سرچینه: ژینهوا نیټ
ژباړه او
ترتیب: میرویس جلالزی
د یوه تازه طبي تحقیق پایلي ښيې، هغه کسان چې تر ۷۰ درجو د سانتي ګرید ډیر تود چای
څښي د سرطان په ناروغۍ یې د اخته کیدو امکان د نورو په پرتله زیات دی.
دغه تحقیق د ایران د یوه تحقیقاتي م
رکز له خوا شوي او پایلې یې د شنبې په ورځ د بریټانیا په طبي ژورنال کې خپرې شوې.
دغه سروې د ایران په شمال کې
په هغه سیمه کې تر سره شوي چېرته چې اوسیدونکي یې ډیر تود چای څښې او پکې د نورو سیمو په پرتله د سرطان په ناروغۍ د
اخته کسانو شمیره هم ورځ تر بلي زیاتیږي.
دغه ډول سرطان چې د تاوده ( سره یا داغ) چای د څښلو له امله
رامنځ ته کیږي هر کال په نړۍ کې د شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ کسانو ژوند اخلي.
د پوټوکې سرطان ته ورته دغه ډول سرطان
اصلاْ د الکولو او شرابو له استعمال څخه رامنځ ته کیږي خو د تاوده چای سربیره هغه نوشابې هم د دې سرطان د رامنځ
ته کیدو لامل کیږي چې په ډیره توده توګه د خلکو له خوا څښل کیږي.
ایراني محقیقینو د ایران په شمال کې د ګ
ستان په ولایت کې دغه تحقیق په ۸۵۰ تنو هغو کسانو تر سره کړی چې ۳۰۰ تنه یې په دغه ډول سرطان اخته وو او پاتې نور
له ښه روغتیایې حالت څخه برخمن ول.
محقیقینو دا ومونده چې د تاوده چای د څښونکو کسانو په ډله کې ډیری یې په
دغه ډول سرطان اخته شوي دي.