مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کليفورنياکې دليکوالانو په وياړ د غونډې لڼد راپور

د کليفورنيا په ايالت کې د هېواد د پېژندل شوؤ ليکوالانو په وياړ د غونډې لڼد راپور
د کليفورنيا په ايالت کې افغاني کلتوري ټولنې د هېواد د پېژندل شوي شاعر او ليکوال ښاغلي انجنير عبدلاوکيل متين د اشعارو، او د ښاغلي ډاکتر عبدالرحمن زماني د نوؤ کتابونو د خپرېدو په وياړ د فريمانت په ښار کې يوه درنه غونډه رابللې وه چې زمونږ ګڼ شمېر هېوادوالو په کې ګډون درلود ٠
دا غونډه د پاک کلام د مباره کو ايتونو په لوستلو سره چې د الحاج ډګروال احمدسعيدخان خوګېاڼي له خوا قرائت شوه ،پېل او بيا د افغاني کلتوري ټولنې مشر ښاغلي الحاج عزيزالله زمريالي دا درنه غونډه په خپله وينا او  ګ ونوالو ته د ښه راغلاست، او  هر کلي په وړاندې کولو سره  پرانېستله٠
وروسته د غونډې وياند ښاغلي حبيب هوتکي ويناوالو ته په خپل نوبت سره د خبرو بلنه ورکوله چې دا لاندې ښاغلو او اغلو ويناوالو په نوبت سره د غونډې د اجندا په اړه خپلې ويناوې او شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې د ګډونوالو د تاوده هرکلي سره مخامخ وې٠
 د غونډې په لمړيؤ شيبو کې د دواړو ليکوالانو لنډه پېژندنه د انجنير فريد وردګ له خوا غونډې ته وړاندې وه٠
١-ښاغلي پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ
٢-ښاغلي  داکتر سيد عبدالله کاظم
٣-ښاغلي فضل الغني م جددي
٤- ښاغلي داکتر صبحان هاتفي
٥-ښاغلي ا نجنير سميع ستانکزۍ
٦-مېرمن ناجيه کريم قيوم
٧-ښاغلي محمد ح امد الوتاند
٨-ښاغلي عبدلا سلام فرزام
٩-ښاغلي حېدر جبارخېل
١٠-ښاغلي تېمورشا ه مست خېل
د يادونې وړ ده چې دا لمانځنې ته  زمونږ هېوادوالو د نړۍ له ګوډ ،ګوډ څخه  خپلې ليکنې او اشعار را استولي وه چې د کنړ د ولايت څ خه د ښاغلي سلطان محمود سالمزي شعر د غونډې وياند ښاغلي حبيب هوتکي او د کانادا د تورنتو د ښار څخه د ښاغلي انجنير سېدا جان کليوال مقاله د ښاغلي الحاج محمد حسن شېرزاد له خوا ولوستل شوه٠
په پای کې د کليفورنيا د هېوارد د ښار د پوهنتون رئيس ښاغلي داکتر عبدالقيوم قيومي له خوا دا درنه غونډه وه ارزول شوه٠ 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery