نوټ: دا مرکه مې د بېنوا پاڼې څخه د
بي بي سي د پښتو څانګې له ماښامنۍ خپرونې څخه درنو لوستونکيو ته راايستلې.
د پاکستان د بهرنيو چارو
وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چې د پاکستان او افغانستان پر وړاندې د امريکا د ولسمشر بارک اوما د نوې تګلارې په
وړاندې خوشبين دی. ټاکل شوې ده چې د دغې نوې تګلارې جزئيات به په راتلونکو څو ورځو کې ډاګيزه شي.
له بي بي
سي سره مرکې کې ښاغلي قريشي وويل چې:
په سيمه کې د امريکا د پخوانۍ ادارې ستراتېژي کار ونه کړ، خو د ده په خبره
ښاغلی اوباما د دوی خبرو ته غوږ نيسي او پر نړۍ د القاعده او طالبانو پرضد د جګړې د برياوو او ناکاميو پر عوا
بو ښه پوهېږي.
شاهين بونېری له سيمې خبر راکوي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چې:
د
افغانستان او پاکستان په باب له د امريکې د تېرې انتظاميې پاليسي ناکامه شوې ده. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د
امريکې د نوي ولسمشر بارک اوباما له خوا سيمه کې د ترهګرۍ پرضد د جنګ په پاليسۍ کې د بدلون په اړه د خپل ښه اميد
څرګندونه هم کړې ده.
بي بي سي سره د خبرو اترو په وخت هغه وويل چې:
پاکستان به هېڅکله هم پخپله خاوره د بل چا
فوځونه ونه زغمي. هغه زياته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد د جنګ د برياليتوب لپاره دې د پاکستان امداد وشي.
شاه محمود
ريشي وويل چې:
واشنګټن اوس فکر کوي چې په تېرو اوو کالو کې د ترهګرۍ پر ضد د امريکۍ د پاليسۍ نه هېڅ ګټه لاسته نه
ده راغلې.
سيمه کې د روان بدلون او د ترهګرۍ پر ضد د امريکې د نوي پلان په باب له مې په پېښور کې د قبايلي مشر او
انونپوه لطيف افرېدي نه وپوښتل، نو هغه داسې وويل:
د اوباما چې دا کومه نوې پالېسي ده چې هغه تقريباً دېرش زره
فوځ رالېږي او اووه لس نيم زره فوځ يې راروان دی او دوی به دې پسې قبايلي علاقې ته راځي. دوی به مداخلت کوي، دوی به د
ډرون حملې تېزوي. نو دا خو ډېرې خطرناکې خبرې دي. د دې سره د وزير خارجه صاحب چې کومه تمه ده هغه ما ته بېځايه ښکاري.
خبره به هله ټيک شي چې:
پاکستان، د پاکستان فوځ ، د پاکستان ايجنسيانې د افغانستان پر ضد باندې د افغانستان خلاف
خپله پاليسي په مکمل طور بدله کړي او په افغانستان کې دغې القاعده، دغه طالبانو ته او دغه پاکستاني طالبانو ته
دغو خلکو ته امدادونه نه ورکوي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان په بابله د امريکې د نوې انتظاميې پ
ېکړه به په څو ورځو کې به مخې ته راشي . د نوې پالېسی د سيوري لاندې به امريکا غواړي چې د ترهګرۍ پرضد جنګ کې د
پاکستان په قبايلي سيمو او د ډيورنډ د کرښې نه آخوا افغانستان کې خپل عمليات نور قوي کړي.
شاهين بونې
ی
بي بي سي، پېښور
زما په اند ولسمشر ښاغلي اوباما ته ښه دا ده چې دوی بايد په دې اړه له پوره احتياط او
ژور سوچ څخه کار واخلي. امريکا چې خپله له دومره اقتصادي بحران او مالي ستونزو سره مخ ده. ښه به دا وي چې دوی
بايد د پاکستان دا مشوره هېڅکله ونه مني. د پاکستان څارګره اداره هېڅکله نه د افغانستان، نه د پښتونخوا د ټولو
قبايلي سيمو او نه د امريکا د خير طرفداره ده. بس دا د ترهګرۍ پر ضد جګره ورته خدای ښه لنګه غوا په لاس ورکړې چې
ښه بېغمه مفته شېدې ترې ترلاسه کوي او بنيادي تباهي يې د پښتونخوا په شمول دواړو لوريو ته ده.
