مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-14   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

په روسېې هر راز یرغل به بدې پایلې ولري(ګزارش)

په روسېې هر  راز یرغل به بدې پایلې و ري(ګزارش)

میرویس جلالزی


روسېې له تیرو پینځو کلونو را پدې خوا یو ځل بیا په نړیواله  ټولنه کې د خپل پخواني حیثیت د اعادې لپاره  مهم ګامونه پورته کړل.

دغه هیواد نړیوالو او په خاصه توګه خپل پخواني دښمن یعني امریکې ته دا وښوده چې مسکو یو ځل بیا د نړیوالي ټولني  یوه با اعتباره  او ځواکمن هیواد بدل شوی  دی اوکولای شي چې حتی له واشنګټن سره هم ډغري ووږي.

یوځل خو په چک او پولنډ هیوادونو کې د ام یکې د راکټونو د دفاعې سیستم د نصبولو
 په غبرګون کې نږدې  د روس او امریکې تر منځ جګړه  هم پیښه شوي وه خو دغه لانجه د یو شمیر اروپایې هیوادونو او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړیتوب هواره شوه.

خو اوس، د وسیې نوي ولسمشر دیمیتري میدویدوف ملت ته په خپله یوه  وینا کې ډاډ ورکړ چې د هر هغه هیواد لاس به  لنډ کړي چې غواړي په روسیې یرغل وکړي او دغه هیواد ګټو ته ځیان  ور ورسوي.

میدویدوف چې د نازي آلمان پر وړاندي د پخواني شوروي د بریالي توب د څلور شپیتمې کلیزې د نمانځلو په مراسمو کې یې وینا کوله وویل : تاسو روسانو ته ډاډ درکوم چې د روسیې په وګړو باندي هر ډول برید به بدې پایلې ولري او یرغلګرو ته به نه هیریدونکی ځواب ورکړو.

میدویدوف  په ډانګ پیلې توګه په خپلو خبرو کې امریکې او یو شمیر مقتدرو اروپایې هیوادونو ته په اشاره کې وویل چې د فاشیستانو پر وړاندي په دوهمه نړیواله جګړه کې  زمونږ  بری ټولو هغو کسانو ته د یوه پند په توګه اوس هم باقي دی چې غواړي زمونږ د ملت پر وړاندي لانجې را پورته  کړي.

میدویدوف  په داسي حال کې د غ بیانو پر وړاندی په تنده لهجه خبري وکړي چې په دې ورستیو کې د ناټو تړون یو شمیر هیوادونو د ګرجستان په خاوره کې  خپلې پوځي مانورې  تر سره کړي.

روسیې د ناټو په دغه کار سخته نیوکه کړي وه.

د ناټو د  دغه تمریناتو وروسته  روسیې د جنوبي اوسیتیا او ابخازیا له بیلتون  غوښتونکو ایالتونو سره د دفاعي همکارۍ سندونه لاسلیک  کړل او دغو دوو بیلتون غوښتونکو سیمو ته یې  ډاډ ورکړ چې پر وړاندي یې  د غلیم د هر راز احتمالي برید په مخ نیوي  کې به  مسکو له دوي سره مرسته وکړي.
له غلیم  څخه د  روسیې د حکومت  م وخه  د ناټو تړن او د هغوې نور نړیوال  متحدین  وو.


ا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery