مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-09   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

اخریی د بابا پر مزار هم ایله ونکړه(رپوټ)

اخریی د بابا پر مزار هم ایله ونکړه

 

دفرهنګي لوټمارانو دیرغل یوبله ناولې څیره را ښکاره شوه. چی د تاریخ په اوږدوکې دچاپه کلتورباندې داسې تیری لاتراوسه پورې ندی شوی. خو سره له دې چی پر پښتنو باندی یې ډول ډول نا تاری لورولي  دي ددوی د عظیم خصیت رحمان بابا پرمزار باندې بمي برید کوي. او د پښتنو دا درنه شتمني چی په ټوله نړۍ کی یی ځلانده ارزښت درلود د تورو باروتو په بیه ګډه وډه کړه .

 انا الالله و انا الیه راجعون

 د تصوف سلطان عبدالرحمان بابا سمه ده چی هغه پښتون  دی  خو د هغه منور کلام ته چی له هر اړخه  سړی ور ته  ځیرشي نو په ښکاره جوتیږي چی ټول بشریت ته پکی دهغوی  خپلو معنوی ښیګڼو پوری تړاو ورکوي نه داچی دده کلام  په کوم ځانګړي وم پوري وي او یا هم د نورو پکې سپکاوی شوی وي

هغه په خپله وایی

 

 در حمان کلام په داسبب شیرین دی

 چی کلام یې هر کلام دی د اخلاص

-------------------------------------

 

ته په هره ګړۍ غم دسیم اوزرخورې

ز ه دې هره ګړۍوینم چی خپل سرخورې

عاقبت به دې یو خنډ له سینې ووځی

ته چی تل په هر یو ښاخ باندې ثمرخورې

---------------------------------------

په ښه خوی له بدخواهانو بی پروایم

په نرمۍلکه اوبه داورسزایم

وهرچاته په خپل شکل څرګندیږم

ایْنه غوندې بی رویه بی ریایم

قناعت مې تر خرقی لاندی اطلس دی

پټ ددرست جهان بادشاه ظاهرګدایم

-------------------------------------

بیا نو پر دغه بزدل دښمن باندې څه ټکه رالویدلې وه چی ددغه مخور او مشرف انسان پر مقبره باندې یی بمی حمله وکړله.

 دښمن لی ې هم نه دی اونږدې هم.خوشاید ټول یی وپیژني چی دغه فر هنګي یرغلګر له کومه وخته د افغانانو داصلیت، کلتور او ف هنګ دله منځه وړلو لپاره بډې وهلي دي او نه غواړي چی د پښتو په فرهنګ کی ځلانده پرمختګ وشي . خبره خو داده چی دافغا نا نو( پښتنو) پر سر هم داسې چت نه شته چی هغوی دې ورځنې لاندی خپل ځا نونه او خپلی ګټې خوندي وساتي. خو ارانو د چغل لاندي خپل د سیالۍ او شریکۍ ژوند په مخ بوولی دی.

 او د همدغه لوړ شهامت له مخه په ډاډه زړره دغه خچن دښمن ته په ډاګه کووم چی درحمان بابا لوړشان او شوکت ته به هیڅوک هیڅ ډول ضرر ونشي رسولی. پرته له دې چی ابه په خلکو باندی محترم ‏شي او لابه یی دبدبه بی توله شي ځکه چی رحمان با با نه یوازي د افغانانو د ژبوپر سر او زړونوکې ژوندی دی بلکې د ډیرو نړیوالو د ستاینې ستوری دی .

عبدالجمیل ممتاز

کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery