمنه ده چې ستاسو س
ه به گډ کار کوو چې ستاسو کروندې آبادې شي، پاکې اوبه وبهیږي او وږو ته ډوډئ ورسیږي. او هغه ملکونه چې زموږ په څ
یر کافي څه لري، زموږ ژمنه دا ده چې په خپلو کې به نور توپیرونه او د نظر اختلافونه له منځ وړو.