په معده او زړه د عسلو اغیرې(رپوټ)
میرویس ج
الزی
طبي څیړنو ښولي چې شات یا عسل د زړه د ماهیچو او شریانونو په خلاصولو او پراخ والي کې عمده رول
ري.
د امریکې په طبي ژورنال کې د یوې تازه څيړنې پایلې ښيی، کله چې د زړه شریانونه او عضلې ډیرکار وکړي
او ستومانه شي نو که چیرته عسل وخوړل شي نو دا به استعمالونکي ته دا موکه ورکړي چې د زړه دغه برخې یې بیرته له
ستومانۍ ووزي او په نورماله توګه فعالیت وکړي.
تحقیق د زړه په ناروغۍ اخته کسانو ته توسعه کوي چې په ورځ کې
دوه یا دری ځله شات وخوري ځکه چې شات د هغوي د زړه ماهیچو او شریانونو ته ډيره ګټه لري.
په ورته وخت کې عسل
کولای شي چې د زړه له تصادفي ودریدو څخه هم په بي ساري توګه مخ نیوی وکړي خو شرط یې دا دی چې ناروغ کس اصلي شات
وخوري.
همدا راز شات په معدې باندي هم ډیره مثبته اغیزه لري.
د طبي چارو څیړونکي شات، د معدې ټپونو
ته مستوره پانسمان بولي او د زخمونو د پراخ والي مخنیوی کوي.
د روسیې یوه ډاکټر ښآغلي لونسون په مسکو
کې په ۲۹ تنو هغو کسانو چې د معدې په درد اخته ول د شاتو اثرات څيړلي او هغوي ته یې په ورځ کې د ۵۰۰ ګرامه عسکو
په ورکولو سره دا ومونده چې له دې ډلي د ۲۰ تنو په دردونو کې کموالی راغلی او د هرې ورځي په تیریدو د ناروغانو
حالت ښه کیده.
ډاکټر لونسون نوموړي ناروغان تر یوې درملني وروسته تر اندسکوپي معاینې لاندي ونیول چې
د اوو تنو د معدې زخمونه په بشپړه توګه له مینځه تللي وو.