مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-12   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

القاعده په افغانستان کې نه شته (رپوټ)

امریکايي قومندان: القاعده نور په افغانستان کې نشته 


د امریکا د پوځ یو عالي رتبه قومندان وايي، القاعده نور په افغانستان کې نشته او د دوی عالي رتبه مشران د پاکستان لویدیځو سیمو ته ورغلي دي.

د امریکا د فاکس نیوز خپرونه لیکي، د امریکا د پوځ د م کزي قوماندنۍ مشر جنرال ډیویډ پټریاس وايي، د منځني ختیځ او شمالي افریقا نه ورغلي د القاعدې سره تړلي ډلې په افغانستان کې پټ سنگرونه او د پټېدو ځایونه لري. خو دی وايي، په دې وروستیو میاشتو کې دغو ډلو ته کلکه ضربه رسېد ې، ډیر تلفات او تاوانونه ور اوښتي دي.

پټریاس د جمهور رئیس حامد کرزي وروستۍ څرگندونې تائید کړي چې وايي، اوس په افغانستان کې هیڅ القاعده ډلې موجودي نه دي. خو دی وايي، لا تر اوسه اسامه بن لادن او د هغه م ستیال ایمن الظواهري خپله شبکه چلوي.

فاکس نیوز د پټریاس له خولې لیکي، تر اوسه ددغو ترهگرو د دقیق ځای په اړه معلومات نشته خو دا خبره واضح ده چې د القاعده عالي رتبه مشران اوس د پاکستان په لویدیځه سرحدي سیمه کې ځای په ځای شوي دي. 

پټریاس وايي: "په دې کې هیڅ د شک ځای نشته چې د القاعده مشرتابه په دغه ځای کې د څو ک ونو راهیسې فعال دي".

د امریکا دغه عالي رتبه قومندان د یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز ته وویل، تندرو ډلو پاکستان ته جدي خطر پیښ کړی خو د پاکستان هغه اقدامات یې هم وستایل چې د راپورته شویو طالبانو په خلاف یې کړي دي.

پټریاس وویل، له سوات نه نورو سیمو ته د طالبانو وړاندې تگ د پاکستان ټول خلک وپارول".

پټریاس طالبانو ته د پاکستان د ماتېدلو عواقب خطرناک وبلل او ویې ویل چې تر یوې اندازې په دې خبرې باندې د نظر اتفاق م وجود دی چې په کار ده په پاکستان کې د طالبانو په خلاف پراخ او موثر اقدامات وشي.

د امریکا د مرکزي قومندې جنرال وویل: "کومه جگړه چې پاکستان پیل کړې ده، دا د امریکا جگړه نه ده. دا د پاکستان خپله جگړه ده. کوم عناصر چې ما یاد کړل، دوی پخپله د پاکستان وجود ته خطر پیښ کړی دی".

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery