مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-14   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

په چین کې د سینې سرطان ډیر شوی (رپوټ)

په چین کې د سینې سرطان ډیر شوی (رپوټ)

می ویس جلالزی

د چین د طبي چارو ماهرین وایې چې په دغه هیواد کې د سینې په سرطان د اخته  کسانو شمیره  د هرې بلې لسیزې په پرتله  اوس  ډیره شوي ده.

په دې ناروغۍ د اخته کسانو زیات شمیر یې په پلازمینه بیجینګ  کې استوګنه لري.

د چین هیواد ټایمز ورځپاڼي رپوټ ورکړی چې په روانه لسیزه کې  په دغه ناروغۍ کې ۳۵ سلنه ډیر والی راغلی او اوس په هر ۱۰۰۰۰۰ ښځو کې ۴۵ هغه یې د سینې په سرطان اخته شوي دي.

د پلازمینې بیجنیګ د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د  مرکز ډاکټران د دې ناروغۍ اصلي عوامل د هوا خرابوالی او د ښځو کورنۍ ستونزي په ګوتو کوي.

هغوي توصیه کوي چې د ښځو په ژوند کې زیات خفګان د دې لامل ګرځي چې هغوي د نورمالو او خو هاله ښځو په پرتله  زیاتي د سینې په سرطان اخته شي.

د چین دولت د هېواد ټولو صحي مراکزو ته امر کړی چې  د دغې ناروغۍ د وقایې په برخه کې د تبلیغاتو لړۍ پراخه کړي او خلګ د رسنیو له لارې  په دې پوه کړي چې څرنګه کولای شي له دغې ناروغۍ ځان وژغوري.

طب تر اوسه نه دی توانیدلی چې د دې وژونکي ناروغۍ د  علاج لپاره دارو درمل ومومي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery