په جنوب لویدیځه حوزه کې د نظامي څا
نوالۍ له مشر سره مرکه.
د پوځي څارنوال بريد جنرال محمدصادق شينواري له خوا به د پوليسو غيرقانوني
کړنې څارل کېږي
د سوېل لوېديځې حوزي پوځي څارنوال بريد جنرال محمدصادق شينواري وایې، د کندهار د پو
يسو کړني به په موتواتره توګه د تل لپاره تر څارني لاندي وي، او پولیس د خلکو د ملي ګټو د خوندي ساتلو
پاره شپه او ورځ د هغوي په چوپړ کې دي.
د پوليسو ناقانونه کړني ښاغلي شينواري ته د زغم وړ ندي
.
نوموړي زیاته کړه، پولیس لکه څرنګه چې وایې د خلکو خدمتګار دي همداسي به د خلکو په چوپړ کې
وي.
جنرال شینواري ټینګار وکړ چې د پولیسو هر ګام د نظامي څارنوالۍ له خوا څارل کیږي او له هغو پولیسو
سره به قانوني چلند کیږي چې د خلکو د ځوروني لامل ګرځي.
د سویل لویدیځي حوزې پوځي څارنوال په جرت سره
وویل چې له سرغړونکو پولیسو سره یې د قانون په رڼا کې چلند کړی او د جرم د اثبات په صورت کې یې د قانون په رڼا
کې ورسره چلند کړی.
که څه هم ډيری خلګ په دې حوزه کې د لویو لارو په اوږدو کې د پولیسو له کړنو او سلوک څ
خه سر ټکونه کوي خو ښاغلي شینواری ډاډ ورکوي چې د خلکو په مرسته او همکارۍ سره به د دې جوګه شي چې پر لویو لارو کې
د پولیسو سرغړونکي چوڼړۍ په ګوته او له هغو پولیسو سره قانوني چال چلند وکړي چې له خپل یونفورم او موقف
څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د پوځي څارنوالۍ دغه اقدام خلکو ته ډاډ ورکوي چې اوس داسي یوه مرجع شته چې د پو
یسو کړنې د قانون په رڼا کې وڅاري او خلکو ډاډمن شي چې پوځي څارنوالۍ د پولیسو ناقانونه کړنې څاري.
او په حقيقت سره هم د پخوا کلونو څخه په پوليسو کي ډير تغير راغلي چي يوازني علت يي هم د نظامي څ
ارنوالي د قانون د تطبيق عمل دي .
او پوليس هم پدي پوهيږئ چي برسيره پر دي چي قومانداني او نور د پوليسو ام
يت سته خو نظامي څارنوالي د خلګو پر ټپونو ملهم ږدي او د پوليسو لپاره هم يو عبرت دي .
دکندهار او د دي هم
جواره ولايانو په پوليسو کي د نظامي څارنوالي هلي ځلي د ستايلو وړ دي . او د بيلګي په توګه سره يي يادولي سو چي
د نظامي څارنوال بريد جنررال محمد صادق شينواري هغه سفرونه چي د ارزګان او نورو ولاياتو ته يي کړي د پوليسو
هغه غير قانوني اشخاص او افراد چي د قانون څخه يي سر غړونه کړي وروسته له ټولو قانوني څيړني يي د قانون منګولو
ته سپارلي . په ځانګړي نوګه سره د کندهار د پخواني قومندان د دوسيي څيړل او د قانون منګولو ته ئي سپارل د پو
يسو لپاره هم يو درس دي او همداشان د پوليسو د امني قومنداني د هغو پوليسو د ده سيو څيړل چي غير قانوني عمل ئي
وسره کړي او يا ئي سو استفاده کړي تر څو نيولي . او پوليس يي هميش قانونيت ته رابللي . او د خلګو له مرستي څخه يي
هميش مننه کړي ديادولو وړ بولم چي په پوليسو او افرادو کي هم ډير محبوب او مسلکي اشخاص او افرادسته موږ د هغو
پوليسو او افرادو په اړوند خبري کوو چه د پوليسو موقف او حيثيت نه ساتي او هغه پوليس چي د ټولني خدمتګار دي د
نظامي څارنوالي لپاره هم د مننو وړ بلل سوي . بريد جنرال محمد صادق شينواري سره د يوه بحث او خبرو له مخي چه د
دي پوښتني په وړاندي ايا تاسو چه د هر ډول سو استفادي پر ضد قدمونه ږدي او پوليس قانونيت ته را بولي او پداسي
حال کښي چي د امنيت شرايط هم ډير ډاډمن ندي او په ډير قرباني سره د خلګو خدمت کوي د لوړو مقاماتو او خلګو غبر
ګون د ستاسو د دي کړنلاري په اړوند څه دي؟
ــ ده په جواب کي وويل چي ماته د ډير وياړ ځاي دا دي چي په لمړي قدم
کښي د ولس د خلګو تشويق او هغه ټليفونونه او يا ټولو خبر رسانيو کښي د خلګو ښه عکس العمل او زما د کارونو ستايل
دي مهم ښکاري. او په دوهم قدم کي د لوړو مقاماتو او دلوي څارنوالي او ادوند نورو مقاماتو لخوا په دسمي توګه س
ه ستايل زما لپاره وياړدي .خو زه پدي ډير وياړم چي د مسلک او د دي مقدسي دندي پر بنياد دخلګو خدمت کوم او مظ
وم له ظالم څخه ژغورم او زما د رياست دروازه د هر وطنوال او هر پوليس په وړاندي خلاصه ده او انشا الله په رات
ونکي کښئ به زه د خپلو همکارانو او هيوادوالو په مرسته دا دندي لاغني کړم او دخلګو د ښه سهولت لپاره به د مج
مينو په عملونو پسي د څراغ بتي لاروښانه او ګړندي کړم.