مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-22   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان اسلامي فرهنكي مركزکې پسرلنۍ مشاعره وشوه

داودجبارخیل

افغانستان اسلامي فرهنكي مركزکې د افغانستان ادبي انجمن په همكاري او مرسته پسرلنۍ مشاعره وشوه


افغانستان اسلامي فرهنكي مركزکې  افغانستان ادبي انجمن په همكاري  په کور بتوب د پسرلي ګل مشاعره ترسره شوه چې د اټکل له مخې ورپکې د یو سل اعرانو او لیکوالانو په ګډون دوه سوه تنو برخه اخیستې وه   یاده شوې مشاعره د ماسپښين   په  دوه بجې پیل او د ماسپښين په شپږو بجو پای ته ورسېده  د مشاعرې  د قران کريم په سپېڅليو آیتونو  پیل شوه  او بيا د افغانستان اسلامي فرهنكي مركز  مسؤول قاضي محمد حسن إسلامي  بيليزه وينا حاضرينو ته وړاندى كړه ، او د شعر به اهميت او د ملت به توجيه كولو كي مهم رول څرګند كړو، به  مشاعره كي د مشر ميلمه به توګه محترم آديب اوليكوال شاعر او څېړونکي عبد الرؤف قتيل خوګیاني  اواوليكوال شاعر  امانالله نصرت راوبلل شو  به مشاعره كي د ستيج جاري هريو محترم داكتر عطاء الرحمن فطرت , وحيد الله خاكسار ، او سكرتيريت محترم نظير ا حق قريشي بر مخ بيولي، به غونده كي  شاعرانو خبل شعرونه او ويناوي واورولي به مشاعره اسلامي روحيه مسلطه وه او تول شعرونه او ويناوي د د ديني اقدارو ته به احترام او اسلامي حدودو به جوكات كي وراندى كيدلى .

په غونډه كي د پیښور دافغاني  ليسو د مديرانو  شورى رئيس محترم أحمد زبير خان به شمول كن شمير مديرانو ، اعرانو، اديبانو ، ادب ميينانو ،  استاذانو، دليسو شاكردانو  محصلينو او د طالب العلمانو برسيره خب يالانو ،   برخه واخيسته ، د غونډى به ترڅ كي د ليسو د مديرانو به نمايندكي ښاغلي يزدان پرست د مركز فعا يتونه وستايل .  په اخر کی یو شیمیر شاعرانو ووییل چی دغه شان غونډى باید په هر میاشت کی دوځلی تر سره شی دا به ښه وی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery