مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-07   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

افغانانو ته د امریکې ویزې په 131 ډالرو ورکول کیږي(رپوت)

میرویس جلالزی

 

ټاکل شوي چې له دې پس به افغانان کولای شي چې امریکې ته د تګ لپاره په کابل کې د دې ملک له سفارت څخه ویزې تر لاسه کړي چې دا کار له دې دمخه په اسلام آباد کې شونی وو.
په کابل کې د امریکې سفارت د قونسلي چارو مشر ( بریندن اوب ین) وویل چې پس له دې افغانان کولاۍ شې د کډوالۍ له ویزو پرته د موقتي ویزو د ترلاسه کولولپاره په کابل کې د دوي د سفارت له لاري دغه ویزې د ۱۳۱ امریکايي ډالرو په بدل کې چې څه کم ۷۰۰۰ افغانۍ کیږي تر لاسه کړي.
ښاغلي اوبرین وویل چې د اوس لپاره دوې د کډوالۍ ویزې نه شي ورکولای خو وروسته به دغه کار هم پیل شي.
د نوموړي پر وینا هغه افغانان چې غواړي امریکې ته د زکړي، معالجې، ملاقات او یا هم سیاحت لپاره د لږې مودې لپاره سفر وکړي کولای شي چې ه دوې څخه ویزې تر لاسه کړي په داسي حال کې چې له دې دمخه په کابل کې د امریکې سفارت یوازي دیپلوماتیکي ویزې اجرا کولي.
بریندن اوبرین وویل چې که څوک غواړي چې د امریکې ویزه تر لاسه کړي نو له هغه څخه په کابل کې د دوي په سفا ت کې انټرویو اخیستل کیږي او دا تشخیصیږي چې هغه ریښتیا هم د لنډي مودې لپاره امریکې ته ځي او که غواړي هلته دایمي پناه واخلي.
د امریکې د سفارت قونسلي مشر وویل چې د رواني فبرورۍ میاشتې له ۱۶ نیټې وروسته هر افغان کولای شي چې د دوي انټرنټ پاڼي ته مراجعه وکړي او هغه فورمې په آن لاین توګه ډکي کړي چې د دوې د مشخصاتو په اړه پکې پوښتني شوي دي.
دې دیپلومات وویل چې دوي به د ویزو د متقاضیانو غوښتن لیکونه او ډک شوي فورمونه په دقت ګوري او دا به څيړي چې دا کس د دوي په شرایطو برابر دی او که څنګه.
ښاغلي اوبرین وویل چې د ویزو غوښتنکي به په داسي حال کې چې د دوي له خوا ومنل شي او  په شرایطو برابر وي دوي ته ۱۳۱ امریکايي ډالره ورکوي او په تور بازار کې د ویزو تر لاسه کول ناممکنه او غیر قانوني مسله ده.
د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو د  امریکې د موقتي ویزو موده دری میاشتي ده او هر هغه کس چې امریکې ته ځي باید د اجتماعی امنیت نمبر هم د پولیسو له خوا تر لاسه کړي او ه دې دمخه باید په افغانستان کې سفارتي چارواکو ته یو لوړ تظمین هم ورکړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery