ډاکټر کمال سادات له خوست څخه
میرویس جلا
زی له کابل څخه
فریاد له پکتیکا څخه
د خوست پر ښار د طالبانو برید(رپوټ)
د خوست ولایت د والي
په ودانۍ باندي نن د سې شنبې په ورځ د څلورو تنو له خوا چې په بمونو ډک واسکټونه یې پر تن وو او خودکار ما
یندارونه ور سره ول برید وشو .
دغه برید یوازي د والي په مقر نه بلکه د شاروالۍ په ساختمان هم تر سره
و.
د کورنیو چارو وزارت نطاق زمري بشري وویل چې لومړی برید د والي په دفتر وشو چې دوو ځانمرګو برید
کونکو په نظام قراول کې ځانونه والوزول او وروسته بیا دوو نورو ځانمرګو برید کونکو د والي ودانۍ ته په پ
اته د تلاشي دوهم کمربند د سپکو وسلو بریدونو وکړل.
بشري ووی چې دی نه پوهیږي په دغو بریدونو کې څ
ومره کسان مړه او ژوبل شوي دي.
د خوست د والي مرستیال طاهر خان صبري د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې
دوو ځانمرګو د والي د دفتر په لومړي کمربند کې او دوو نورو په دوهم کمربند کې ځانونه والوزول چې د والي دوه
ساتونکي یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.
ښاغلی صبری چې په خپله هم په دغه برید کې ژوبل شوی دی
وایې چې ښایې د ځانمرګو برید کونکو شمیره تر دې هم لوړه وه.
د ولي جان په نامه په خوست ښار کې یوه
دوکاندار وویل چې له بریدونو سره سم په ښار کې د خلکو منډي شوي، دوکانونه وتړل شول او څو شیبې وروسته د ښا
والۍ د ودانۍ له انګړ څخه هم تورې لوخړي آسمان ته وختي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ یوه پولیس د خپل نوم د نه
اخیستلو په شرط بینوا ویب پاڼي ته وویل چې په دغه بریدونو کې شپږ پولیس وژل شوي او په لسګونو نور کسان چې پولیس
او ملکي وګړي هم پکې شامل دي ژوبل دي.
ټپیان د خوست ښار مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.
ویل کیږي چې له بریدونو سره سم د امریکې د سپیشل فورس یا ځانګړو ځواکونو یو ټولکی سیمي ته را ورسید او د ښار
په بیلا بیلو برخو کې له هغو برید کونکو سره چې ویل کیږي د ځانمرګو په ملاتړ ښار ته را داخل شوي ول، په اخ او ډب
واوښتل .
که څه هم د ورځي تر دریو بجو د خوست ښار له ګڼه ګوڼي تش وو او ګڼ دوکانونه تړلي ول خو د
طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوي شاوخوا دیرش طالبان چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي ول نن ښار ته
ننوتلي ول چې ځينې یې خپلو موخو ته رسیدلي او ځیني یې لا هم په ښار کې دي .
له خوست ښار څخه چې یوه عمده سوداګ
یز مرکز بلل کیږي را رسیدلي وروستي رپوټونه وایې چې د ښار په بیلا بیلو سیمو کې د تلاشۍ عملیات په لاره اچول
وي او ښار ته غزیدلو ټولو لویو لارو او فرعي واټونو کې د شکمنو کسانو او موټرو پلټني کیږي.