د میدان وردګو له وا
ي ښاغلي حلیم فدایې سره دغه ولایت ته د امریکې د دفاع وزیر رابرت ګیټس د سفر په اړه د مرکې ځیني برخي.
لومړی
پوښتنه: ښاغلی فدایې که لطف وکړﺉ میدان وردګو ولایت ته د رابرت ګیټس د سفر په اړه معلومات راکړﺉ؟
ځواب: مونږ په دې کتنه کې له ښاغلي ګیټس او ورسره پلاوی سره چې پکې د امریکا د انکشافي اداری مشران د
ایساف ځواکونو قوماندان او یو شمیر نور عالي رتبه چارواکي مله ول په ټوله کې د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبري
وکړي.
مونږ په هر اړخیو مسایلو باندي چې دوي غواړي په دې ولایت کې امنیت تامین کړي خبري وکړي.
مونږ د عامه
ساتني په پلان، په اقتصادی پرمختګ، خلکو ته د کار موندلو په مسلو خبري وکړي.
له مونږ سره په دې ناسته کې د
ولایتي شورا، ولسي جرګې، قومي مشرانو او مدني ټولنو استازو ګډون درلود. مونږ له هغوي وغوښتل چې امنیت او
بیارغاونه باید په موازي توګه حرکت وکړي تر څو دغلته امنیت دایمي شي.
پوښتنه: ښاغلی فدایې، تاسو په
خاصه توګه له رابرت ګیټس څخه د څه ډول مرستو غوښتنه وکړه؟
ځواب: مونږ په ځانګړي ډول د خپلو ځواکونو په
تقویه، تربیه تجهیز او د عامه ساتني ځواکونو په پراخولو خبري وکړي.
هغوي ژمنه وکړه چې فقر او غربت ځوانان
دې ته مجبوروي چې له مخالفینو سره یو ځای شي او یا د ټوپک له لاري ځان ته یوه مړی ډوډی پيدا کړي او هغوي
وویل چې دوي به د کار موندلو لپاره جدي کار وکړي.
هغوي وویل چې مونږ به دغې مسلې ته جدي پام وکړو او د عامه
ساتنې ځواک سره به هم مرستي زیاتي کړو..