مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-10   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د غزني د اندړو خلگ له لوږي او فقر سره مخ دي (رپوټ)

د اندړو خلک د لوږې او بېکارۍ له ګواښ سره مخ دي

له پژواک آژانس نه په منني

د غزني د سوېل ختيځې ناارامې ولسوالۍ اندړو اوسېدونکي وايي چې د لوږې او بېکارۍ له ګواښ سره مخ دي .  دغه ولسوالۍ د غزني د نورو ولسواليو په پرتله د نفوسو او مساحت له پلوه تر ټوله پراخه سيمه ده، په (٤٧٥ ) کليو کې يې درې سوه زره خلک استوګنه کوي .  د سيمې يو تن اوسېدونکى ٤٠ کلن شمس الله وايي چې اوس خلک دلته د څښاک په اوبو پسې حيران ګرځي .   هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کاريزونه ټول وچ دي،کرنيزې ځمکې  په د ښتو بدلې شوې دي او د چارواکيو هم هېڅ پاملرنه نشته. ددې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى شاولي بيا وايي  چې دې سيمې ته که مرستې هم راشي ، نو اړو کسانو ته نه رسېږي. هغه زياتوي چې په تېرو څو کلونو کې، چې کومې مرستې راغلي،هغه څو خاصو کسانو ته رسېدلي او ان يو کس د څو کورنيو مرسته يوه کورته وړې ده.  د شاه ولي په وينا، په دې خلکو کې د دولت د مخالفينو له لوري هم وېره خپره ده ،دى وايي که څوک مرسته هم تر لاسه کړي نو طالبان يې ترې اخلي.    د نورالحق په نامه يو بل کس هم  ورته نظر لري او وايي چې تر څو چې د دولت مخالفين د کار مخه نيسي خلک به په همدې بد حالت کي وي.  دى وايي چې د دولت مخالف کسان دلته د کارونو مخه يسي په ځانګړې توګه د سترو پراختيايي پروژو د کار خو سخت مخالف دي .نورالحق چې په ډېره ناهيلۍ يې خبرې کولې وويل : (( موږ هيڅ هم نه غواړو ځکه دلته شونې نه دي يواځې د روغتون او روغتيايي چارو غم دي وخوړل شي،د دې کار طالبان هم م خالفت نه کوي . )) د حاجي محمد عيسى په نامه يو تن قومي مشر پژواک اژانس ته وويل چې د کار نشتوالي له امله يې ځوانان  ګاونډيو هېوادونو ته مزدورۍ پسې ځي .هغه وايي چې چېرې دولت  دوى ته دلته د کار زمينه برابره کړي، نو دوى به دپرديو له غلامۍ خلاص شي .  څو ورځې مخکې د غزني والي ډاکټر محمد عثمان عثماني له يو شمېر نورو چا واکيو سره دې ولسوالۍ ته سفر وکړ .  
 جوړه شوې غونډې ته پخپله وينا کې   د اندړو ولسوال محمد يوسف سراجي وويل چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ هم نشته . هغه زياته کړه چې دلته بيکاري ده،لوږه ده خلک ډېرې غوښتنې لري او بايد اقتصاد يې ورغول شي .

 په ولايتي شورا کې د اندړو د خلکو استازى  ډاکټر محمد غني بهادري هم دغه سيمه له پامه لوېدلى بولي او وايي  چې د اندړو خلک په خورا بد حالت کې دي .

 هغه وايي چې د بيکارۍ، بېوزلۍ او نا امنۍ تر څنګ زده کړه هم له ګواښ سره مخ ده.

 د بهادري په خبره، چې زده کړه بايد تل او هر م هال بې پرې پاتې شوې واى، خو دلته داسې نه دي ، ښوونکي او زده کوونکي وېرول کېږي .

 تېر کال د دې ولسوالۍ له دېرشو ښوونځيو ٢٥ يې د زده کوونکيو پر مخ تړلي وو .

خو والي ډاکټر محمد عثمان عثماني يادې شوې غونډې ته پخپ ه وينا کې د اندړو خلکو ته ژمنه ورکړه،چې که دوى يو موټي شي نو هرڅه لري .

 هغه وويل :(( که تاسو يو لاس ئ نو تر ټولو لومړى به دملي پيوستون پروګرام پلى شي، چې هر کلي او کور به ترې ګټه واخلي.))

 والي خلکو ته وويل په دې کې به ستاسې ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي او پرمختګ به هم وشي .

 هغه زياته کړه په اندړو کې د ښوونځيو او د لارو پخولو څو پروژې هم شته، چې په نوي کال کې به يې کار پيل شي.

 عثماني د اندړو له خلکو غوښتنه وکړه  چې کليوالي او قومي شورا ګانې  جوړې کړي ،تر څو په اسانۍ سره پراختيايي کارونه ب پړ  شي.

 هغه زياته کړه :(( ستاسې د غلام کولو هڅې روانې دي، پول مو ورانېږي، ښوونځي مو تړل کېږي او ان ه تاسو دا حق هم اخيستل شوى، چې د مرستې يوه بوجۍ غنم هم کورته يوسئ . ))

 دغه ولسوالي له مرکز سره تړلې په ٢٤ کيلومترۍ کې پرته نږدې ولسوالي ده،خو په پرتليزه توګه ناارامه او ډېرى سيمې يې د دولت د مخالف مقاومت تر واک لاندې  دي .

 امنيه قوماندان سمونوال محمد زمان خلکو ته په نوي کال کې د ټينګ امنيت ډاډ ورکړ.

 هغه وويل  زياته کړه : (( ستاسو  د سيمې د  خونديتوب لپاره نوي روزل شوي (١٢٠ ) تنه پوليس ځاى پر ځاى  شوي دي. ))

 نوموړي له خلکو وغوښتل، چې  د قومي مشرانو او ديني علماوو سره په ګډه دې استازي ورا ګانې جوړې کړي، چې هم د خلکو او قومونو تر منځ يووالى راشي او هم به دا چاره له سولې سره مرسته وکړي .

 په اندړو ولسوالۍ کې د سوله ساتنې لپاره د پوليسو تر څنګ د ولسوالۍ ختيځ ته د چهار ديوال په پروژه کې په دوو جلا مرکزونو کې نږدې (١٥٠ ) د ملي اردو او ناټو په چوکاټ کې پولنډي سرتېري هم مېشت دي .

 غزني په ټو يزه توګه د ژمي په ساړه او واورين موسم کې ارام او جګړې  کمې، تېرو ته  په پام د هوا له تودېدو سره به ښايي جګړه بيا زور واخلي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery