مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-24   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

بلخ کې د ګډفرهنګي یون په لور غونډه( رپوټ)

ذبيح الله اح ساس


ذبيح الله احساس


((بلخ كې د ګډ ف هنګي يون په لور)) غونډه وشوه.


د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د كب په دويمه د نوي كال په وياړ (په بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور)) تر سرليك لاندې يو پرتمينه غونډه وشوه.


د غونډې په اوږدو كې د دانش خپرونديې ټولنې مشر اسدالله دانش د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ كتابونو مرسته وكړه.


غونډه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى او مومند بابا ادبي بهير په هراړخيزو مرستو جوړه شوې وه چې د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ځينې فرهنګيان او فرهنګپال يې په ډاليو ونازول.


غونډې درې برخې (ويناوې، مشاعره او موسيقي) درلودې چې د بلخ ولايت د مخورو مشرانو ليكوالو او شاعرانو سربېره پكې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه فرهنګيانو برخه اخيستې وه.


غونډې ته د دانش خپروندېې ټولنې پر مټ د پېښور دوه مشهور سندرغاړي سردار يوسفزى او نعيم خان توري بلل شوي وو، چې د غونډې په پاى كې يې سندرې ووارولې چې ځوانانو په اتڼ بد ګه كړل.


د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د ريس حاجي عبدالستار اسحق زي پيغام چې د مجيب الرحمان لحاظ لخوا ولوستل شو، ويل شوي و چې غونډه يې د بلخ د فرهنګيانو تر منځ د همغږۍ پيدا كولو په موخه جوړه كړې ده.


همدا راز په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى دغه راز غونډې د ځوانانو د استعدادونو د وړتيا لپاره يو نېك ګام وباله.


د دانش خپرونديې ټولنې مشره اسدالله دانش چې د هېواد فرهنګ ته د خدمت په وياړ ورته د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخواد جرګې د مشر حاجي عبدالستار اسحق زي په لاس لونګۍ پر سره كړاى شوه، د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ ټوكه كتابونو مرسته وكړه.


نوموړي په خپلو خبرو كې د شمال جرګې د پې زوينې څخه مننه وكړه او ويې ويل چې په نږدې راتلونكي كې به د نورو كتابونو مرسته هم وكړي.


همداراز د غونډې په اوږدو كې مومند بابا ادبي بهير له خوا له كندهاره راغلي مېلمه د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبداالاحمد مح مديار ته، افغاني فرهنګ ته د ده د غوره خدمتونو په وياړ د وزير محمد ګل خان مومند تصوير د ذبيح الله احساس په اس ډالۍ كړاى شو.


د پكتيا د اطلاعاتو كلتور ريس محمد شفا مشفق ته هم د شمال جرګې لخوا د جرګې مشاور مي زا عبدالرحمن لونګۍ وتړله.


د لوى افغانستان د هاخوا تكړه سندرغاړو سردار يوسفزي ته په پارلمان كې د ب خ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپۍ په لاس يو وايلون وركړل شو. يوسفزي د بلخيانو له نازونې مننه وكړه او ويې ويل: ((دغه ډالۍ ماته نه بلكې د برو افغانانو لخوا كوزو هغو ته وركړل شوه.))


همداراز كرښې اخوا بل تكړه غزلبول سندرغاړي نعيم خان توري ته د استاد غلام فاروق خپلواك په لاس د بلخ جوړ يو وايلون، ډالۍ كړاى شول.


تو ي له مننې وروسته زياته كړه چې دى به بلخ ته چې د نېكونو ټاټوبى يې دى، كړى سفر تل په ياد لري. 


د غونډې يو تن ګډونوال او د چارو سمبالونكى اسرار احمد كريمزي وويل چې دغه ډول غونډې په ځوانانو كې د كار كولو روحيه ژوندۍ كوي.


د غونډې په پاى كه له مجيب الرحمن لحاظ څخه د همدې غونډې د چارو د سمبالښت له امله ځانګړې م ننه وشوه.


غونډه د بلخ ولسوالۍ په بازار ام البلاد هوټل كې درې بجې پيل او ماښام تېر پاى ته ورسېده. 


په بلخ كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې او د مومند بابا ادبي بهير لخوا دا درېيمه غونډه وه چې د نوي كال په وياړ د ځوانانو د هڅونې په موخه جوړ شوه. 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery