مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-22   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د حالاتو په اړه د برهان الدین رباني څرګندوني

((برهان الدین رباني: د ترهګرۍ پر ضد د ړندې  مبارزې پر ځای باید د ترهګرۍ عوامل وڅیړل شي))

د افغانستان د ملي ټلوالي او جمیعت اسلامي ګوند مشري برهان الدین رباني نن په کابې کې د دغه ښار د خلکو  د تاریخي پاڅون په مراسمو کې وینا وکړه. له نن څخه دیرش کاله دمخه د کابل ښار له بیلا بیلو سیمو د لاس پوڅي حکومت او شوروي ځواکونو پر ضد پاڅون پیل شو چې په ترځ کې یې ۵۰۰۰ تنه پاڅون کونکي مړه او ژوبل شول.  برهان الدین رباني په دغه پاڅون کې د ځوانانو رول مهم او اغیزمن په ګوتو کړ او دغه پآڅون یې د جهاد او مقاومت پیلامه وبلله. رباني وویل چې په روانو حالاتو کې په پوځي تجهیزاتو نه شو کولای د دښمن پر وړاندي بریالي شو او باید له عقل او فکر څخه کار واخلو. نوموړي وویل: (( افغان دولت باید د ترهګرۍ پر ضد د رواني ړندې  مبارزې پر ځای لومړی د ترهګرۍ عوامل او ریښي ومومي او بیا د هغه له م ینځه یوسی). د افغانستان دغه پخواني او لنډ مهالي ولسمشر په تیرو اوو کلونو کې د افغان دولت منفي لاس ته راوړني د مثبتو په پرتله ډیري او د پام وړ وبللي. ښاغلي رباني د مخالفینو پیاوړتیا و نه منله او زیاته یې کړه چې مخالفین نه دي قوي شوي بلکه افغان دولت ناتوانه او د هغوي په وړاندي ضعیف شوی دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery