مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-07   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د امریکې د باندنیو چارو له وزیرې هیلري کلینټون سره مرکه

 

د امریکې د باندنیو چارو له وزیرې هیلري کلینټون سره مرکه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د بینوا ویب پاڼي د نو لوستونکو دغه مرکه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د امریکې د باندنیو چارو له وزیرې میرمن هیلري کلینټون سره د افغانستان پر وخت د جمعې په ماښام تر سره شوې چې پښتو ژباړې ته یې ستاسو پام را اړوو.


پوښتنه: میرمن کلینټون تاسو به بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون پر وخت په مشخصه توګه په کومو م وضوع ګانو خبري وکړې؟

ځواب: مونږ له خپلو اروپآيي متحدینو او د اروپايي اتحادیې له غړو سره په نړیوال ام نیت، اقتصادي مسایلو، د روسیې او جورجیا په لانجې او همدا راز د افغانستان پر حالاتو خبري وکړي.
دغه خبري ډی ي تودې وي، پر ځینو مسایلو سره سلا شوو خو پر ځینو مسایلو لا هم بحثونه روان دي او هر څوک هڅه کوي چې خپل دلایل د قناعت وړ وبولي خو په ټوله کې خبري په دیره ښه توګه تر سره شوې او لوری یې سم بولو.

پوښتنه:
میرمن ک ینټون! تاسو د دې غونډې په حاشیه کې د روسیې له باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په جلا توګه وکتل ایا دا په دې معنی نه ده چې د امریکې نوی حکومت له روسیې سره نوي روابط جوړول غواړي؟

ځواب: دا سمه خبره ده چې ما له ښاغلي لاوروف سره د غونډې په حاشیه کې خبري وکړي.
 "مونږ په ټوله کې د سیمې پر امنیت، د روسیې او امریکې تر  منځ د اړیکو پر ښه والي، ترهګرۍ او هغو مسایلو خبري وکړې چې واشنګټن او مسکو ته په سیمه کې  ډیر مهم او لومړي توب ل ي."
په نړیوال امنیت او د انرژۍ پر خوندي توب مو هم بحثونه درلودل  خو په  اصل کې زمونږ هڅه دا ده چې یو پر بل د اعتماد د درلودو فضا غښتلي کړو تر  څو واشنګټن او مسکو په سیمه کې خپلې موخې په ښه توګه تر لاسه کړي."
"یوه بله مسله چې ما پرې له ښاغلي لاوروف سره خبري وکړي هغه د جورجیا مسله وه. "ما هغه ته وویل چې پر جو جیا باندې د روسیې د ځواکونو وروستی یرغل د زغملو وړ نه دی او د هر راز نړیوالو قوانینو په مخالفت کې قرار لري." زما په باور چې روسیه باید د خپلواکو هیوادونو خپلواکي ته درناوی وکړي تر څو تر نړیوالو نیوکو لاندي را نه شي او مونږ به خپل اروپايي متحدین په سختو حالاتو کې هیر نه کړو او له هغو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړو."


پوښتنه: میرمن کلینټون، داسي ویل کیږي چې تاسو په دې غونډه کې په اروپا کې د امریکې د توغندیو د دفاعي سیستم په لګولو هم خبري وکړي ستاسو د متحدینو غبرګون په دې اړه څه وو؟
او تاسو به روسیه په دې اړه څنګه قانع کړۍ؟

ځواب:

"په اروپا کې د میزایلو د دفاعي سیتسم نصبول زمونږ  د امنیت  د خوندي توب یوه برخه ده  او هغه په دې معنی چې مونږ د سیمې له یو شمیر هیوادونو ګواښونه محسوسوو او له روسیې غواړو چې له مونږ سره په دې سیستم کې برخه واخلي. "
واشنګټن دا نه وایې چې له روسیې څخه ورته ګواښ متوجه دی، بلکه ښايي د سیمې یو بل هیواد وي او یا هم هغه ترهګري ډلي چې د خپلواکو هیوادونو منافعو ته د خطرونو د زیږولو په حال کې دي.
هغه څه چې مونږ یې وایو او کوو یې هغه واضح او روښانه دي.
مونږ له تهران څخه دا هم غواړو چې د دغو سیستمونو په لګولو کې له مونږ سره د شریک باڼي په توګه برخه  واخلي او زمونږ همکاره اوسي ځکه دا کار روسیې ته د ګواښ مفهوم نه لري.

پوښتنه: آیا د ایران په اړه د امریکې د نوي دولت پالیسي همغه د پخواني حکومت پالیسي ده او که نور څه؟

ځواب:" مونږ غواړو له ایران سره د هغه ملک د اتومي پروګرام په اړه خبري وکړو او ټولي هغه ممکنه لاري چاري و ټوو چې پرې ایران د اتومي بم له جوړولو را وګرځوو."
مونږ له ایران سره د خبرو لاره د اوس لپاره غوره بولو  خو وروسته به بیا وګورو چې بله کومه لار شته که څنګه.
"امریکا غواړي چې ایران او واشنګټن په عمل کې یو له بل س ه همکاري وکړي."

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery