د غزني ولايت له ښوونځيو سره مرسته و
وه (رپوټ)
د غزني د بيا رغاونې ولايتي ډله د دغه ولايت له ښوونځيو سره ډېر شمېر مرستې
وکړې. په دغو مرستو کې د غزني ولايت د پوهنې رياست په همغږۍ 6 ښوونځيو ته مرستې ورکړل شوې، د ليک او لوست توکو
په ګډون د ميز، چوکى، توره او سپينه تخته، قرطاسيې، نقشه، کتابچې او داسې نور توکي ووېشل شول. د غزنې ولايت د
پوهنې يو مسؤل ښاغلي رفيقي په وينا: د دغو ټولو کمکونو سره سره، په پلان کې ده چى يوه ودانۍ هغه پوهنتون چى پدې
ورستيو کې پرانستل شو جوړ کړاي شي. اوسمهال 250 محصلين په کتابځاى کې لوست کوي. نوموړي زياته کړه: مونږ په پ
ان کې لرو چى راتلونکى تعليمى کال کې د محصلينو شمېره 500 ته ورسوو، د دې سره سره مونږ غواړو چى د کرهڼې او د
تخنيکي علومو يوه پوهنځى هم پرانيزو. د غزني ولايت د بيارغاونې ولايتي ډلې د دغو مرستو په ګډون 250 جلد
کتابونه د انګليسى ژبې زده کړې لپاره ورکړي دي.ښاغلي رفيقي زياته کړه: مونږ پدې وروستيو کې د کرهڼې پوهنځى لپاره
کمپيوترونه، د دفتر توکي، ميز او چوکى ترلاسه کړل. د انګليسى ژبې د زده کړې لپاره چى کتابونه راکړل شول، مننه
کوو.
د غزني د بيارغاونې ولايتي ډلې وويل چى دا به وروستۍ مرستې نه وي، هغوي د نوموړي ولايت د پوهنې
په برخه کې ډېرې پروژې په پلان کې لري.