دوی خو له دې ليارې
په بليونونو ډالره له امريکې څخه ترلاسه کړي او اوس يې بيا د يو اعشار پينځه ميليارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې.
زه حيران دېته يم چې قريشي وايی پاکستان به هېڅکله هم د بل چا فوځونه پخپله خاوره ونه زغمي. درست ده چې د بل چا
فوځونه نه شي زغملای. دا خو زغملای شي چې خپل يو لک فوځ نورو ته پخپله خاوره کې د پښتنو قبايلو د وژلو لپاره و
کړي. همدا اوس اويا فوځي مشاورين هلته کار کوي، درې هوايي ډګرونه يې همدې بهرنيو ته په لاس کې ورکړي دي او
اطلاعات يې ورسره شريک دي. دا خو داسې دي لکه يو بام و دو هوا. پاکستان په دې ښه پوه دی چې نه يې وتلی بنګال بيرته
لاس ته ورځي او نه د کشمير مساله ګټلای شي ، نو دا خو بايد چې له لاسه ورنه کړي. نوځکه خو دا مساله بايد چې حقوق
پوهانو، سياسي شنونکيو او له اسلامي اړخه د فقهاوو او علماوو سره هم وڅېړل شي.
دوی خو د همدې ليارې ډالر ت
لاسه کوي او خپل فوځ پرې درګرده د هند په مقابل کې سمبالوي او هم دغه پيسې د فوځيانو ترمينځ وېشل کېږي او په پاتيو
يې بيا پښتانه په قبايلي سيمو کې وژل کېږي او کورونه يې ورانېږي، نو د دې تاوان خو دوی ته نه، بلکې ګټه يې دوی ته
ده. دغه پيسې چې دوی ته ورکول کېږي له همدې پيسو نه بيرته د همدوی پرضد ګټه اخېستل کېږي او په دې توګه غواړي چې دغه
بې پېلوټه الوتکې هم له امريکا نه په همدې پلمه ترلاسه کړي.
دوی خو له اصل موضوع ته نه ورځي چې هغه د پښتونستان
د مسالې سياسي حل دی. ښکاره خبره ده چې په دغه سياسي حل کې د دوی ګټه نشته، نوځکه خو دوی اوس دغه بهرني سرتېرې د
طالب او القاعدې په نوم دلته دېره کړي چې هله بهرنيان دي او جهاد روا دی، خو اصل حقيقت بل چېرې دی. دوی دا مساله
همداسې توده ساتي چې امريکا دلته له دې جنګه ستړې کړي او له پښو يې وغورځوي چې د امريکا په شمول ناټو، اروپايي
ټولنه، د افغانستان حکومت او هم بالاخره د پښتونخوا دغه سياسي ګوندونه هم له پښو وغورځوي او بيرته دغه اسلامي
ګوندونه په پښو ودروي لکه چې څنګه دا لوبه همداسې روانه ده.
ښه به دا وي چې نوموړی د پاکستان دغې نړيوالې س
ګومې لوبې ته پوره دقيق او محتاط اوسي. داسې نه چې هغه کانه ونه شي چې هندو ستړی خدای ناراضه چې هم به يې ځانته ما
ي ستونزې زېږولې وي او هم به د ماتې سره مخ وي. پاکستان په دې لوبه کې د برېتانيا ملاتړ له ځانه سره لري ځکه چې دغه د
سرطان ناعلاجه دانه چې برېتانيا له هغه وخته پرېښې چې پرې خپل پراخ نړېوال سياسي، اقتصادي او نظامي نفوذ ته پرې
په سيمه کې د تل لپاره ادامه ورکړي. برېتانيا هېڅکله نه غواړي چې پاکستان خفه کړي او دغه لانجمنه ستونزه بالاخ
ه د پاکستان په ګټه حل کړي چې بقا او موجوده سياسي هويت يې تضمين شي، لکه چې يو وخت ښاغلي پډي اشډون هم دېته و
ته نظر درلود، خو د افغان حکومت له لورې پرې نيوکه شوې وه.