مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-05   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

رپورټ :د رحمان بابا په مزار بمي چاودنه اوغبرګونونه

فضل الرحمان زاهد

پېښور _ پاکستان

پېښور : نن سحر په ساخت کښې د پښتنو د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا په مزار يوه بمي چاودنه وشوه ـ په مزار کښې پروت هر يو څيز ټوک ټوک او ذرې ذرې شو ـ

د خبر مطابق سحر وختي ځنې نامعلومه شرخوښو دلته يو پنځه کیلو وزني بم اېښودئ و چې په يو غټ درز سره اوچاودو ـ

هر څو چې د آبادۍ بنياد سلامت پاتې شوئ دئ ، په دې کښې پراته هر څه تس نس شوي دي او په ديوال کښې ئې يو غټ سورئ هم جوړ کړئ دی ـ

د رحمان بابا په مزار د پښتونخوا د پخواني وزير اعلی خدائ بخښلي امير افضل خان په وخت کښې کار پېل شوی و او ايله اوس اوس څو مياشتې وړاندې د افغانستان د حکومت په م سته ددې سرسڼه سر ته رسيدلې وه ـ

په دې اړه نن سحر په باچاخان ريسرچ سنټر کښې يوه هنګامي غونډه هم وشوه چې مشري ئې د باچاخان ريسرچ سنټر ډائريکټر ډاکټر فضل الرحيم مروت کوله ـ په دې غونډه کښې د نورو نه علاوۀ نوموړي اعر او د پښتون مجلي مشر ايډيټر ښاغلي رحمت شاه سائل ، ليکوال مشتاق مجروح يوسف زئې ، ځلان مومند ، فضل الرحمان زاهد ، امجد شهزاد، عبدالله او قاضي حضور الله هم شرکت درلود ـ

په غونډه کښې په دې واقعه د زړه د تلۀ افسوس وشو دا ئې يو ډېر ناوړه کار اوبالۀ ـ

په اجلاس کښې رحمت شاه سائيل وويل چې دا چاودنه يواځې د پښتون صوفي شاعر په مزار نه ده بلکه دې دا سوال پېدا کړی دی چې په سيمه کښې د پښتنو نور تاريخي ای مقدس مقامات په څه حال کښې دي ـ

دوۍ زياته کړه چې که ګډ وډۍ ای اړي ګړي دا کار داسې جاري اوساتل شي نو دا به يواځې په پښتنه سيمه خپل اغېز نه پرېباسي بلکه په منطقه کښې به هيڅ يو مقدس ، تاريخي ځائې هم په امن پاتې نه شي ـ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery