رالیږونکی : بهادر متون
د خوست په مرکز کې د ژورنالستانو د همغږۍ او همکارۍ په موخه،د همدې ولايت په نوم ميډيا سنټر پرانېستل شو
.
په خوست ميډيا سنټر کې به ژورنالستان له يو بل سره کاري تجربې شريکوي او هم به مسلکي روزنې ورکول کېږ
ي .
د خوست ميډيا سنټر يوه موخه دا ده، چې له بېلابېلو سرچينو خبرونه راټول او بيا يې په خپل وخت د
رسنيو استازيو ته وركړي .
په خوست كې د ژورنالستانو اتحاديې مشر محمدغفور مهيدي، ددغه مرکز پرانېسته
مهمه وبلله او ويې ويل : (( د دغه مركز له جوړيدو سره به له يوې خوا سرچينو ته ژورنالستان په اسانه
اسرسى و مومومي او له بلې خوا به مسلکي شي . ))
سرچينې به له دغه مرکز سره د پېښو په اړه معلومات شريکوي او
بيا به ژورنالستان له دغو معلوماتو څخه په خپلو ګزارشونو کې ګټه اخلي .
په خوست كې د
ځوان غږ راډيو خبريال فاروق جان وويل چې دلته خبريالان د معلوماتو د ترلاسه کولو پر مهال له ستونزو سره
مخ دي او دا ځکه چې منابعو ته لاسرسى ستونزمن دى .
ده وويل چې د خوست ميډيا سنټر له جوړيدو سره
به دغه ستونزه هواره شي .
خوست مېډيا سنټر له رسمي پرانېستې وړاندې ځوانو ژورنالستانو ته د کم
پيوټر په برخه کې روزنه ورکړې اوهم يې د بيات بنياد او ځايي سوداګرو په مرسته يو عامه كتابتون د مينه
والو پرمخ پرانېستى دى.
د پژواک له همکارانو په مننه