مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-28   مخپرونکئ : یاقوت زابلی

په زابل کې د بادام ګل مشاعره جوړه سوه ( رپورټ )

بسم الله پښتون مل

د بادام ګل دودیزه مشاعره چې هر کال په زابل کې د خپلواکو ادبي کړیو له خوا جوړیږي تیره ورځ( جمعه)  د زابل په مرکز کلات کې جوړه سوه چې پکې د هېواد له بېلابېلو برخو تر پنځه سوه زیاتو لیکوالو، شاعرانو او ادب مینه والو ګډون کړی وو، دبادام سپین ګل په زابل کې د ښکلا د سمبول په توګه یادیږی او بادام هم د زابل له کرنیزو محصلاتو څخه مهم توکی جوړوي.

د زابل شاع انو له تیرو شپږو کلونو راهیسي په زابل کې بادام ګل په نوم مشاعره او میله جوړي تر څو د بادام د سپین ګل خوږې وږې د شعر او ترنم په څپو لا خوندورې او زړه وړونکې کړي ، سږنۍ د بادام ګل مشاعره هم د نورو کلونو په څیر خوندوره له او شوره ډکه وه.
د زابل مرستیال والي ښاغلي ګلاب شاه علي خیل د دې مشاعره په تنظیم او جوړښت کې زیاتې هڅې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې د دارنګه مشاعرو او غونډو جوړول د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې اغیزمنې وبللې او زیاته یې کړه چې دارنګه مشاعرې به د لر او بر په پښتنو په نژدې کولو کې ډیرې موثرې واقع شي
د رزم او بزم په نګونو ښکلې دې مشاعره کې ویناوالو او شاعرانو د ستر عبدالرحمان بابا د مزار ورانیدنه د پښتو ادب او کلتور پ ضد یو نه بخښل کیدونکی جرم وبلل او له پښتنو او چارواکو غوښتنه وسوه چې ددې غلیمانه عمل په وړاندي دي چوپ پاته نسي.
له ویناوو وروسته مشاعره پیل سوه چې پکې په لسګونو شاعرانو خپل خواږ شعرونه د شعر او ترنم په ژبه وړاندي کړل او مینه والو هم په تودو احساساتو او چکچکو بدرګه کړل.
د غونډې په سم نیمایی کې د کندهار نندارې د تکړه ممثلینو له لوري یوه په زړه پوري تمثیلي پارچه هم وړاندي سوه چې د مشارعرې ښکلا یې څو چنده کړه
غونډه م یلمنو شاعرانو ته د پښتني دود سره سم د لنګویو په ورکولو او د غرمنۍ په خوړلو د ماپښین پر دوې بجې پای ته ورسېد ه
باید وویل سي چې د تیرو نورو کلونو په څېر سږ کال هم د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس په مشاعره کې ګډون نه وکړی او مشاعره په بشپړه خپلواکي او ازادۍ سره سرته ورسېدله

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery