د هلمند د موسي کلا له و
سوال ښاغلي ملا عبدالسلام حنیي سره مرکه .
پوښتنه : تیر میلادي کال نه یواځې هلمند و
ایت ته نارام وو،بلکې بهرنیو او کورنیو ځواکنو ته هم خونړی کال وو، نو روان زیږدیږ کال به ستاسو په اند څ
نګه وي ؟
ځواب : نو وبه ګورو چې دنیا څه کوي دولت خو ورځ تربلې مخکې ځي پولیس او ملي اردو یې مخکې روان
دي خارجیان ورځ په ورځ ډیریږي، که د خلګوته دامنیت کموالی وو غوښتنه به یي پوره شي نو امنیت به ښه
ي.
پوښتنه : په موسی قلعه ولسوالۍ کې بهرني سرتیري د امن لپاره جګړه کوي خو په دغه سیمه کې ناامني زیاته ده او
ورځ تر بلې زیاتیږي؟
ځواب: د دې وجهه داسې ده یواځې په جنګ باندې مشکل نه زیاتیږي په موسی قلعه کې چې کومې وعدې
شوي هغه وعدې نه دي پرځای شوي په موسی قلعه کې د خلګو لپاره هیڅ کارنه دۍ شوی، په دغه سیمه کې دیارلس میاشتی کیږي
چې د بیارغونې کارونه او هغه وعدې چې شوې وې هغه نه دي ترسره شوي، په جنګ باندې کومې مسلې نه حل کیږې په جنګ باندې
دنیا خوابدې او خوشحاله کیږي نه د خلګو پرزړونوباندې باید حکومت وه شي.
پوښتنه : په هلمند کې د بهرنیو
ځواکونو زیاتیدل ستاسې په نظر کومه ګټه لري ایا د ناامنی جرړې به له منځه یوسي ؟
ځواب : دا په کارکولو
پورې اړه لري وه به ګورو چې ایا کومه قوه به په هلمند کې کارو کړي او که چیرې په هلمند ولایت کې زیاتې قواوې شته خو
که چیرې کاروه نه شي نو لږ قواوې د ډیرو قواوو په نسبت کارکوي، د هغوی مصارف کم وي او دوی باید کاروکړي ترټولو
مړۍ کارکولو ته ضرورت لري او شاید دغه قواوو دلته کارنه دۍ کړۍ.
پوښتنه: بارک اوباما دامریکا د نوي
ولسمشر په توګه پخپله دنده پیل و کړي ستاسو پیام هغو خلګو ته چې دافغانستان په راتلونکي باندې فکرکوي څه
دۍ؟
ځواب: اوباما دامریکا نوي ولسمشر ته د زړه له کومې مبارکي ورکوو،دافغانستان اولس ده ته دنوي چوکۍ م
بارکي ورکوي، دی باید د تیرې اوه کلنې دوری څخه باید پوه شي کومه دوره چې د بوش دوره وه همدارنګه په
افغانستان کې نوې پالیسي غوره کول او په هیواد کې بمباري بندول د اولسي وګړو وژنه او د خلګو لپاره باید د بیا
غونې کارونه وه شي او هغه مصارف چې پر بمونو باندې کیږي هغه دې د خلګو پرښوونځیو او کورنو باندې وه شي خامخا امن
راځي.
پوښتنه : تاسو دطالبانود پخواني غړي په توګه دا ویلای شۍ هغه کسان چې دم ګړۍ له دولت سره
جنګیږي او وسله په لاس کې لري هغه څوک دي، او کومو موخو ته جنګیږی؟
ځواب: دا ډیر وخت غواړي د
نډې تبصرې خبره داده چې په افغانستان کې طالبان نشته طالبان جنګ نه کوي په افغانستان کې د دنیا روزلي خلګ دي، او
د دنیاد ګټو لپاره کارکوي، افغانستان، افغان نه وژني زما په کورباندې باندې هغه برید چې ترسره شو پینځه ویشت
تنه زما ساتونکي و وژل شول ، ښځه پر خپل میړه باندې پریوتله خو هغه ښځه یې هم ورسره ووژله. د ا داسلام په
اصولو کې نشته اود چاپرکورباندېی حمله هغه په ټولو شرعي اصولو کې ناروادۍ او دوی وایي چې، موږ جهاد د کفارو په
ضد کې اعلان کړي دي، خو زه کافر نه یم ډیرې داسیې واقعې به تاسي لیدلي وي، خو دا دافغانستان لپاره یوه د سرطان
ناروغي ده ،او داوقعي طالبان نه دي طالبان افغان نه وژني هغه مسلمان نه وژني او په اسلام کې له مسلمان سره
جهاد کول نشته .
پوښتنه : افغان دولت ستاسو په نظر څنګه کولاي شي وسله وال مخالفین دې ته وه هڅوي
ترڅو خپلې وسلې پرمځکه وه غورځوي، او دې ته حاضر شي چې د صلحې له بهیر سره یو ځای شي ایا دا کار شونی دۍ؟
ځواب: بلې دا په داسې وخت کې شونی دۍ چې یوواحد حکومت راشي ریس جمهورپخپلو ټولو وظیفو کې صلاحیت و لري
وزیر لري، ولسوال لري قاضي ولري، هغه افغاني نظم ورته جوړ کړي، نو دوه دولته نه سره جوړیږي چې یو خارجي او
افغاني اصول چی سره ګډ کړي نو داسې مشکلا ت به ترې پیښیږي.
پوښتنه : دیوې میاشتې په دننه کې ستاسو پ
کوریرغل و شو،ستاسو ساتونکي ووژل شول او د کورنۍ غړې مو هم برمته شول ،او ځوان ځوي مو له لاسه ورکړ تاسو ایا
د دې هوډ لرۍ چې پخپله دنده کې بیرته پاتې شۍ؟
ځواب: دازما لپاره افتخاردۍ ،یو سړی د پاکستان نه راځي زما
پرکورجنګیږي او زه پرخپل کورجنګیږم ،او دخپلې خاورې څخه دفاع کوم که خارجیان وي، او که نه وي زه د خپلې خاورې
دفاع کوم، او ترهغه وخته به زه د خپل کورخپل ناموس او خپل وطن دفاع کوم ترڅو پورې چې زه ژوندی یم ، او که چیرې زما
زوی ژوندی وي، بیابه هم دا کارکوي خو زما ځوی دوې ورځې مخکې وژل شوې دۍ، هغه یو دیارلس کلن ماشوم وو، د قران حافظ
وو ،هغه د ولسوالۍ په اشپزخانه کۍ وژل شوی دۍ او قاتل یی نیول شوی دۍ، زه هغه وخت پخپل کورکۍ نه وم ،زه د یوه سفر
په ترڅ کۍ هند ته تللی وم ،ماته پوره معلومات نشته خو قاتلین یې نیول شوي، او معلومه نه ده چې له هغه قات
ینو سره به څه شوی وي.
پوښتنه : په همدی حالت کې هلمند یو ډیر ناامن ولایت دۍ او ناکراره دۍ هلته
پوځي عملیات راروان دي وړاندوینه د ښه امنیت لپاره او د وسله والو، ترهګرو سره د مبارزې لپاره لاره
تاسو چیرته ګورۍ ؟
ځواب: موږ دا ګورو چې ټولو اصولو ته دافغانستان خارجیان غاړه کښیږدي
دافغانستان اصول قانوني شي او هرڅوک پخپلې وظیفې کې موقع وه لري او بهرني سرتیري د دوی خبرو ته غوږ وه نیسي چې
دوی کوم شۍ ښه و بولي د اولس په باب کې هغه دې وه کړي، کم شۍ چې بد بولي هغه دې وه نه کړي نو د دې په خاطرکه دا شیان
اشي نو په افغانستان کې به د جنګ جګړو مشکل ډیر لږدي نو دافغانستان پولیس او اردو پخپل سرنه دي، قوماندانان یې
پخپل نه دي، او وظیفې یې پخپل نشي ترسره کولای هرڅه د بل ترلاس لاندې دي.
پوښتنه : د بهرنیو
ځواکونو ونډه او د هغوی مداخلې دافغان دولت په کارونو کې دبیارغونې په سیستمونو او یوشمیرنوروخبروکې مثبته ګڼۍ
اوکه منفي؟
ځواب: نه مثبته یې نه ګڼو په خاطر د دې چې یو سړی دی چې په اصولو دافغانستان نه
پوهیږي کافر د اسلام په طبیعت باندې نه پوهیږي، دوی باید په افغانستان کې وه پوهیږي چې دوی بایدیو څوک جوړکړي
که مریض او ډاکټر د دې حق لري چې تداوی یې وکړي .
پوښتنه : د ورستۍ پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشریزې
ټاکنې هم په مخ کې لرو تاسې د وسلواله و طالبانونه په دې هکله څه غواړۍ ؟
ځواب: دا زموږ شرعي ح
ق دۍ چې د دوی حق ثابت کړو جنګ د حل لاره نه ده، د خدای په قانون کې جنګ ناروادۍ هرهغه څوک چې د لاالله الاالله ک
مه وایي د هغه مال او سر دواړه په اسلام کې ناروادي چې خیانت ورته وشي او نبي علیه اسلام به په سهاروختی کی
جهاد کاوه ،خو که په هغه کلې کې به چې ازان وشو نو په هغه کلي کې به جنګ نه کیده، او داسې چې دنیاوال راځي پول
جوړوي اودوي یې غورځوي، دا پاکستاني او نور طالبان دي، دا خارجي وګړي دي نوزه چې په اسلام کې یو ښه قانون
اویستلای شم نو په انتخابات هرڅه کیدلای شي نو جنګ جګړو ته څه ضرورت دۍ.
او دا مرګ دایران ګټی دي
دپاکستان ګټي دي د چینایانو ګټي پکښې دي اودا انتقام اخیستل دي خو په جنګ کې هیڅ نه کیږي او دا د نیاګټې
چې کله خلګو ترلاسه کړی نو دوی بیا پوهیږي او جګړه به هم ودرول شي که چیرې صحیح انتخابات و شي. نو د صحیحو
انتخاباتو نه به وروسته بیا یو صحیح پاچا راشي او هلمنداو افغانستان کې به امنیت رامنځ ته شي .