مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-02   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د خنځیرانو د والګي خطرمخ پر لوړیدو ده(ګزارش)

د خنځیرانو د  والګي خطرمخ پر وړیدو ده(ګزارش)

مارګریت بیشر+ میرویس جلالزی

د خوګانو د والګي ویره  چې له مکسیکو هیواد څخه را پورته شوي په ټوله امریکا او اروپا کې مخ په  خپریدو ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د دغې  ناروغۍ د خطر کچه پنځمي درجې  ته  پورته کړي یعني دا چې دغه ناروغي د تر  ټولو
خطر ناکو ناروغیو یعني هغو ناروغیو څخه چې شپږمه درجه لري یوازي یوه  درجه  ښکته ده.
    د روغتیا د نړیوال سازمان w H O  ډایرکټر جنرا ې مارګریټ چن وویل چې دغه ناروغي ځکه د خطر ناکو ناروغیو په ډله کې وشمیرله چې د انفلونزا یا والګي ناروغي کولای شي  چې  په ډیره چټکۍ په ټوله نړۍ کې خپره شي.

د خوګانو د والګې ناروغي اوس د آسیا  جنوبي هیوادونو ته هم را رسیدلي ده.د دغې ناروغۍ دوه بیلګي په چین او جنوبي  کوریا کې هم لیدل شوي دي.
د آغلې چن پر وینا چې دوي ټولو حکومتونو په خاصه توګه د روغتیا وزیرانو، د داروګانو د تولید د فابریکو مشرانو او اړوندو نورو  وغتیايي نړیوالو سازمانونو ته خبرداری  ورکړی چې دغه ناروغي په چټکۍ سره د بشر دنابودۍ لپاره ریښي زغلوي چې ژر تر  ژر یې پر وړاندي باید اړین ګامونه پورته کړای  شي.

 دا چې د خنځیرانو د والګي ناروغۍ د پینځمې درجې ناروغیو په کتار کې راغله یو علت یې دا وو چې د دغې ناروغۍ
وایرس اوس د  دې وړتیا لري چې په بیلا بیلو جغ افیاېې موقیعتونو کې له یوه انسان څخه بل  انسان ته ولیږدول شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشرې له ټولو هیوادونو غوښتي چې د ساري ناروغیو د خپراوي څخه د مخنیوي سیستمونه  فعال  کړي او د هر  راز غیر عادي والګي د بیلګو د لیدو په صورت کې په دقیقه او چټکه توګه ورسره برخورد وکړي.

اوس د روغتیایې چارو مامو ین  په دې  فکر کوي چې څرنګه له  دغې  ناروغۍ څخه  نور خلګ وژغوري په داسي حال  کې چې د   خوګانو د  انفلونزا ناروغي په  خپله اپتدایې  مرحله کې ده.
د رپوټونو له مخې  چې د جمعې په ورځ آلمان او اسټرالیا کې هم د خوګانو د انفلونزا دوه یوه یوه پیښه لیدل  شوي ده.
اوس په نړۍ  کې  د هغو ملکونو شم یر له مکسیکو پرته لسو ته ورسید چېرته چې د خوګانو د والګې ناروغي لیدل شوي ده.
مکسیکو، امریکا، بریټانیا، کاناډا، کوستریکا، اسرایل، هسپانیه او نیوزرلنډ هغه اته هیوادونه ول چې له آلمان او اسټرالیا دمخه پکې  د خوګانو د والګي ناروغي لیدل شوي وه.

له مکسیکو   پرته د  یادو شویو پورتنیو  هیوادونو د وغتیا د برخې مامورینو ویلي چې د  دوي په هغو وګړو کې  د خوګانو د والکې  د  ناروغۍ  بیلګې  لید   شوي چې  مکسیکو ته یې په دې ورستیو کې سفرونه درلودل.
د روغتیا  د برخي  متخصصین د  اوس لپاره  د  خوګانو د والګي له ناروغۍ  څخه د خوندي پاتې  کیدو یوازنۍ لاره وقایه بولي.
هغوي وایې  چې باید هڅ ه وشي چې له  دغې ناروغۍ څخه ځان لري وساتو او په داسي حال کې چې یو کس د زکام او یا والګې احساس  کوي نو باید له خپل کور څخه و نه وزي تر  څو یې والګی پرمختللی نه شي او په ورته  وخت  کې  باید د ډاکټر د هدایت  مطابق دارو درمل واخیستل شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery