میرویس جلالزی
نن د حمل میا
تې لومړۍ نیټه د نوي کال (نوروز) له ورځي سره برابره وه. په ټول افغانستان کې دغه ورځ د ځانګړو م
اسمو په ترځ کې نمانځل کیږي.
په بلخ ولایت کې هم د سخې صاحب ( حضرت علي کرم الله وجه) پر مزار جنډې پورته کیږ
ي او په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړیږي هر کال په سلهاوو زره کسان برخه اخلي.
نن په مزار ښار کې هم
په سلهاوو زره افغانان را ټول شوي وو او دغه ورځ یې ونمانځله.
د مزار په ښار کې په جوړ شويو دغو مراسمو کې د
ایران د بهرنیو چارو د وزیر منوچهرمتکي سربیره د تاجکستان او افغانستان د باندنیو چارو وزیرانو هم برخه
درلوده.
د مراسمو پیل د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم له خوا وشو. نوموړي د تشریفاتو ټولګی م
عاینه کړ او بیرته لوژ ته ستون شو.
د دغو مراسمو بهیر د نړیوالو ټلویزیوني شبکو لکه د ایران د
صداوسیما،الجزیرې، تاجک ټلویزیون، د افغانستان د آریانا، ملي، طلوع، افغان او آینې ټلویزیوني چینلونو څخه په
ژوندې بڼه خپریدل.
د نوروز د جشن د مراسمو پیلامه په ملي سرود وشوه.
د مراسمو ټول ګډونوال
افغانان او بهرني میلمانه د ملي سرود د احترام لپاره په پښو ودریدل او ځانګړي ځواکونه د ښار په بیلا بیلو
برخو کې د تیارسي په حال کې شول.
ورپسې د ولسمشر کرزي وینا واورول شوه.
په وینا کې د بلخ د
والي عطامحمد نور ستاینه شوي وه او نوموړی د افغانستان د یوه اصیل او وفادار بچي په توګه نومول شوی وو.
د مراسمو د پیل وینا ښاغلي عطامحمدنور ورکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلام ستر پیغام حضرت محمد ته
درود واستاوه، او د سولې او ثبات هیله یې وکړه او په ورته وخت کې یې د فلسطین د ولس د آزادۍ او سر لوړی غوښتنه
وکړه.
نوموړي میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د ایران، تاجکستان او ایکو اقتصادي سازمان غړو ګډون والو
ته چې دغلته د میلمنو په توګه ناست وو، کور ودانی ووایه.
ښاغلي نور د تل په شان یو ځل بیا د هغو سوداګ
و نومونه یاد کړل چې پر وینا یې د نوروز د مراسمو په جوړولو کې یې برخه اخیستي وه.
نوموړي له کفایت شرکت
،برکت شرکت ، افغان یونایتید بانک، کابل بانک، د الکوزي شرکت او یو شمیر نورو شرکتونه څخه مننه وکړه چې د
ده پر وینا د نوروز د مراسمو په جوړولو او همدا راز د بلخ ولایت په سمسورتیا کې یې تل فعاله او رغنده
ونډه اخیستي ده.
نوموړي د بلخ ولایت په استازي توب له نړیوالي ټولني غوښتنه وکړه چې د بلخ او بلخیانو د
پرمختګ لپاره خپلې هڅي او مرستې زیاتي کړي.
عطا محمدنور د خپلو خبرو پر مهال د امریکې له ولسمشر بارک
اوبهاما غوښتنه وکړه چې د فلسطین، عراق او افغانستان لپاره خپلي امنیتي طرحې زیاتي کړي او په خاصه توګه د اس
ایلو له خوا د فلسطین اشغال خطم کړي.
له عطامحمد نور وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم
وینا وکړه او په لومړي سر کې یې د ولسمشر پیغام ولوست.
په پيغام کې هیله ښودل شوي وه چې نوی کال د
سولې، صفا، آبادۍ او فراوانۍ کال وي.
په پیغام کې تیر کال افغانستان څه نا څه له کړاونو ډک کال ښودل شوی وو
خو بیا هم د کرزي پر وینا چې یو شمیر پرمختګونه وشول.
کرزي ویلي وو چې د ښونځیو سوځول، چاودنې، او د ولسي
وګرو وژنو زمونږ د ملت روحیه ضعیفه نه کړه او زمونږ ملت د پرمختګ لپاره خپلي هڅي زیاتې کړي او دې کار دوام
وموند.
خرم له کرزي څخه په نکل وویل چې د ولسي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره زمونږ هڅي به په نوي کال کې ښې
پایلي ولري او په اړه یې له اړوندو امنیتي چارواکو سره خبري شوي دی.
ورپسې د بلخ ولایت وکیلې میرمن
سیفورې نیازۍ د ولسي جرګې د دیني، فرهنګی او لوړو زدکړو د کمیسیون له خوا عطا محمد نور ته ب
ابره شوی ستاین لیک ورکړ.
دغه ستاین لیک ښاغلي نور ته په بلخ ولایت کې د هغه د ښو
خدمتونو په پاس ورکړ شو.
ورپسې سناتور عبدالغني د مشرانو جرګې په استازي توب ښاغلي نور ته برابر
وی ستاین لیک وسپارل.
د دغو مراسمو په پای کې د بلخ ولایت د عالمانو شورا غړي قاري شیرزاده افغانستان ته
د سوکالۍ دعا وکړه او ورپسې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د جنډې د پورته کولو امر وکړ.
جنډه په داسي حال چې ملي سرود هم غږول کیده او د توپونو د ډزو غږونو مراسم په ځان کې نغښتي وو پورته کړای
وه.
له پاسه چورلکو امنیتي څار کاوه او په له ولولو ډکه دغه تاریخي غونډې باندي یې د مبارکۍ پیغامونه پا
ل.
دغه مراسم بي له کومي امنیتي ستونزي په سمه توګه سر ته ورسیدل او تر اوسه د هیڅ راز ناوړي پیښې رپوټ
نه دی ورکړ شوی.