مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هلمند له والي ښاغلي ګلاب منګل سره ځانګړې مرکه

سورغر اوونیزه

هيله من يم، چې اتلونکى کال به د ځواکونو په زياتوالي سره ستونزې حل شي!


دسورغر څخه په مننه :
سورغر: د هلمند ولايت د عمومي اوضاع په اړه راته وږغېږئ، چې په دغه ولايت کې امنيتي، اقتصادي او زراعتي حالات څه ډول دي؟
م نګل: اوس الحمدالله ورځ تر بلې د هلمند امنيتي حالت مخ پر ښه کېدو روان دى. زما د ماموريت په پيل کې چې د روان کال پيل و، د هلمند ولايت لويه ولسوالي (ګرمسېر) د دښمن تر ولکې لاندې وه، په سنګين کې يوازې يو نظامي مرکز و او په ښکرګاه کې خپلسري، سړي تښتونې، د مخدره توکو قاچاق او نورې بې نظمۍ موجودې وې؛ خو اوس ګرمسېر د دولت يوه پرُامنه ولسوالي ده. همدارنګه په سنګين ولسوالۍ کې حاکميت تامين شوى دى او د سړي تښتونې، خپلسرو او مخدره توکو قاچاق وړونکو مخه نيول شوې ده. د ټول کال په اوږدو کې په لښکرګاه کې ځان وژونکى بريد نه دى شوى، چې بريدکوونکي د امنيتي ځواکونو له خوا يا نيول شوي او يا هم له منځه تللي دي. زه په دې برخه کې د هلمند له خلکو او ټولو امنيتي ځواکونو څ خه د زړه له کومې منننه کوم. همدارنګه د امنيتي ځواکونو تر منځ ښه همږغي رامنځته شوې ده، چې د همدې همږغۍ له امله پر لښکرګاه ښار باندې په دوبي کې د دښمن پراخ يرغل له ماتې سره مخ شو. خو يوه خبره بايد زياته کړم او هغه دا چې په هلمند کې نه يوازې د ټروريزم قوي سرچينې فعاليت کوي؛ بلکې ورسره د مخدره توکو د قاچاق او فساد لويې حلقې هم شته، چې د هلمند امنيت يې له ګواښ سره مخامخ کړى دى . موږ له دوى ټولو سره په سخته مبارزه بوخت يو. البته دا نه يوازې په هلمند؛ بلکې د ټول هېواد په سطحه لويه ستونزه ده. له دې سره_سره موږ د روان کال په بهېر کې تر اوسه دوه څلوېښت تنه د مخدره توکو لوى او کوچني کاروباريان نيولي او همدارنګه مو دري څلوېښت ټنه مخدره توکي نيولي او سوځولي دي.
سورغر: ولې لا هم په هلمند کې ځينې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي، سره له دې چې تاسو د دغو ولسواليو د نيولو لپاره پوره امکانات لرئ او برتانوي ځواکونه مو هم ملاتړ کوي؟
منګل: تاسې پوهېږئ، چې تل لوى عمليات د مرکز په سطحه پلانېږي، او اوس موږ پر دې پلان باندې کار کوو. مهمه دا ده؛ کوم ځاى چې تصفيه کېږي، بايد د ګرمسېر ولسوالۍ په شان پکې دوامداره او ډاډمن امن تامين وي او خلکو ته هغه څه ورکړي، چې د دولت هدف دى او هغه د خلکو آرام ژوند د .
سورغر: ډېرى وختونه رسنۍ هلمند د هېواد له تر ټولو ناآرامو ولايتونو څخه بولي، تاسو د دې ولايت د والي په توګه ويلاى شئ، چې ولې دغه ولايت دومره ناامنه دى، ولې د طالبانو نفوذ پکې زيات او د دولت هغه کم دى؟
منګل: ما مخکې هم وويل، چې په هلمند کې يوازې ټروريزم فعاليت نه لري؛ بلکې په قوي توګه لوى قاچاق وړونکي او په فساد کې ښکېلې کړۍ هم ورسره ملګرې دي او همدارنګه د ځمکو د غصب مافيا هم ده. ځکه هلمند د مساحت له نظره د افغانستان تر ټولو غټ ولايت دى، او يو ميليون او اته سوه زره جريبه ځمکه پکې غصب شوې ده. په دې کې (٣٢٥٠٠) جريبه يوازې هغه ځمکه ده، چې د دولت د تحقيقاتي فارمونو لپاره وه. نو دا خلک هېڅ وخت نه غواړي چې په هلمند کې امنيت تامين شي. که امن وي؛ دوى تر پوښتنې لاندې راځي. البته دا هم بايد ووايم، چې دا غصب زما د ماموريت په وخت کې نه دى شوى.
بله مهمه خبره دا ده، چې د هلمند د امنيتي ځواکونو شمېر هم د نورو ولايتونو په شان دى. که بل ولايت درې زره پوليس ولري، هلمند هم له هغه سره سم پوليس لري. خو که مساحت ته وګورو؛ يوازې ګرمسېر ولسوالي شل زره کيلومتره مربع مساحت لري، چې له دې ر م څخه د هېواد د يو شمېر لږ مساحت لرونکي څلور ولايتونه تشکيلوي؛ خو هغه لږ مساحت لرونکي ولايتونه به هم دوه زره پوليس لري. دا په داسې حال کې ده، چې ګرمسير ولسوالي (١٩٧) تنه پوليس لري. همداراز هلمند ولايت له ګاونډي هېواد پاکستان سره د (١٦٣) کيلومترو په اوږدوالي سرحد لري، چې تر اوسه پر دغه سرحد باندې هېڅ ډول کنټرول وجود نه لري، او ټروريزم او قاچاق وړونکي ورباندې په آزاده توګه تګ_راتګ کوي. دغه څه د ناامنۍ د نورو عواملو تر څنګ د ناامنۍ په رامنځته کېدو کې ډېر مهم رول لري. خو ژمنې شوې، چې هيله من يم په نوي کال کې به د ځواکونو په زياتوالي سره ستونزې حل شي.
سورغر: ستاسو د واکمنۍ په وخت کې، چې دا دى اوس هم د هلمند والي ياست، په دغه ولايت کې د لومړي ځل پاره طالبانو دوه ځله پر مرکزي ښار لښکرګاه بريدونه وکړل او په دغو بريدونو سره يې دا وښودله، چې دوى هلته څ ومره نفوذ لري، تاسو ويلاى شئ چې دا څه ډول بريدونه وو او تر شا يې کوم هدف پروت و؟
منګل: ما مخکې هم وويل، چې ټ وريزم او طالبان د هېواد په کچه يو ګواښ دى، خو په هلمند کې له دوى دواړو سره د مخدره توکو قاچاق او فساد هم م ګري دي. دوى ځواکمن دي او د دوى د حملو تر شا پروت هدف هماغه د ټروريزم، مخدره موادو او په فساد کې د ښکېلو کړيو ه ګټو څخه دفاع ده.
سورغر: تاسو د هلمند ولايت د ولسواليو له اوسېدونکو سره ژمنه کړې وه، چې د ولسواليو او م کز تر منځ غځېدلې لارې به جوړوئ او دغه رنګه به نور بيارغونيز کارونه هم تر سره کوئ، ويلاى شئ چې خپلې ژمنې ته مو څومره د عمل جامه وراغوستې ده؟
منګل: بې له شکه چې وعده مو کړې او د خپلې وعدې د تر سره کولو لپاره مو اقدامات هم کړي دي. په لښکرګاه ښار کې مو د (٤٠) کيلومترو سړکونو د قير کولو سروې بشپړه کړې او د قير کولو کار يې هم پيل شوى دى. د لښکرګاه_ګرمسېر دوه اتيا کيلومتره سړک د جغل اندازۍ کار پيل او روان دى او په نوي کال کې به يې د قير کولو کار هم پيل شي. د لښکرګاه_نادعلي، لښکرګاه_مارجې او لښکرګاه_ګرشک سړکونو د جوړولو کار پيلېدونکى دى. د لښک ګاه_ګرشک او ګرشک_سنګين د سړکونو د اساسي جوړولو لپاره وړ اقدامات شوي، لګښت يې مرسته کوونکو هېوادونو منلى دى. همدارنګه د عربي متحده اماراتو هېواد په مالي مرسته د تېرو درېيو مياشتو په بهېر کې د دوو لېسو، د حرفوي زدکړو دوو مرکزونو او يو لوى جامع جماعت، چې په يوه وخت کې به د لس زره لمونځ کوونکو د لمانځه اداينې لپاره ځاى ولري، د جوړولو کار پيل شوى دى. د کجکي د برېښنا د توليدي فابريکي د ترميم او نوي درېيم توربين د نصبولو کار د (١٨٠) ميليونو ډالرو او همدارنګه د هلمند د هوايي ډګر او زراعتي صنعتي څلوردېرشو فابريکو د جوړولو کار د (٥٤) م يليونو ډالرو په لګښت پيل شوى، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د هلمند د خلکو په ژوند کې بدلون راشي. خو اکثره د پروژو د په ځنډ تطبيقولو او يا هم نه تطبيقولو په اړه زياتې ستونزې په مرکز کابل کې دي، چې هغوى د پروژو د و کولو په برخه کې محلي ظرفيتونه په پام کې نه نيسي. بل دا چې کوم قراردادونه، چې په مرکز کې ورکول کېږي، په دويم او درېيم لاس وي، بيا هم قراردادي نه حاضرېږي، چې پخپل وخت پروژه عملي کړي، چې دې ته بايد مرکز جدي پاملرنه وکړي او شته ستونزې ته د پاى ټکى کښېږدي.
سورغر: که د کوکنارو د کرکيلې په اړه تر سره شويو سروېګانو ته وګورو، نو په ډې و کې هلمند د هېواد تر ټولو زيات کوکنار توليدوونکى ولايت بلل شوى، ولې په دغه ولايت کې د کوکنارو د کرکيلې کچه دومره لوړه ده او ولې يې دولت په مخنيوي کې پاتې راغلى؟
منګل: دا حقيقت دى، چې هلمند د کوکنارو د توليدوونکو په لومړۍ درجه سيمو کې شامل دى. کله چې ما ته د هلمند والي په توګه دنده راوسپارل شوه، ما له هماغې لومړۍ ورځې د نورو کارونو تر څنګ د کوکنارو د کښت کموالي او له منځه وړلو ته پام واړاوه. ما مرسته کوونکو ته د هلمند د حاصلخيزو سيمو تر نامه لاندې د تخمونو د ورکولو طرحه وړاندې کړه، چې له نېکه مرغه زما دغه طرحه ومنل شوه او آمريکا او ب تانيا دوولس ميليونه ډالر ورته برابر کړل. نو په دې اساس (٣٣٠٠) ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه د لښکرګاه شاوخوا نادعلي، ناوې، ګرمسېر، سنګين، ګرشک او موسى کلا (٣٣٥٠٠) تنو کروندګرو ته ووېشل شول. زموږ د پلان له مخې بايد د کوکنارو په کرکيله کې حداقل د پام وړ کمى راشي، او زه باوري يم، چې دا کمښت راغلى دى.
سورغر: له کله چې تاسې د هلمند د والي په توګه دنده پيل کړې، ويلاى شئ چې تر دا مهاله مو د دغه جګړه ځپلي ناآرام ولايت د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره کوم ټولنيز پروګرامونه تر سره کړي، يا په بله معنا له خلکو سره مو د دوى د ژوند د ښه کولو لپاره څه کړي دي؟
منګل: زما يوازېنى هيله د دولت له غوښتنې سره سم خلکو ته د يوه آرام ژوند برابرول دي، چې په دې کې موڅه ناڅه اقدامات هم کړي دي. سوداګر مو دې ته هڅولي دي، چې د خپلو فعاليتونو د انسجام لپاره ټولنې جوړې کړي. سوداګرو ته اسانتياوې برابرې شوې، لکه څنګه چې مې مخکې وويل، په هلمند کې مو د بياجوړونې نوي لويې او کوچنۍ پروژې پيل کړې او لا يې هم پيلوو، چې په دې سره زياتو هلمنديانو ته د کار زمينې برابرې شوې  دي او لا هم برابرېږي.
سورغر: تاسو چې کله په لومړيو کې د والي په ډول دنده پيل کړه، نو له هلمنديانو سره مو ژمنه وکړه، چې د جګړې پر ځاى به سولې ته ترجېح ورکوئ او له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې کوئ، د دغې ژمنې د عملي کولو په برخه کې مو تر اوسه څه کړي دي، آيا له طالبانو سره مو خبرې کړې دي، که مو کړې پايلې يې څه وې؟
منګل: زه تل سوله غواړم او د سولې د تامين لپاره کار کوم. کومه ژمنه مې چې له هلمنديانو سره کړې وه، ورباندې ولاړ يم. ما په سر کې هم وويل چې هلمند ورځ تر بلې د سولې پر لور ګام اخلي، چې همدغه زما د ژمنو دوام دى او خلک ورځ تر بلې پر دولت باندې باور پيدا کوي او دولتي ادارو ته مراجعه کوي، چې پر دولت باندې د خلکو باور پيدا کېدل د سولې د پلويانو برى او د جګړه غوښتونکو ماتې ده.
سورغر: په هلمند کې د نورو ولايتونو په پرتله د ښوونې او روزنې پروسه ډېره ټکنۍ ده. آن دا چې په دې وروستيو کې خو د ځينو ښوونځيو د له منځه وړلو او نړولو خبرونه هم ورکول شول، د دغې لويې ستونزې د هواري لپاره مو څه کړي، ولې هلته ښوونځي آن نړول کېږي؟
منګل: زما د ماموريت له پيل سره سم زه دغه اساسي ستونزې ته متوجه وم او دې پلو ته مې ځانګړې پاملرنه کړې ده. هغه دا چې په هلمند کې د نوي تعليمي کال له پيل سره يوولس بابه مکتبونه چې په تېرو کلونو کې تړل شوي وو، د زدکوونکو پر مخ په لښکرګاه ښار کې بېرته پرانيستل شول. همدارنګه په ولسواليو کې هم نولس تړل شوي ښوونځي پرانيستل شوي، چې له دې جملې څخه شپږ په سنګين، دوه په ګرمسېر، څلور په موسى کلا او اووه په ناوه او نادعلي کې دي. همدا اوس په هلمند کې ټولټال (٥٨٣٩٧) تنه زدکوونکي په زدکړو بوخت دي، او په روان کال کې په ټول ه مند کې د معارف په برخه کې يو شپېته پروژې تر کار لاندې دي. حال دا چې تېر کال دغه پروژې اووه وې. همدارنګه د لسو ښوونځيو او دوه زره تنو زدکوونکو ته د دوو ليليو د جوړولو کار به ډېر ژر پيل شي.
سورغر: داسې ګنګوسې دي، چې ب تانويان په لوى لاس نه غواړي په هلمند کې پياوړى حکومتي نظام رامنځته شي او پرمختګ وشي، دا ګنګوسې څومره ښتيا دي؟
منګل: ما د خپل ماموريت په وخت کې هڅه کړې تر څو د برتانوي ځواکونو پوځي، مالي او نور امکانات په هلم ند کې د امن او سولې د ټينګښت، بياجوړونې او آبادۍ په لار کې په اغېزمنه او ګټوره توګه وکاروم. البته په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم شته.
زما د ادارې، برتانوي (پي ـ آر ـ ټي) او همداراز په هلمند کې د افغان وسله والو ځواکونو او برتانوي نظاميانو تر منځ د ښې همږغۍ رامنځته کېدل پر ستونزو باندې زموږ د برياليتوب ښکارندويي کوي.
سورغر: هلمنديانو ته مو د پيغام په ډول ويل څه دي؟
منګل: زه د هلمند له پتمن ولس څخه غواړم لکه څنګه يې چې تر اوسه د ټروريزم، مخدره توکو او فساد په وړاندې د مبارزې او ښوونځيو د دروازو د خلاصولو په لار کې راسره مرسته کړې، نور هم خپلې هڅې پياوړې او ګړندۍ کړي تر څو په ګډه بيا هلمند د مخدره توکو، ټروريزم او فساد د موجوديت له پيغور څخه خلاص او د سولې او امن په فضا کې په ټول هلمند کې د معارف ډېوه روښانه شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery