نن پنجشنبه د كب ۲۹ د متحده
اماراتو د دوبۍ ښار په هيلتون هوټل كي د لويي پكتيا مشرانو او مخورو ستره غونډه وكړه
دي غونډي ته س
اكار وزير او دپكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد ، د بغلان والي ښاغلي محمد اكبر باركزۍ ، د پكتيا ولايتي شورا
رئيس او غړي ، په جنوب ختيځ زون كي د ملي پخلايني د كميسيون مشر مولوي حبيب الله منګل اورسره پلاوي نوموړي
غونډي ته ور بلل شوي وو.
دا غونډه چي ظاهرآ د پكتيا والي د ښو كړونو د ستايني په موخه دوبۍ كي جوړه شوي وه
شاو خوا ۱۰۰۰ تنو پكتيا والو او عرب ميشتو افغانانو برخه اخيستي وه .
د غونډي پيل كي حاجي ضابط سليمان په
عربي اماراتو كي د لويي پكتيا د كډوالو په استازي توب د ښه راغلاست وينا وكړه ، او په خپلو خبرو كي يي د هم
درد كړني په پكتيا ولايت كي وستايلي .
غونډي ته د پكتيا ولايتي شورا رئيس ډاكټر محمدا جان منګل وويل : م
ونږ نن په دوبي كي ددي لپاره راټول شوي يو ، چي په ملي يووالي خبري وكړو ، او اد افغانستان رواني شخړي ته وكو
اي شو د پاي ټكي كيږدو .
په دوبۍ كي يو بل افغان مشر حاجي بركت په شته ستونزو خبري وكړي او وي ويل :
م
ونږ دلته د خپلو بچو لپاره هيڅ ډول په خپله مورنۍ ژبه ښوونځي نلرو ، او مونږ ليواله يوو چي د راتلو نكو ټاكنو
پاره ، ددي لپاره چي دلته يو شمير ډير افغانان ژوند كوي د رايي وركوني سايټونه خلاص شي
غوڼدي ته د بغلان
والي ښاغلي محمد اكبر باركزي هم وينا وكړه او ، او د لويي پكتيا د غه ستره غونډه يي يوه نمونه او نه هي
يدونكي خاطره وبلله .
پكتيا والي ښاغلي همدرد د خپلي وينا په ترڅ كي ، برخه والو پكتيا ولايت كي د پلي شوو
پروژو په لنډ ډول راپور وكړ او وي ويل ، سږ كال په ټوله پكتيا كي ۳۸۸ ميليونه ډالره پيسي په ۵۳۷ وړو او غټو پ
وژو ليږيدلي خو دا يي كافي و نه بللي
همدا رنګه همدرد وويل : سږ كال مونږ په پام كي لرو ، چي په ټوله
پكتيا كي د ګرديز – غزني سرك په شمول ۴۳۵ كيلومتره پوخ سرك جوړ كړو، چي ددي سركونو په جوړولو سره په پكتيا كي
به داسي سرك و نه موندل شي چي خامه و اوسي .
پكتيا والي د امنيت د ښه والي په برخه كي له پكتيا والو مننه
وكړه او په امنيت كي يي د دوي مرسته اړينه او په دوي پوري اړوند وبلله
ښاغلي همدرد د افغانستان ستونزي
ته په اشاري سره وويل ، د هيواد اوسنۍ روانه ستونزه په جنګ نه حل كيږي ، ده ووي چي جنګ د حل لار نه ده ، ده يو ځل
بيا په ټول ښكيلو ډول غږ و كړ تر څو د يوه ميز تر شا كښيني او په شته ستونزو خبري وشي .
ده وويل زه حاضر يم
په هر وخت اهر ځاي كي له هر ناراضي سره خبري وكړم . د ه راتلو نكو ټاكنو ته په اشاري سره وويل ، مونږ بايد
داسي كانديد ته رايه وركړو چي هغه افغان ، مسلمان او ددي خاوري اصيل بچۍ وي .
همدرد د خلكو د پوښتي په ځواب
كي وويل ( ما د هيواد د پوهني وزير سره د ښوونځي په اړه خبري وكړي او هغه ډاډ راكړ چي د دوبۍ ميشتو افغانانو ته
بۀ په خپله ژبه ښوونځي پرانيځي )
غونډه په دي دريځ پاي ته ورسيده چي ټول پكتيا وال كه په هيواد كي دننه ،
ه هيواده بهر په اماراتو او يا غربي ممالكو كي وي ، په ټاكنو كي به يو درځ لري او له يوه مشخص نوماند نه به پ
وي كوي .
– متحده امارات