په کندهار کې به لس زره تنه عام
خلک په کارونو وګمارل شي
تیره اونۍ د کندهار په ولايتي شورا کې د يوې جوړې شوې غونډې په تر څ کې د کندهار د
ولايتي بيا رغونې ډلې له خوا وويل، شول چې د دهلې د بند د جوړېدو کار به لږه موده وروسته پيل او لس زره تنه عام خ
ک به پر کار وګمارل شي .
د کندهار ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د هلې د بند د جوړېدو په اړه په کندهار ولايتي
ورا کې په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال د پي ار ټي استازي وويل، د دهلې د بند په اړه په لومړي سر کې
دوی غواړي د خلکو او په تېره د ولايتي شورا نظر معلوم کړي، چې اوسنی بند بايد له سره ورغول شي او که په کومه بله
سيمه کې د اوبو لپاره بل بند جوړ شي.
د پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې په استازيتوب يو تن انجنير غونډې ته د
خبرو پر مهال يادونه وکړه چې دوی به د ولايتي شورا او يو شمېر عامو خلکو د نظرونو تر اخيستلو وروسته کابو دوې م
ياشتې وروسته د دهلې د بند کار پيل کړي.
د نوموړي له خوا د يادې شوې پروژې په اړه غونډې ته د معلوماتو ورکولو په
ترڅ کې وويل شول چې د دهلې د بند پروژه دوې مياشتې وروسته پيلېږي او د پروژې تر بشپړېدو وروسته به هڅه وشي چې پينځه
زره هکټاره مځکه نوره هم له همدې لارې خوړوبه شي.
احمد ولي کرزي چې د يادې شوې غونډې مشري يې پر غاړه لرله، د پي
ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې له استازو څخه وپوښتل چې اصلاً د دوی په پلان کې کومې لارې ته لومړيتوب ورکول شوی
دی، يعني د دوی په نظر نوی بند بايد جوړ شي او که اوسنی بند ورغول شي؟
د پي ارټي استازي د ښاغلي احمد ولي ک
زي د پوښتنې په ځواب کې يادونه وکړه چې دوی لا په دې اړه د پلټنو او سروې په حالت کې دي او تر پلټنو وروسته به په دې
اړه پرېکړه کوي چې نوی بند بايد جوړ شي او که اوسنی بند وکارول شي.
احمد ولي خان کرزي وويل، تاسې پوهېږئ چې د
کندهار ولايت د اقتصاد زياته برخه پر زراعت ولاړه ده او سږ کال بارانونه ډېر لږ شوي دي، چې له همدې کبله د کومو
کسانو مځکې چې يوازې د باران په اوبو خړوبېدلې هغوی ټوله له سخت زيان سره مخ شول، د نوموړي په خبره کومې مځکې چې د
بند په اوبو خړوبېږي که څه هم له بند څخه اوبه ورته را خوشې شوې دي خو د ښاغلي کرزي په خبره فکر نه کېږي چې هغومره
حاصلات دې ترې واخيستلای شي څومره چې د باران په اوبو ترې اخيستل کېږي.
د دهلې د بند په اړه ښاغلي احمد ولي کرزي
د پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې له راغلي پلاوې څخه د يوه وړاندېز په توګه غوښتنه وکړه چې دوی بايد تر هر څه
وړاندې د ياد شوي بند سروې يا پلټنې ته لومړيتوب ورکړي تر څو په ښه توګه جوته شي چې پر ځای يې بايد نوی بند جوړ او
که اوسنی بند و رغول شي. د ښاغلي کرزي په خبره د هر کال په تېرېدو سره د دهلې د بند د مځکې لاندېنۍ سطح شل انچه يا
تر دې هم زياته برخه رالوړېږي، نو په دې توګه که چېرې د نوموړي بند په اړه دقيقه پلټنه او د نوي بند د جوړېدو په
اړه پاملرنه ونه شي، څو کلونه وروسته به له همدې امله کندهار له ډېرو سختو ستونزو سره مخ شو.
احمد ولي کرزي
يادې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ، که چېرې د کاناډا دولت غواړي له افغانستان او په تېره له
کندهار ولايت سره رښتنې مرسته وکړي نو دوی بايد په دوو مهمو اړوخونو کې چې ټول مسايل ورپورې تړلي دي مرسته
وکړي، هغه لکه زراعت او د څښلو اوبه. د نوموړي په اند که چېرې کاناډا دولت په يادو شويو دوو برخو کې له کندهار
سره هر اړخيزه مرسته وکړي نو دا به د کاناډا په تاريخ کې له افغانستان او په تېره له کندهار سره د دوی يو لويه م
رسته او همکاري وبلل شي.
د ښاغلي کرزي زياته کړه، څه موده وړاندې په کندهار ښار کې د څښلو د اوبو په اړه د سي
ا موسسې په مرسته يوه سروې تر سره شوه خو هيله يې وښوده چې د هماغې سروې له مخې بايد عملي کړنې تر سره شي. په غونډه
کې د پي ار ټي استازي يادونه وکړه چې دوی د هغه سروې د راپور پر بشپړېدو کار کوي.
احمد ولي کرزي په تکرار سره
وويل، نوي جوړېدونکي بند او يا هم اوسني بند ته بايد داسې دروازې په پلان کې ونيول شي چې هر عادي کس يې د پ
انيستلو توان ونه لري، چې په وينا يې اوسمهال خو هر سړی کولای شي چې د بند دروازه پرانيزي او يا يې له خپلې
اړتيا سره سم بنده کړي.
نوموړي وويل، له يادو شويو دوو ستونز څخه يوه خو په پي ارټي يا ولايتي بيارغونې ډلې
پورې تړاو لري چې د بند دروازو ته يا خو لوی او سم قلفونه ور واچول شي او يا يې دروازې بدلې شي. او بله موضوع چې د
ولايتي شورا تر جوړېدو وړاندې کوم وخت چې په کندهار کې انجنير پښتون والي و، د اوبو رسولو رئيس د خلکو له خوا
ووډبول شو ان تر دې چې سر يې ور مات کړ. د ښاغلي کرزي په اند په کندهار کې د اوبو پر سر د شخړو او جنجالونو لړۍ له
ېر وخت راهيسې دوام لري او اوس هم پر ځای پاتې ده.
د پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې د استازي له خوا د احمد ولي
کرزي د خبري په تعقيب وويل، دوی ټينګار کوي چې لومړی خو بايد په بېړني ډول د دهلې د بند ټولې پينځه سره دروازې نوې
جوړې شي تر څو په بېړني ډول ياده شوې ستونزه حل شي.
ښاغلي کرزي د غونډې په وروستۍ برخه کې غوښتنه وکړه، که چېرې د
سربند له پله سره هغه ځايونه چې اوبه ورباندې را اوړي، مخه يې پاکه او څه نا څه کار ورباندې وشي د نوموړي په وينا
دا يو عادي کار دی چې بايد دا هم په بېړني ډول تر سره شي.
د کندهار د ولايتي بيارغونې ډلې استازي د ښاغلي کرزي
وړانديزونه ارزښتمن وبلل او يادونه يې وکړه چې دوی په لومړي سر کې هغه کارونو ته لومړيتوب ور کوي چې په بېړني
ول ورته اړتيا ده لکه د دروازو لپاره د قلفونو سيسټم په دويم پړاو کې ټوله لويه وياله بايد له سره جوړه او و
غول شي خو د نوموړي په خبره د لويې ويالې جوړېدل او ترمېمېدل هغه مهال کېدای شي چې اوبه پکې نه وي.
که څه هم د دو
ت له خوا څو ځله وړاندې هم د دهلې د بند د جوړېدو په اړه ژمنې شوې خو لا تر اوسه يې عملي چارې نه وې پيل شوي، دا ځل د
پي ارټي يا ولايتي بيا رغونې ډلې له خوا په دې اړه ګړندۍ هلې ځلې ښيي چې ممکن دا ځل يې د جوړېدو کار پيل شي .