يو شمېر کار پوهان،دولت
په مورنۍ ژبه ماشومانو ته د زده کړې په چمتو کولو کې پاتې بولي.
نن د ( فبرورۍ ٢١مه ) ده، دغه ورځ د ملګرو
ملتونو د علمي، تعليمي او کولتوري سازمان ( يونسکو) له خوا په ١٩٩٩ ميلادي کال کې د مورنۍ ژبې د
نړيوالې ورځې په توګه اعلان شوې او هرکال په همدې ورځ لمانځل کېږي . د هېواد اساسي قانون ٤٣ مادې هم ، دو
ت مكلف کړى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزم
ن پروګرام وضع اوتطبيق كړي او د مورنيوژبو د تدريس لپاره په هغوسيمو كې چې پرې خبرې كېږي، لاره هواره كړي . خو
نن چې داساسي قانون له تصويب څخه پنځه کاله تېرېږي، بياهم په دې اړه د پام وړ څه نه دي شوي . د سرڅېړونکي
استاد حبيب الله رفېع په باور، دولت په دې برخه کې نه دى توانېدلى چې خپله دنده ترسره کړي . هغه وويل: (( دا د
دولت دنده ده، خو زه فکر کوم چې دولت يواځې په سلو کې پنځه بريالى شوى، چې دغه کار ترسره کړي . )) د کابل
پوهنتون استادې حميرا حقمل په اند، يوشمېر کسان په لوى لاس د اساسي قانون ددغې مادې د پلي کېدو مخه، ډب
کوي .
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: (( ټوله ستونزه د قانون نه حاکميت دى، که قانون پلي شي نو د يوشمېر
کړيو ګټې له ګواښ سره مخ کېږي . )) د حقمل په وينا، ځينې وسلوالې ډلې او بهرني لاسونه کوښښ کوي چې له دې مسئلې
څخه هم ناوړه ګټه پورته کړي او ژبني تبعيض ته لمن ووهي . د حقمل د څرګندونو له مخې ، هغه داسې کسان پېژني
چې تېر کال يې د اساسي قانون د همدې مادې په پلي کولو کې له دولت سره همکاري کوله او پښتنو او دري ژبو ماشوم
انو ته يې د زده کړو برابرول پيل کړل، خو د چارواکيو لخوا جزايي شول او په لرې سيمو کې دندې ورکړل شوې . خو هغې په
دې اړه د چا نوم وا نه خيست . که څه هم په مورنۍ ژبه ماشومانو ته د زده کړې برابرولو غوښتنه څو ځلې په پراخه کچه
شوې ده خو لا عملي شوې نه ده . تېرکال د لويې پکتيا قومي مشرانو په کابل کې د يوې غونډې پرمهال، په ټول
هېواد کې په مورنۍ ژبه د زده کړو برابرولو غوښتنه کړې وه . په مورنۍ ژبه دزده کړې ستونزه تر ډېره په پلازمينه
کابل کې ده ځکه په دغه ګڼ ميشتې ښار کې له دري او پښتو ژبو ويونکيو پرته د ځينو نورو ژبو ويونکي هم اوسېږي خو
تدريس تر ډېره په دري ژبه ده . د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي جمعه ګل په هغه غونډه کې چې
تېر کال جوړه شوې وه ، ويلي وو : ((که څوک کابل ته راځي نو ماشومان يې بايد اول دري زده کړي او بيا درس
ووايي . ))
دغه راز د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي محمد نبي چې دا مهال په کابل کې اوسېږي پژواک خبري
اژانس ته وويل: (( زموږ ماشومان چې را لوييږي نو پښتو زده کوي، کله چې مکتب ته لاړ شي نو يو دم ورته په درې
ژبه درسونه شروع شي ، دا کار ددې باعث کېږي چې ماشومان مو تنبل وي. )) هغه وايي چې له دوى نه ما
ومان په کور کې اول د ښوونځي د درس مانا پوښتي او بيا ترې د زده کولو غوښتنه کوي . د احمد شاه بابا مېنې
د ابراهيم خليل الله د لېسې يوه زده کوونکي عبدالباري په وينا، د روان کال په سر کې د دوى ښوونځي کې په پښتو د
زده کړو لړۍ پيل شوه، خو وروسته هرڅه ګډوډ شول . هغه وويل: (( ما په پاکستان کې په پښتو زده کړې کولې او چې ک
ه د کابل ارزان قيمت ته راغلو نو ډېر خوښ وو چې په پښتو به زده کړې کوو،خو داسې ونه شول . ))د هغه په وينا،
دوى اړ دي لومړى د لوست مانا زده کړي او بيا يې مفهوم ذهن ته وسپاري . د پوهنې وزارت که څه هم د روان کال په
سر کې په مورنۍ ژبو زده کړه له کابل څخه پيل کړه خو د يوشمېر کړيو له سخت غبرګون سره مخ شوه او دې حق ته يې د
تبعيض نوم ورکړ . افغان ماشومان په داسې حال کې په مورنۍ ژبه له زده کړې څخه محروم دي ، چې کارپوهان
د فکر ژبه مورنۍ ژبه ګڼي او باوري دي چې له مورنۍ ژبې پرته زده کړه ستونزمنه وي .
د پژواک له ټیم څخه په
مننې چې دا راپور یې مونږ ته وسپارل